لیکوال: نعمان سعید
د مېرمنو د زده کړې ترڅنګ د هغوی تربیې ته هم پام وکړئ
مخکښ مجاهد او لوی رباني عالم حضرت مولانا عبيد الله سندي ـ رحمه الله ـ فرمايي: په دې کې شک نشته، چې زده کړه يو ضروري کار دی، خو تر زده کړو زیات ضروري کار د میرمنو تربيه ده او هغه هم قومي او مذهبي تربیه؛ ځکه کله چې زموږ یو تعلیم یافته سړی د انګریزانو موډ خپل کمال ګڼي، نو امکان شته چې زموږ لوستې ښځې بې حجابي او ځان بربنډول فخر وګڼي؛ دا ټول شیان د ژور سمون وړ دي او ښې پرېکنده اصلاح ته اړتیا لري.
لیکنه او لیکوالي دومره لویه خبره نه ده، د کمال خبره “عمل” دی؛ خو د افسوس خبره دا ده، چې د مسلمانو نارینه وو په څېر په مسلمانو میرمنو کې هم دا عیب وده کړې، چې د اصلاح او سمون لپاره یوازې لیکل او خبرې کول کافي ګڼل کیږي، زموږ مثال داسې دی لکه: یوه کور کې، چې اور لګېدلی وي، د کور ټول وګړي د دې پر ځای، چې عملا اور مړ کړي، یوازې د اور لمبو ته اوښکې تویوي، ویر کوي او چیغې وهي. زموږ د کورونو د اصلاح او سمون اکثره کار د میرمنو په لاسونو کې دی، که ښځې په سمه توګه سنبال شي؛ نو د مسلمان کور خود بخود سنبالیږي. د مسلمانو د میرمنو جهل خورا د افسوس وړ دی او بایده دي، چې له هرې ممکنې لارې یې د لمنځه وړلو هڅه وکړو، خو د علم د زده کړې ترڅنګ د عمل ښوونه خورا ډیره ضروري ده.
وړاندې لیکي: د لومړیو پیړیو د میرمنو حالات مطالعه کړئ، ترڅو وګورئ، چې مسلمانې ښځې څومره د استقلال او ځوانمردۍ سیمبولونه وو. کله چې د حضرت عمار مور سمیه ـ رضی الله عنهاـ مسلمانه شوه؛ نو مشرکانو به د اوسپنې په زغره کې بنده کړه او سخت لمر ته به یې واچوله ترڅو له ایمان څخه لاس واخلی؛ نو د لمر ګرمو وړانګو به یې ایمان نور هم پسې مظبوط کړ. کله چې کافرانو ټول تکلیفونه ورکړل، خو د هغې په اسلام کې یې هیڅ توپیر را نه وستی، نو بیا یې په اوښانو پورې وتړله، په چړو او نیزو یې ووهله او شهیده یې کړه، دا هغه وخت و، چې د عمار ـ رضی الله عنه ـ کورنۍ غلامان وو او دا په اسلام کې اولنۍ شهیده ده.
د حضرت زُنیره ـ رضي الله عنها ـ په نوم یوه وینځه وه، چې حضرت عمر ـ رضي الله عنه ـ د اسلام راوړلو نه مخکې سخت تکلیفونه ورباندې تیر کړي دي، عمر به د دې بې وسه انسان په وهلو ستړی شو او بیا به یې پریښوده، کله به چې یې پریښوده؛ نو ورته ویل به یې، ما د رحم په وجه نه پریښودې؛ بلکې په وهلو او ربړولو دې ستړی شوم. حضرت زُنیره ـ رضی الله عنهاـ د حضرت عمر ـ رضی الله عنه ـ غلامه وه، اسلام راوړلو نه مخکې یې دغې وینځې ته خورا سخت تکلیفونه ورکول، ابوجهل هم په دې زُنیره ـ رضي الله عنهاـ باندې ډیر کړاوونه تیر کړي دي، چې د کړاونو له امله یې سترګې مبارکې ړندې شوې.
د حضرت نهدیه او ام عبیس ـ رضی الله عنهما ـ په نومونو دوې وینځې وې، چې د اسلام د قبلولو په جرم یې بیخي سخت او خورا زیات کړاوونه وګالل؛ خو له اسلام څخه تیرې نشوي، همدا شان کله چې حضرت ام شريک ـرضي الله عنها ـ ايمان راوړ؛ نو خپلو خپلوانو يې ګرم لمر کې ودروله او درې ورځې يې اوبه ور نکړې.
عبید الله سندي ـ رحمه الله ـ لیکي: چې دا ډول پېښې په اسلامي تاریخ کې بې پایه دي، چې د جهاد په ډګر کې د صحابیاتو د اتلولیو د کیسو تفصیل بیا بیخي اوږد دی.