کېدای شي چې د دغه موضوع په لاره کې د تکليف سره مخامخ شی، خو د دې مسئلې اړوند آيت صبر ته توصیه کوي، او دا چې انسان امر بالمعروف او نهی عن المنکر کار ته دوام ورکړي. په حقیقت کې هغه څوک چې صبر کوي او د خپل دعوت په لاره کې صابر وي، د خپلي بلنې غوره پایله لیدلی شي. لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي: “«یَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ»؛ ژباړه: «ای زما زویه! لمونځ قائم کړه او نېک کار ته امر وکړه او له بدیو څخه نهی وکړه او د هغه (ستونزي) صبر کوه چې تاته رسیږي، بې شکه دا له سترو کارونو څخه دی.»
د امر بالمعروف او نهی عن المنکر پرېښودل د خدای د لعنت، غضب او عذاب یو لوی لامل دی. الله جل جلاله فرمايي: «لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِيإِسْرَائِيلَ عَلَى لِسَانِ دَاوُودَ وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ»؛ ژباړه: «د بني اسرائيلو کفارو د داؤد او عیسی ابن مریم په ژبه لعنت شول، ځکه هغوی نافرماني [او ګناه] وکړل او [له حده] تېر شول.»
شیخ ابن باز رحمه الله په دې اړه لیکي: « الله جل جلاله د امر بالمعروف او نهی عن المنکر یې د بني اسرائیلو تر ټولو لویه نافرماني او دښمني بللې ده او دا یوازې د هغه د لویو خطرونو له امله دی چې د هغه د پرېښودلو څخه پېښیږي.»
امام نووي رحمه الله هم لیکي: « کله چې خباثتونه زیات شي، صالح او ناصالحټول په عذاب شي او که د ظالمانو لاسونه ونه نیسي، نو وېره ده چې الله تعالی به ټولو ته یو شان سزا ورکړي. نو هغه کسان چې د الله سبحانه و تعالی له حکمونو سرغړونه کوي، باید د الله سبحانه وتعالی له عذاب څخه وېرېږي.»
امر بالمعروف او نهی عن المنکر يو ډول صدقه ده. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «يُصْبِحُ عَلَى كُلِّ سُلاَمَى مِنْ أَحَدِكُمْ صَدَقَةٌ فَكُلُّ تَسْبِيحَةٍ صَدَقَةٌ وَكُلُّ تَحْمِيدَةٍ صَدَقَةٌ وَكُلُّ تَهْلِيلَةٍ صَدَقَةٌ وَكُلُّ تَكْبِيرَةٍ صَدَقَةٌ وَأَمْرٌ بِالْمَعْرُوفِ صَدَقَةٌ وَنَهْىٌ عَنِ الْمُنْكَرِ صَدَقَةٌ وَيُجْزِئُ مِنْ ذَلِكَ رَكْعَتَانِ يَرْكَعُهُمَا مِنَ الضُّحَى.»
ژباړه: « ستاسو (د بدن) د هر یو غړي په بدل کې صدقه واجب ده. نو هر تسبيح(سبحان الله) صدقه ده او هر تحميد (الحمدلله) صدقه ده او هر تهلیل (لا اله الا الله) صدقه ده او هر تکبير(الله اکبر) صدقه ده او امر بالمعروف او نهی عن المنکر صدقه ده. او د دې ټولو پر ځای د چاشت دوه رکعته کافي دي.»
امر بالمعروف او نهی عن المنکر د دعا د نه قبلېدو له لاملونو څخه دی؛ حذیفه رضي الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِه لَتَأْمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ ولَتَنْهَوُنَّ عَنِ الْمُنْكَرِ، أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللهُ أنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا مِنْ عِنْدِهِ، ثُمَّ لَتَدْعُنَّهُ فَلا يَسْتَجِيبُ لَكُمْ.»
ژباړه: « قسم په هغه رب چې زما روح د هغه په لاس کې ده، یا به تاسو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وکړئ، یا الله جل جلاله به له خپل طرفه پر تاسو ډېر سخت عذاب نازل کړي او بیا چې تاسو هر څه دعاګانې کوی، هغه به نه منل کیږي.»
هيله ده چې د دغو دلايلو په يادولو سره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اهميت پوه شوي اوسئ، او په پورتنيو آيتونو او د پېغمبر صلى الله عليه وسلم احاديثو مو ښه درک کړي وي؛ ځکه دا مسله ځانګړی ارزښت لري. الله جل جلاله دې مسئلې ته په مختلفو آيتونو کې په ډېر شدت او اهميت سره اشاره کړې ده او انسانان يې ترې خبر کړي دي. د اسلام پېغمبر صلی الله علیه وسلم هم دا مسئله په پوره واضح ډول بیان کړې او خپل دریځ یې خپلو اصحابو ته بیان کړ. له همدې امله د مسلمانانو لپاره د دې فرض د پرېښودلو او يا له پامه غورځولو هېڅ ځاى نه دى پاته، هر چا ته لازمه ده چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په لور حرکت وکړي او خپل ديني مسئوليت تر خپل وس او توان پورې ادا کړي.