لیکوال: زید
د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (پنځه پنځوسمه برخه)
د خالد رضی الله عنه لخوا د لښکر ښه ترتیب او تنظیم
علامه ابو زید شلبي رحمه الله لیکي: له هغه وروسته چې خالد رضی الله عنه د اسلامي پوځ د لوی درستیز په توګه وټاکل شو، د مجاهدینو په منظمولو او د ټولو صفونو په سمون او تنظیمولو یې پیل وکړ او دوی یې په داسې ترتیب سره تنظیم کړل چې مخکې یې ساری نه په عربو کې او نه په عجمو کې لیدل شوی.
هغه د اسلام ټول لښکر په څلوېښتو ډلو ووېشل او د دې لامل يې وښوده چې ولې يې دغه لښکر په وړو ډلو وويشل. په خپله یوه وینا کې یې مجاهدینو ته وویل: ستاسو دښمنان د خپل لښکر او جنګیالیو په زیاتوالي سرکشه او مغروره شوي دي. په دې پوه شئ چې د جګړې هیڅ ترتیب د لویو ډلو په څو کټګوریو کې له ویشلو څخه د ویرې او اهمیت له پلوه ډیر اغیزناک او مهم نه دې. له همدې امله حضرت خالد رضی الله عنه لومړی ټول لښکر په څلورو لویو ډلو ووېشل؛ د پوځ مقدمه، د پوځ زړه، د پوځ ښی او کیڼ اړخ.
د لښکر مقدمه (پیل)
حضرت خالد رضي الله عنه په اوله مرحله کې د ټول لښکر لپاره مقدمه او مخکښان تیار کړل او د اسلامي لښکر یوه لویه ډله یې په کې شامله کړه او حضرت قباث بن اشیم رضی الله عنه یې د قوماندان په توګه وټاکه.
د اسلام د لښکر زړه
په دويمه مرحله کې خالد د لښکر زړه ته پاملرنه وکړه او په اتلسو ډلو يې وويشل. حضرت ابو عبيده بن الجراح رضي الله عنه یې د دوی قومندان وټاکه، چې په هغو کې حضرت عکرمه او حضرت قعقاع بن عمرو رضي الله عنهما هم په هغه کې شامل وو.
د لښکر ښی اړخ
د لښکر د زړه له تنظیمولو وروسته حضرت سیدنا خالد رضي الله عنه د لښکر تر ټولو مهمه ډله چې د لښکر ښی اړخ و، په لسو ډلو ووېشل او حضرت عمرو بن عاص رضی الله عنه یې د مشر په توګه وټاکه. حضرت شرحبیل بن حسنه رضی الله عنه هم په دوی کې و.
د لښکر کیڼ اړخ
بيا حضرت خالد رضي الله عنه کيڼ اړخه لښکر په لسو ډلو وويشل او حضرت يزيد ابن ابو سفيان رضی الله عنه يې د هغوى د قومندان په توګه وټاکه. همدارنګه یې د هرې کوچنۍ ډلې لپاره چې د دریو لویو ډلو تر قوماندې لاندې وې یو یو قوماندان وټاکه تر څو هر څوک د دوی پیروي وکړي او دوی د خپلو اړوندو قوماندانانو اطاعت وکړي او ټول قوماندانان به د حضرت خالد رضی الله عنه تابعداري کوي.
د عدالت او انصاف محکمه
حضرت خالد رضي الله عنه وروسته له دې چې اسلامي لښکر يې په ډلو او قوماندانانو سمبال کړ، د ټول اسلامي لښکر لپاره يې يوه محکمه هم جوړه کړه؛ ځکه چې د هغه وخت جګړو څو میاشتې دوام کاوه او ډېرې پېښې او قضیې پېښېدلې چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره یوه محکمه او د قاضي په توګه د یوه کس د ټاکلو اړتیا وه. نوموړي، حضرت ابو درداء رضي الله عنه په دغه لوړ مقام وټاکه.
د مجاهدینو په منځ کې قرائت او خبرې کول
کله چې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم د بدر په پریکنده جګړه کې له مشرکانو سره مخامخ شو، نو له خپلو اصحابو څخه یې ځینې د قاریانو او ځینې نور یې د خطیبانو او ویونکو په توګه غوره کړل، تر څو په نازکو شېبو کې د الله په لاره کې د جهاد او شهادت په اړه مبارک او په زړه پورې آیتونه تلاوت کړياو زړه راښکونکي ویناوې او په اخلاص سره د اسلام مجاهدین له دښمن سره د مقابلې لپاره وهڅوي.
حضرت خالد رضي الله عنه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د پیروۍ او اتباع له مخې حضرت مقداد رضي الله عنه یې د قاري په توګه وټاکه ترڅو د مجاهدينو لپاره د انفال مبارک سورت تلاوت کړي د مبارک تلاوت لپاره د قرائت په توګه غوره کړ او حضرت ابو سفيان رضي الله عنه يې د لښکر د واعظ او مبلغ به توګه غوره کړ؛ څرنګه چې نوموړي د لښکرو په منځ کې حرکت کاوه او په ډلو ټپلو به درېده او داسې تبلیغ به یې کاوه چې: الله سبحانه وتعالی مه هېروئ، الله تعالی مه هېروئ، پوه شئ چې تاسو د عربو له نسل او د اسلام مرستندویان یاست، دښمن د روم له نسل څخه او د شرک له مرستندویانو څخه دې. ربه! نن ورځ ستا د مهمو ورځو څخه یوه ده. ربه! په خپلو مومنو بندګانو باندې خپله فتح او بری نازل کړه!
د لښکر د ښه تنظیم لپاره د تدارکاتو دفتر جوړول
لکه څنګه چې په پورته مسلو کې لیدل کیږي؛ حضرت خالد رضي الله عنه په حقيقت کې د شام په خاوره کې دغه تازه راغلى لښکر څه ډول منظم او سمبال او څه ډول پوځي مانور یې رامنځته کړ !
خو له دې سره سره نوموړي په دې بسنه ونکړه او د ښه تنظیم لپاره یې د اکمالاتو تدارکاتو دفتر جوړ کړ او حضرت عبدالله ابن مسعود يې د کتابدار په توګه وټاکه چې د مجاهدينو لپاره خواړه، اوبه، ډوډۍ او نور برابر کړي.
د حضرت خالد بن ولید رضي الله عنه له دې کړنو څخه څرګندیږي چې د واک د تر لاسه کولو په وخت کې یې ډېر داسې کارونه وکړل چې د مسلمانانو روحیه یې غښتلې کړه او د هغوی مورال یې لوړ کړ او د اسلامي او مذهبی ځواک او روحیه یې بیداره کړه، د قربانۍ احساس او د مقابلې لپاره چمتووالی زیات کړ. څومره چې دا نېکې کړنې د مسلمانانو لپاره ګټورې وې، هغومره د دښمنانو لپاره وېروونکې وې او د هغوی هوډ او اراده يې کمه کړې وه.
ادامه لري…
[1]. د علامه ابو زید شلبي رحمه الله په کتاب (خالد ابن ولید) کې له مختلفو ځایونو څخه اخیستل شوی.