لیکوال: م. فراهي توجګی


د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (نهه دیرشمه برخه)

د قرآن له نظره د رسنیو ځانګړتیاوې او اصول
د یوې پیاوړې اسلامي رسنۍ د جوړولو او پراخولو لپاره ډېر قرآني شاخصونه شته، چې موږ په دې لیکنه کې ځینې یادوو:
  1. ریالیزم(واقعیت ګرایي)، د رسنیو د کار آفتونه؛ یعني د هغو حقايقو او واقعيتونو باندي سترګې پټول چې اورېدونکي يې له پخوا پېژني او له هغو حقايقو سره مخالفت د رسنيو د بې کفايتۍ او له حقيقت څخه د واټن لامل کېږي. له همدې امله قرآن کریم د تېرو ټولو حقایقو تصدیق کوي. البته، حق له باطل څخه جلا کوي، او مخاطبینو ته حقایق تر پخوا روښانه وړاندې کوي. بیا هغوی ته غږ کوي چې: «آمِنُوا بِما أَنْزَلْتُ مُصَدِّقًا لِما مَعَکُمْ وَ لا تَکُونُوا أَوّلَ کافِرٍ بِهِ؛ «او پر هغه څه ایمان راوړئ چي موږ نازل کړي دي؛ په داسې حال کې چې (قرآن) د هغه څه تصدیق کوي چې له تاسو سره دي او لومړی په هغه کفر مه کوئ.» (بقره: ۴۱)
  2. مسئولیت پېژندنه: هرڅوک د خپلو اعمالو مسئول دی. هره وسیله باید د خپل کارونکي لخوا په داسې ډول وکارول شي چې هغه اړتیا او اهمیت ته ځواب ووایی. خداى تعالی فرمايي: “او د هغه څه پيروي مه كوئ چې پرې نه پوهېږئ؛ ځکه چې له غوږ، سترګې او زړه څخه به پوښتنه کیږي.” (اسراء: 36)
  3. عدالت: عدالت د بعثت له مهمو محورونو، موخو او فلسفو څخه دی. نو باید یوه اسلامي رسنۍ تل په عدالت ولاړه وي او د هغه په چوکاټ کې حرکت وکړي.
  4. د مظلوم او ضعیف ملاتړ؛ د سورة نساء په ٧٥ آيت کي الله جل جلاله د ظالم او متکبر پر ضد د مظلوم او ضعیف د ګټي لپاره جګړه يو الهي حکم ګڼي. نو باید یوه اسلامي رسنۍ په دې برخه کې ګام واخلي.
۱۵. د مظلوم په ګټه او د ظالم په ضد افشاګاني؛ که مظلوم افشا کول(رسوا کول) غواړي، نو زمینه دې ورته برابره شي، ځکه الله تعالی ورته د ښکاره کولو اجازه ورکړې ده. رسنۍ هم باید د دې موضوع په خدمت کې وي، او داسي نه چې مظلوم ته د خدای د حکم په خلاف د عدالت او افشاګانو اجازه ورنه کول شي. خداى تعالی فرمايي: په بدو الفاظو سره غلبلې (په لوړ اواز جنجال کول) نه خوښوي، پرته له هغه کس چې ظلم باندي شوی وي او خداى اورېدونكى او پوه دى.» (نساء: 148.) له دې آيت څخه دا نتيجه اخیستلای شو چې د بدو څيزونو خبر رسول او خپرول روا نه دي او په لوړ اواز باندي بده ژبه کارول روا نه دي، پرته له دغه استثنا شوي موضوع څخه.
  1. تسامح او زغم؛ په قرآني آيتونو کې تاکيد شوى چې د نيوکې او سپکاوي په مقابل باید په کرامت سره چلند وشي. یوه اسلامي رسنۍ باید له توهینونو سره، په زغم سره چلند وکړي او په نرمۍ سره له هغه څخه تېر شي، نه دا چې اختلاف رامنځته کړي او توهین ته په سپکاوي ځواب ورکړي او د بې حیایۍ دایره پراخه کړي. الله تعالی فرمایي: “او د رحمن بندګان هغه دي چې په ځمکه کې په نرمۍ سره حرکت کوي او کله چې ناپوه خلک ورته خبرې وکړي نو په نرمۍ سره ځواب ورکوي.” (فرقان: 63) همدارنګه فرمايي: او داسې کسان هم شته چې د دروغو ګواهي نه ورکوي او کله چې د لغو شي څخه تېر شي، نو په عزت سره تېرېږي. (فرقان: ۷۲)
۱۷. د عامه ذهنونو روښانه کول؛ د قرآن له آيتونو څخه څرګندېږي چې د عامو افکارو روښانه کول او د حقايقو بيانول يو اساسي اصل دی او حتی انبياء عليهم السلام هم د همدې لپاره رالېږل شوي دي. (الحدید: 25.) اسلامي رسنۍ هم باید په دې برخه کې حرکت وکړي.
۱۸. همدردۍ، اتحاد او اتفاق ته هڅول او د اختلافاتو څخه مخنیوی؛
۱۹. همکارۍ، نیکۍ او تقوی ته هڅول؛
  1. د خصوصي حریم او مدني حقونو درناوی؛
۲۱. د بې نظمیو او اخلاقي خرابیو سره مقابله؛
  1. د رسنیو د ارزښتونو مدیریت: د رسنیو مدیریت باید د هغو کسانو لخوا ترسره شي چې لوړه وړتیا لري. نباید “آزادي” په داسې ډول تعبیر کړي چې هر څوک وکولی شي په ټولنه کې بې حیايي خپره کړي. له همدې امله، خدای د رسالت او دیني رسنیو لپاره غوره توب(اصطفا) کوي او دا یادونه کوي چې هغه د رسالت لپاره یوه ډله رالېږلې ده: «أَرْسَلْناکَ لِلنّاسِ رَسُولاً» (نساء: ۷۹.) «یا أَیّهَا الّذینَ آمَنُوا آمِنُوا بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ وَ الْکِتابِ الّذی نَزّلَ عَلى‏ رَسُولِهِ وَ الْکِتابِ الّذی أَنْزَلَ مِنْ قَبْلُ…» (النساء: 79.) «یا أَیّهَا النّاسُ قَدْ جاءَکُمُ الرّسُولُ بِالْحَقّ‏ِ مِنْ رَبِّکُمْ» (نساء: ۱۷۰.) نن ورځ د رسنیو د خلکو لپاره دا خورا روښانه ده چې په نړۍ کې فاسدو رسنیو څنګه په مختلفو برخو کې ناورینونه راوستلي او په مختلفو هیوادونو کې د مشرتابه سیسټم او اقتصاد بدل کړی دی. همدا حالت په داخلي ډګرونو کې هم شتون لري او په رسنیو کې د مفسدینو حاکمیت د ارزښتونو د تخریب او په صالحانو باندې د فاسدانو د حاکمیت لامل ګرځيدلی. نو په اسلامي نظام کې باید ټولې حل لارې په داسې ډول پرمخ ولاړې شي چې د رسنیو په مدیریت باندې د ظالمانو واک بې اغیزې وي. په رسنیو باندې د نا اهله کسانو غلبه، د مادي ګټې لپاره، چې رسنۍ یې وړتیا لري چې د ترلاسه کولو لپاره یې زمینه برابره کړي؛ په هرصورت، د غږیزو رسنیو مدیریت کې یو مهم معیار صداقت دی. البته، هدف یوازې د وضعیت ښه کول او ټولنه د کمال او الهي ارادې په لور حرکت کول دي. له دې نظره، ښه مدیران هیڅکله په سیاسي او اقتصادي نظام کې برخه نه غواړي، او همدا راز دی چې د ټولو الهي پیغمبرانو له خولې دا آیت تکرار شوی دی: «وَ ما أَسْئَلُکُمْ عَلَیْهِ مِنْ أَجْرٍ إِنْ أَجْرِیَ إِلاّ عَلى‏ رَبّ‏ِ الْعالَمینَ» (شعراء: ۱۰۹)، «لا أَسْئَلُکُمْ عَلَیْهِ أَجْرًا إِنْ هُوَ إِلاّ ذِکْرى‏ لِلْعالَمینَ» (انعام: ۹۰.). په همدې دليل ښه مدیر د خپل حاصلو حرص هم نه لري او دا د هغه څه برعکس ده چې نن ورځ په مطبوعاتو کې لیدل کیږي، چې یو شمېر کسان راولاړیږي او د حکومتونو څخه خپل حق غواړي، کوم چې دوی یې خپل د کوښښونو حاصل بولي.
په دغه باندي د قران کریم ځانګړتیاوو ته د پای ټکی ایږدو،په دغو لیکونو کې هڅه شوې وه چې د رسنيو د فعاليتونو د پيل او پياوړتيا او د هغې د ابعادو د بيانولو لپاره د يوې سالمې او معتدلې قرآني تګلارې یادونه وشي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version