لیکوال: البتّار


 د نهروان جګړه، د حق ډلې او بدو بهرنیو خلکو ترمنځ جګړه (پنځمه برخه)

 د جګړې لامل او انګیزه
 کله به چې د عبدالله بن عباس رضي الله عنهما او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اهل بیتو په شان معتبر او پوه خلک یو په بل پسې د خوارجو خوا ته تلل او د رحم او شفقت له مخې به یې بحثونه او د هغوی لپاره حجت اقامه کول، هغوی د روښانه او د پوهې وړ دلیلونو او حجتونو سره سره، د خپل کلک او افراطي طبیعت او په تقوا کې د افراط له امله،  نه قانع کیدل او د ذوالخویصره په څیر خلکو د دې مشرانو او حتی د دوی نیکه حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم حیثیت ته سپکاوی او بې ادبي کوله.
 دا ټول، د خپل وحشي فطرت سربیره د مسلمانانو د وینو تویولو او تکفیر لامل شول؛ هغه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابي د زوی وینه او د هغه د معصومې مېرمنې او ماشومانو وژنه وه! همدارنګه سبب شو چې دوی د مسلمانانو له جماعت څخه ووځي او د ځان لپاره جلا امام وټاکي.
 ظلم، د عهد په ټينګولو کې پاتې راتلل او د امام نه سترګې پټول، د دې خلکو په فطرت کې بنسټيز شوي و، لکه څنګه چې د جليل القدر صحابي سعد بن ابي وقاص له قوله راغلي دي: «هغوى له حقه منحرف خلک دي، نو خدای تعالی د دوی زړونه نور هم لرې کړل.
 حضرت مصعب رضی الله عنه وايي چې ما له خپل پلار څخه د دې آیت په اړه پوښتنه وکړه؛ «قل هل ننبئکم بالاخسرین اعمالا» [کهف: ۱۰۳]؛ ورته ووایه: ایا موږ تاسو د عمل له اړخه له تر ټولو زیانمنو [خلکو] خبر کړو؟ ایا هغوی حرویه دي؟  هغه وویل:  نه، دوی اهل کتاب، یهود او نصاری دي، خو یهودانو پر محمد صلی الله علیه وسلم درواغ وویل او نصاری په جنت باندې کافران شول او ویې ویل: په هغه کې خوراک او څښاک نشته. خو حرویه : «الذین ینقضون عهدالله من بعد میثاقه و یقطعون ما امرالله به ان یوصل او یفسدون فی الارض اولئک هم الخاسرون» [بقره: ۲۷] ؛هغه څوک چې هغه تړون ماتوي چې دمخه یې له خدای سره کړې وي[د فطرت، عقل او پیغمبرانو له لارې] او هغه څه چې خدای د نه ماتولو امر کړی دی[ لکه صله رحم، مهربانۍ، مؤدت، د انساني حقونو درناوی او نور] هغه پرې کوي و په ځمکه کې فساد او ورانی کوي، بې له شکه دوی تاوانیان دي.
د نهروان د جګړې لامل:
 هغه شرطونه چې حضرت علي رضي الله عنه خوارجو ته ټاکلي وو، دا وو چې وينې تويې نه کړي، هیڅوک و نه ویروي او نه د چا لاره بنده کړي.  کله چې دوی دغه سرغړونې وکړې، نو د دوی پر ضد یې د جګړې اعلان وکړ، او د دې په پام کې نیولو سره چې خوارجو خپل مخالفین تکفیر کول او د هغوی وینه او مال یې مباح ګڼل، په اسلام کې یې حرامې وینې تویې کړې؛ چې د هغوی د حرامو او ناوړه اعمالو په اړه ډېر احاديث راغلي دي. له دې معتبرو رواياتو څخه دا هم دي:  يو عيني شاهد چې پخپله له خوارجيانو څخه وو او بيا يې پرېښودل، روايت کوي او وايي:  زه د نهروان د یارانو سره وم، نو د هغوی کارونه مې ناخوښه وليدل، خو دا کار مې د وېرې له امله پټ کړ چې دوی به ما ووژني؛ په داسې حال کې چې زه د دوی له یوې ډلې سره وم، یوه کلي ته ورسېدو، زموږ او د کلي تر منځ یو سیند و، چې ناڅاپه له کلي څخه یو سړی په وېره کې راووت؛ هغه ته وویل شول چې ایا موږ ویرولی یې؟
 هغه وویل: هو.
 هغوی وویل: نه، ستا لپاره هیڅ ویره نشته.
 ومې ويل: په خداى قسم دوى يې پېژني او زه يې نه پېژنم.
 هغوی وویل: ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابي د خباب زوی یې؟
 هغه وویل: هو.
 هغوی ورته وویل: آیا ته د خپل پلار څخه کوم حدیث لری چې مونږ ته یې ووایې؟
 هغه وویل: ما له هغه څخه اوریدلي دي چې ویل یې: هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د فتنې په اړه اوریدلي دي، کله چې هغه وویل: څوک چې په کې ناست وي له ولاړېدو څخه غوره دی او په هغه کې ولاړ کېدل له تګ څخه غوره دي او په هغه کې ګرځېدل تر هڅو او منډې غوره دي، که ته په هغه وخت کې د جګړې په حال کې وې، نو د خدای د مقتولو بندګانو څخه اوسه.
 دوی هغه او د هغه ښځه ونیول. له دوی څخه یو یې د کجورې له یوې غورځیدلې میوې څخه پورته کړ او په خوله کې یې واچاوه، یو یې وویل: دا د  ذمي کافر میوه ده، څنګه یې حلال کوې؟  هغه یې له خولې څخه وغورځوله.
بیا دوی یو خنزیر ته ورسیدل، یوه په خپله توره په نرمۍ سره هغه وواهه او بل ورته وویل: دا د ذمي کافر خنزیر په څه شي حلال کوې؟
 عبدالله بن خباب رضي الله عنه ورته وویل: ایا تاسو غواړې چې زه تاسو ته هغه څه وښیم چې له دې نه زیات حرام دي؟
 هغوی وویل: هو.
 هغه وویل: زه یم.
 هغوی هغه د سیند غاړې ته راوست او په توره یې غاړه پرې کړه.  راوي وايي: ما وليدل چې وينه يې په اوبو روانه وه او داسې وه لکه په اوبو کې د بوټانو د مزو په څېر چې اوبو هغه لری کړې او له سترګو پټې شوې.
 بيا يې هغه ښځه راوغوښتله چې حامله وه او د هغې ګېډه يې څیرې کړه او هغه څه يې راوويستل چې په کې وو.  راوي وايي:  له هیڅ قوم او ډلې سره ملګرتیا د دوی په نسبت ماته د کرکې وړ او بدتره نه و. تر دې چې په پای کې زه له دوی څخه په یو جلا ځای کې وتښتیدم.
 د دوی دغه وحشیانه عمل د خلکو په منځ کې ګډوډي رامنځته کړه او د دوی د وېرې او وحشت کچه ​​یې هغه وخت څرګنده کړه چې د هغې ښځې ګېډه یې پرې کړه او د عبدالله سر یې د پسونو د سر په څېر پرې کړ.  دوی په دې شیانو کې ځانونه محدود نه کړل. دوی د خلکو د وژلو گواښونه کول، تر دې حده چې  دوی ځینو پخپله د دوی دا کار نامناسب بللی و:  «ویلکم ما علی هذا فارقنا علیا»؛ افسوس پر تاسو، موږ د دې شیانو لپاره له علي څخه جلا نه شوو.
 د خوارجو د ناوړه کړنو سره سره، حضرت علي له هغوی سره جګړې ته نه و تللی، بلکې هغوی ته يې يو استاذی ولېږه، چې د حد د نافذولو لپاره يې قاتلان هغه ته وسپاري؛ خو هغوی په عناد او غرور سره ځواب ورکړ:  “کلنا قتله”؛ (موږ ټول قاتلان یو).
 له همدې امله حضرت علي رضي الله عنه د ۳۸ هجري قمري کال د محرم په مياشت کې د هغو لښکرو سره چې د شام له خلکو سره يې د جنګ لپاره تيار کړي وو د هغوي په لور روان شو او د نهروان د سيند په لويديځه څنډه کې يې خېمې ودرولې او خوارج هم  په ختیځه څنډه کې د نهروان ښار ته مخامخ  شتون درلود.
 د حضرت علي لخوا د لښکر ترغیب او هڅول
 حضرت علي رضي الله عنه ته معلومه شوه چې دا ډله هماغه خلک دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی له دین څخه په وتلو توصیف کړي و. له همدې امله يې خلکو ته وويل: زه د مارقینو سره د جنګ لپاره ګمارل شوی وم. دا هماغه مرقین دي.
 لښکر د خوارجو په وړاندې خېمې اچولې وې او د نهروان سیند د دوی په منځ کې و.  حضرت علي خپلو لښکرو ته امر وکړ چط دوی دې جګړه لومړۍ پیل نکړي تر څو چې خوارج د سيند له لوېديځې غاړې نه تېر شي، علي حضرت براء بن عازب رضی الله عنه د هغوی لوري ور و استاوه واستاوه او له هغوی څخه يې د درې ورځو لپاره د وتلو غوښتنه وکړه، خو هغوی انکار وکړ.
د حضرت علي رضی الله عنه استازي یو په بل پسې د هغوی خوا ته تلل، تر دې چې دوی یې استازي ووژل او له سیند څخه تېر شول .کله چې خوارج کار دې ځای ته ورساوه او د سولې او وینو تویولو د بندیدو ټولې هیلې پرې شوې او په تکبر او غرور یې له راستنېدو انکار وکړ او په جنګ یې ټینګار وکړ، حضرت علي پوځ تنظیم کړ او د جګړې لپاره یې چمتو کړ.
 د دې ظالمو خلکو په وړاندې د نهروان د جګړې له لامله موږ ته معلومه شوه چې دا خلک په دیني مسایلو کې ډېر غور کوي او په مستحباتو پابنده دي؛  خو دوی له هغه اصلي شی څخه ځان نه لرې ساتي، چې باید ترې ډډه وشي، هغه چې د مسلمانانو د وینو حرمت دی او له دین څخه یې د هغو ناحقه تکفیر له لارې شړلي، چې دوی یې د خپل مشابهت او ناروغ زړونو پر بنسټ کوي او ځانونه یې په منځ کې اچوي. خو بیا هم حضرت علي رضی الله عنه له هغوی سره د تعامل لاره پیل کړه.  مګر دوی د پخوانیو وختونو څخه تر نن ورځې پورې په خپل تړون ولاړ ندي.
 او همدارنګه  د خپل بد فطرت له مخې چې د اختلافاتو په وخت کې مسلمانان ګمراه کوي او د مسلمانانو په تېره بیا د دې امت د نېکانو په خلاف توره راکاږي؛ ځکه چې دوی  «ختم الله علی قلوبهم »؛ [بقره: ۵] دي. که ورته وویل شي:  فساد مه کوئ . دوی ځانونه اصلاح کوونکي ګڼي؛«و اذا قیل لهم لا تفسدو فی الارض قالو انما نحن مصلحون»؛[بقره:۶] کله چې دوی ته وویل شي: په ځمکه کې فساد او بربادي مه کوئ، دوی وايي: موږ یوازې اصلاح کوونکي یو.
 او په متشابهاتو کې  د اجتهاد له امله د«کلاب اهل النار» درجې ته ورسېدل او د ځینو بدعتونو د پیدا کیدو سبب شول لکه:
 په مشخصو مسائلو کې د حکمیت د مسئلې تکفیر؛ ( البته بې له شکه په عموم کې د الله تعالی د نازل شوي حکم باندې پریکړې او قضاوت نه کول او د هغه څخه لېری والی، او سهل انګیرنه  ستر کفر دی چې خپل جلا جزیات لري).
 د مسلمانانو وژل؛
 د غیر جنګیالیو، ښځو او کوچنیانو وژنه؛
 د خپلې خوښې امام باندې راغونډېدل؛
 په دار الاسلام کې نورو مسلمانانو ته د اوسېدو اجازه نه ورکول او دار الاسلام ته دارالحرب ویل او…
 بیا هم د صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین خبرې اترې او مذاکرات چې په قرآن کریم کې یې مثالونه څو ځله ذکر شوي دي، ځواب ورنکړ او دغو ظالمانو جنګونه او فتنې پیل کړې.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version