هغه کسان چې د انقلابي او اصلاحي خوځښتونو له تاريخ څخه خبر دي ښه پوهيږي چې ډېر انقلابي او اصلاحي خوځښتونه د اصلاح لپاره او د فساد او ګډوډۍ سره د مبارزې پر بنسټ پيل شوي دي، خو په پای کې په حکومت جوړوني، سیاسي او پوځي واک د ترلاسه کولو، د انقلاب د رهبر کورنۍ ته د ریاست اختصاص باندي ختمیږي، او ترخې تجربې ترلاسه کوي. له همدې امله هوښيار او باحکمته خلک د ديني دعوتونو او حرکتونو په وړاندې حساس شوي او تل د هغو له پايلو څخه وېره لري.
دا حساسیت د روم د امپراطور (هراکلیوس) او اوسفیان ترمنځ خبرو اترو کې په ښکاره ډول څرګند شوي. ابوسفیان ته د هغه د پوښتنو څخه یوه دا وه چې: آیا د هغه کوم پلرونه پاچا وو؟ کله چې ابو سفیان منفي ځواب ورکړ، هرقل (هراکلیوس) وویل: که د هغه له نیکونو څخه یو څوک پاچا وای، ما به ویلي وای چې هغه د خپلې ورکې شوې پادشاهۍ د بیرته راګرځولو او د خپل پلرني میراث د لاسته راوړلو لپاره کار کوي. کله چې هراکلیوس د تاریخي بنسټونو پر اساس د یو چا په اړه داسې انګیرنې او قضاوت کوي چې هغه خلک د خدای ایمان ته رابولي، نو ستاسو په اند که د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بلنې پایله یو میراثي حکومت وای، او د پیغمبر ځای ناستی په لومړي ځل کې د هغه د کورنۍ غړو ته ورکړل شوی وای، ایا نړۍ به دا استنباط نه کولای چې د پیغمبر بلنه او د اصلاح هڅې ټول(معاذ الله) د هغه د کورنۍ په خدمت کې دي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولې هڅې د هغه د کورنۍ د پیاوړتیا او د روښانه راتلونکي او اختصاصي زعامت د برابرولو لپاره وه؟
د خدای تعالی د تقدیر داسې وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم نه څوک د خپل ځای ناستي په توګه وټاکی او نه یې له اهل بیتو او د هاشمي کورنۍ څخه څوک سمدلاسه د هغه ځای ناستی انتخاب کړ، او د هغه لومړی جانشین حضرت ابوبکر رضي الله عنه د بني تمیم له قبيلې څخه و، او بیا حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه د بني ساعدې څخه و، او بيا حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه د بني امیه خلافت ته ورسېد. او کله چې حضرت علي رضي الله عنه ته خلافت ورسېد، په مسلمانانو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اصحابو کې له هغه څخه بل څوک د خلافت لپاره غوره نه و، نو د اعتراض او شک لپاره هیڅ شک او شبهه پاته نه شوه؛ ځکه دا طبقاتي او د نژادي تعصب خبره نه وه، بلکې د وړتيا، استعداد او لیاقت خبره وه. نو د حضرت علي رضي الله عنه د خلافت د ځنډولو راز هغه حکمت و چې خداى تعالی په نظر کې درلود. د خدای کار تل د دقیق پلان پراساس دی او باید پلي شي. استاد عقاد وايي: «د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات پر مهال علي (رض) دېرش کلن و او دا عمر (سن) د هغه قوم لپاره چې لویواله او پوخواله ته ډېر احترام لري، غټ مانع و.
له حضرت ابوبکر رضي الله عنه سره د حضرت علي رضي الله بيعت
د حضرت ابوبکر رضي الله عنه سره د ده بیعت په اړه مختلف روایتونه شته. حافظ ابوبکر بیهقي له ابو سعید خدري رضي الله عنه څخه روایت کوي چې حضرت ابوبکر رضي الله عنه منبر ته پورته شو او هلته موجودو خلکو ته یې وکتل نو علي رضي الله عنه یې ونه موند، هغه یې وغوښت او ویې ویل: ای د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تره زو او زومه! ایا غواړې د مسلمانانو یووالی وساتله شي؟ حضرت علي رضي الله عنه ځواب ورکړ: اې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه، زه هیڅ شکایت نه لرم، او بیا یې بیعت وکړ.
ابن کثير رحمه الله وايي: له دغه روایت څخه معلومیږي چې حضرت علي رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات په لومړۍ او دويمه ورځ باندي بيعت کړی، او صحیح هم دغه دی؛ ځکه چې حضرت علي رضي الله عنه همېشه له حضرت ابوبکر رضي الله عنه سره و، او په ټولو لمونځونو کې یې حضور درلود.
مشهوره خبره ده چې حضرت علي رضي الله عنه د حضرت فاطمې رضي الله عنها د درناوي په خاطر د څو مودې لپاره بيعت ونه کړ، کله چې د حضرت فاطمې رضي الله عنها شپږ میاسته وروسته له رسول الله صلی الله علیه و سلم وفات شوه، نو حضرت علي رضي الله عنه د خلکو مخکي له ابوبکر رضي الله عنه سره یې بیعت وکړ. ابن کثير رحمه الله او يو شمېر نور علماء په دې اند دي چې دا دويم بيعت د لومړي بیعت د تأييد او تجديد لپاره وو، په صحیحین او نورو کتابونو کې په دې اړه روايتونه شته.
له حضرت ابوبکر رضي الله عنه سره صادقانه همکاري
حضرت علي رضي الله عنه لکه څنګه چې تمه کېده او د هغه عزت، نسب او اخلاص اقتضا کوله، د حضرت ابوبکر رضي الله عنه د خلافت په وخت کې همیشه د هغه مخلص دوست او مهربان سلاکار و، او د اسلام او مسلمانانو د مصلحت په خاطر یې له هیڅ ډول قربانۍ او زړورتیا څخه یې ډډه نه کوله. له ابوبکر رضي الله عنه سره د علي رضي الله عنه د اخلاص او له اسلام، خلافت او مسلمانانو سره د هغه د خواخوږۍ او ملاتړ یو له څرګندو دلیلونو څخه د خوارجو په وړاندې د ابوبکر رضي الله عنه جهاد وو، چې حضرت ابوبکر رضي الله عنه د حضرت علي رضي الله عنه په مشورت سره مدینې کې پاته شو، دا پېښه زکریا الساجي او زهري له حضرت عایشې څخه روایت کړې ده.
ابن کثير رحمه الله وايي: دارقطني له سعيد بن مسيب له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روايت کړى دى چې کله ابوبکر رضي الله عنه په خپل مرکب روان شو، چې «ذي القصې» خوا لاړ شي، نو حضرت علي رضي الله عنه يې د مرکب واګه(زمام) ونیوه او ويې ويل: اې د رسول الله صلی الله عليه وسلم خليفه، چيرته ځی؟ زه تاسو ته همغه خبره کوم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د احد په ورځ وفرمایل: «خپله توره مه راباسه او موږ خپل د جدايۍ په غم مه اخته کوه. ځکه په خدای قسم که تاته کوم زیان ورسیږی د اسلام نظم به له منځه ولاړ شی.» حضرت ابوبکر رضي الله عنه د حضرت علي رضي الله عنه د مشورې او ممانعت له امله مدینې ته راستون شو. دا پېښه هم زکریا الساجي او زهري له عائشې رضي الله عنها څخه روایت کړې ده.
که حضرت علي رضي الله عنه له حضرت ابوبکر رضي الله عنه څخه خوښ نه وای، او په ناخوښۍ سره یې بیعت کړی وای (یا یې تقیه کړې وای) نو له دې ښه فرصت څخه به یې ګټه پورته کړې وای، او د جګړې ډګر ته به د حضرت ابوبکر مانع شوی نه وای، او په دې ډول به ابوبکر رضي الله عنه خپل ژوند له لاسه ورکړی وای او میدان به ده ته خالي پاتې شوی وای. رښتیا هم چې خدای ښه فرمایلي دي: «محمدرسول الله والذین معه اشداء علی الکفار رحماء بینهم» (فتح / 29)