د رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغې اغېزې (اته دیرشمه برخه)
د قرآن له نظره د رسنیو ځانګړتیاوې او اصول
قرآن کريم د يوې لويې الهي رسنۍ په توګه ډېر داسې ځانګړتياوې لري، که د هغې له رڼا څخه کومه بله رسنۍ اخسیتنه وکړي، کاميابه او د اعتبار وړ ګرځي. د دې ځانګړنو څخه ځینې یې په مخکینۍ لیکنه کې ذکر شوي او په دې لیکنه کې به دوام ومومي.
-
د دیني او ملي ارزښتونو څخه دفاع؛ دیني رسنۍ د ارزښتونو د علمي او تبلیغاتي دفاع لپاره تر ټولو ښه وسیله ده. دیني رسنیو د دې غوښتنه کوي چې د دین دفاع خپل اصل وګرځوي او له خدای پرته له بل هیچا ونه ویریږي. دا خبره د بې غورۍ په معنا نه ده، بلکې په هر حالت کې د دیني رسنیو د دفاعي هویت د ساتلو معنا لري: «الّذینَ یُبَلِّغُونَ رِسالاتِ اللّهِ وَ یَخْشَوْنَهُ وَ لا یَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلاّ اللّهَ» «هغه کسان چې الهي پیامونه رسوي، او د الله څخه ویریږي، او پرته له الله له بله هیچا څخه نه ویریږي.» (احزاب: 39.) د دین د پریښودلو اصل او پیل باید له “غیر خدای څخه وېره” او “غیر الهي ملاحظات” وبولو، چې د رسنیو خاوندان دې ته هڅوي چې غیر الهي لارې غوره کړي ترڅو خپل ګټې له لاسه ورنه کړي.
له همدې امله، د دین په وړاندې د شبهاتو او بریدونو په صورت کې، وروستی کار چې دوی یې کوي “چوپتیا” ده، حال دا چې دغه کار د الهي غضب لامل کیږي. د دين څخه د رسنيو دفاع، د مفسدينو د كار د لارو چارو د افشا كولو لامل ګرځي: «وَ لِتَسْتَبینَ سَبیلُ الْمُجْرِمینَ» (انعام: ۵۵.) په داسې حال كې چې چوپتيا د ګمراهۍ لارې پټوي او ټولنه د بې لارې كولو خواته بیایي. له ارزښتونو څخه دفاع د رسنیو مرکزي دنده ده، چې پر بنسټ یې مؤمنان یو بل ارزښتونو ته هڅوي، او د ارزښتونو ضد کړنو څخه منع کوي. نن ورځ مطبوعات او رسنۍ د دې ایماني اړیکو د پلي کولو لپاره خورا مهمه وسیله ده: «وَ الْمُؤْمِنُونَ وَ الْمُؤْمِناتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِیاءُ بَعْضٍ یَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَ یَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْکَر» (توبه: ۷۱.) باطل جبهه هم د باطل محتوا په لړ کې له یو بل سره همغږي او ملاتړ دي: «الْمُنافِقُونَ وَ الْمُنافِقاتُ بَعْضُهُمْ مِنْ بَعْضٍ یَأْمُرُونَ بِالْمُنْکَرِ وَ یَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ» (توبه: ۶۷.) او رسنۍ د ارزښتونو د دفاع په لاره کې تر الهي نظارت لاندې دي، او باید هیڅکله دغه له پامه ونه غورځوي. دا یقیني ده چې هر حق یو وظیفه لري. او دا چې د ارزښتونو سلسله یوازې په ځانګړو عباداتو پورې محدوده نه ده، بلکې ټول ټولنیز، کلتوري، سیاسي او اقتصادي اړخونه پکې شامل دي او “دین پاله رسنۍ” د دې ټولو ابعادو پر بنسټ د څارنې او دفاع حق لري. نو په دې توګه، حتی هغه تخصصې رسنۍ چې په سپورت، اقتصاد، سیاست او نورو برخو کې فعالیت کوي، نشي کولی ځان له دې وظیفې څخه خلاص وګڼي او په خپلو تخصصي برخو کې په سیکولار ډول د اسلامي ارزښتونو سره چلند وکړي، بلکې هر څوک په خپل ساحه کې د «دَعاکُمْ لِما یُحْییکُمْ» (انفال: ۲۴.) مسئول دی. دغه میدان ته باید د رسنیو د مجاهدینو د میدان په سترګه وکتل شي: «یُجاهِدُونَ فی سَبیلِ اللّهِ وَ لا یَخافُونَ لَوْمَةَ لائِمٍ»؛ «دوی د خدای په لاره کې جهاد کوي او د هیڅ ملامت کوونکي له ملامتۍ څخه نه ویریږي.» ( مائده : 54. )
د دین د دفاع په لاره کې دیني رسنۍ د تورونو او رسنیزو ګډوډیو له امله میدان نه خالي کوي او خپلې غوښتنې په ټینګه، ثابته، هوښیارانه او مسلکي ډول وړاندې کوي. د قرآن څو آيتونه ښيي چې د خداى پېغمبرانو د مخالفانو له ګوزارونو او د هغوى د طعنونو او توهينونو د سېلاب په وړاندې مقاومت کړی او له وېرې پرته يې د حق لارې ته دوام ورکړی دی. لکه کله چې کافرانو نوح علیه السلام ته وویل: «إِنّا لَنَراکَ فی ضَلالٍ مُبینٍ» (اعراف:۶۰.) هغه ورته په ځواب کې وویل: «یا قَوْمِ لَیْسَ بی ضَلالَةٌ وَ لکِنّی رَسُولٌ مِنْ رَبّ الْعالَمینَ» (اعراف ۶۱.) دوی پیغمبر ته ویل: «إِنّا لَنَراکَ فی سَفاهَةٍ وَ إِنّا لَنَظُنّکَ مِنَ الْکاذِبینَ» (اعراف: ۶۶.). همدارنګه رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې امر وكړ چې: «فَاصْبِرْ کَما صَبَرَ أُولُوا الْعَزْمِ مِنَ الرّسُلِ» (احقاف: ۳۵.) او «فَادْعُ وَ اسْتَقِمْ کَما أُمِرْتَ» (شورا: ۱۵.)
ښکاره ده چې مخالفې رسنۍ به د خپلو ګټو لپاره چوپه خوله پاتې نه شي او په خپل ټول توان به هڅه وکړي چې ژمني رسنۍ مخه ونیسي. همدا لامل دی چې قران کریم په مکرر ډول پیغمبرانو د جلاوطنۍ، اخراج او داسې نورو ګواښونو په اړه خبرې کوي.
«وَ ما کانَ جَوابَ قَوْمِهِ إِلاّ أَنْ قالُوا أَخْرِجُوهُمْ مِنْ قَرْیَتِکُمْ» (اعراف: ۸۲.)،
«لَنُخْرِجَنّکَ یا شُعَیْبُ وَ الّذینَ آمَنُوا مَعَکَ مِنْ قَرْیَتِنا» (اعراف: ۸۸.)،
«وَ قالُوا یا أَیّهَا الّذی نُزِّلَ عَلَیْهِ الذِّکْرُ إِنّکَ لَمَجْنُونٌ» (حجر: ۶.)
له همدې امله دیني رسنۍ د میدان په ساتلو سره خپل اصولي دریځونه په مختلفو بڼو تکراروي او تر هغه وخته پورې نه دریږي تر څو چې عملي نه شي: «وَ لَقَدْ وَصّلْنا لَهُمُ الْقَوْلَ لَعَلّهُمْ یَتَذَکّرُونَ» (قصص: ۵۱.) دلته په قران کریم کې د ځینو تکرارونو یو راز څرګند کوو. د بېلګې په توګه په قرآن کریم کې له خدایه غفلت سل ځله په مختلفو عنوانونو سره تکرار شوی دی.
د مخالفینو یوه لاره، چې نن سبا عمومي ده، د دیني رسنیو او پیغمبرانو تحریم(بایکوټ) کول دي: «وَ قالَ الّذینَ کَفَرُوا لا تَسْمَعُوا لِهذَا الْقُرْآنِ وَ الْغَوْا فیهِ لَعَلّکُمْ تَغْلِبُونَ؛ «او كافرانو وويل: دې قرآن ته غوږ مه نيسئ او په دې كې باطل ګډ کړئ. ښایي په هغه غالب شي.» (نبوت: ۲۶)
-
الله ته بلنه؛ د یوې اسلامي رسنۍ یوه مهمه ځانګړنه د حق او توحید ته بلنه او د یوه خدای عبادت دی.
۸. خیر او نیکۍ ته بلنه؛ د خیر او ښېګڼې بلنه د یوې اسلامي رسنۍ بله ځانګړنه ده چې الله تعالی د حج په ۴۱ آیت کې ورته اشاره کړې ده.
۹. د اخلاقي فضیلتونو خپرول؛ دا یوه بله ځانګړتیا ده چې یوه اسلامي رسنۍ باید ورته پام وکړي. د سوره عصر او د قرآن کریم ډیرو آیتونو دې موضوع ته توجه کړې ده.
-
نېکه وینا او خیرخواهي؛ په اصل کې، انسان تل غوره شي ته جذب کیږي. یوه رسنۍ هغه وخت اسلامي کیدی شي چې د اسلامي رسنیو ځانګړتیاوې ولري، لکه نېکه وینا. خداى فرمايي: «وهدوا الی الطیب من القول و هدوا الی صراط الحمید» (حج: ۲۴.) په قرآن کريم کې د خبرو لپاره ځانګړتياوې بيان شوې دي، چې په هغو کې صداقت او رښتينوالی (منافقون: 1)، ثابت قدمي (نساء: 9)، فصاحت (نساء: 63)، ښه وینا (بقره: 253)، (احزاب: 32) اسان ویل (اسراء: 28)، نرمه وينا (طه: 44)، متین وينا (مزمل: 5)، غوره وينا (فصلت: 33) او نور شامل دي؛ نو یوه اسلامي رسنۍ باید دا ځانګړتیاوې ولري.