لیکوال: ابورائف


سیکولریزم (نهمه برخه)

 د کلیسا مالي فساد
 د ټولو هغو برخو او اړخونو سربیره چې کلیسا په فساد او سرکشۍ اخته شوې وه، په مالي او اقتصادي ډګر کې هم له ژور بغاوت او پراخ فساد څخه اغیزمنه شوې وه.  دا فساد په داسې حال کې و چې د انجیلونو لارښوونو او د عیسی علیه السلام سپارښتنو بې شمیره خلک  وهڅول چې له دنیا څخه ډډه وکړي او د هغې له ښایستونو او خوندونو  څخه لرې پاتې شي.  څوک چې د انجیل او د عیسی علیه السلام تعلیمات و ارزوي او وڅیړي، نو معلومه به شي چې د عیسی علیه السلام دین او د انجیل تعلیمات نور هیڅ شی دومره نه دی  منع کړي څومره چې د شتمنیو راټولول یې منع کړي دي.
 دا د عیسی علیه السلام او د هغه د شاګردانو له عملي ژوند څخه هم ثابت دی؛  په داسې حال کې چې هغه او د هغه شاګردانو مادي شتمنیو او دنیوي ارزښتونو ته په سپکه سترګه کتل، په داسې حال کې چې یهودانو هغه راټولول.
 دا ډول له دنیا څخه ډډه کول او خلک دې ته هڅول چې د دنیا له عیش او عشرت څخه لرې پاتې شي د کلیسا او د عیسی علیه السلام  د تعلیماتو په لومړۍ دورې پورې ځانګړی و، مګر بیا داسې پېړۍ راغلې  چې د کلیسا د تصور له مخې د دنیا او  د دې مرکز د عملي واقعیت تر منځ  یو عجیب توپیر لیدل کیږي. له یوې خوا کلیسا ډېره سخت دریځه وه او ټول مباح او حلال شیان یې حرام اعلانول او د دنیا ژوند یې ډېر بد ګڼل او د حیواناتو د ژوند په څېر بلل، خو په دې وخت کې د کلیسا عملي کار روان و او د دنیا پالنې او د خپلو پیروانو د وینو ځبېښلو په برخه کې یې خورا ډیرې او شرموونکې هڅې کولې؛  تر دې چې حتی د نړۍ یهودیان او هغه کسان چې د نورو خلکو ملکیتونه یې غصبول(فئوډالان) او کلیسا هغوی د  “دنیوي”  په نوم یادوي په دې برخه کې د کلیسا په څیر نه وو.
د کلیسا دا دنیا پالنه په داسې حال کې وه چې عیسی علیه السلام په خپلو تعلیماتو کې ویلي و چې د اوښ لپاره د ستنې له لارې تیریدل د خدای پادشاهي ته د شتمن سړي په پرتله چې د الله تعالی د ملکوت حوزې ته دننه شي، اسانه دې. نوموړي خپلو زده کوونکو ته هم سپارښتنه وکړه، چې سره زر، سپين زر، مس، د سفر سامان، پرته لا یولاس جامو، بوټونو او امسا څخه، له ځان سره مه اخلئ.
 پداسې حال کې چې کلیسا د خپلو پیروانو لپاره زهد او ساده ژوند لازمي ګڼل، خو په خپله د کلیسا حالت د هغه د سپارښتنو د روح او اهدافو سره مخالف و، او دا د هغه څه د غوښتنو سره مخالف و چې پخپله یې بلنه کوله.
 لويديځ ليکوال  “انډري کارسن”  ليکي:  په مسيحيت کې نيک او غوره اعمال لکه فقر، عاجزي، قناعت، روژه، تقوا او بخښنه، دا ټول د عامو مؤمنانو، کشیشانو او د دعوت لپاره ښه وو، مګر پاپان او نورو سترو سپېڅلو څېرو نورې قضیې او وضعیتونه درلودل چې په کې شخصي غونډې او ډیری شخصي ګټې او خدمتګاران او نوکران شامل وو.
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version