د «حضارة الاسلام» مجلې د ۱۹۶۱ زیږدیز کال چاپ د دویم ټوک په ۱۶۵ ګڼه کې داسې راغلي دي: په “سویډن” کې سرشمیرنې ښیي چې په هرو اوو ودونو کې یو یې د طلاق لامل کیږي، او دا چې په ” ډنمارک ” کې تاسو هغه ځوانې میرمنې ګورئ چې لا تر اوسه دېرش کلنۍ ته نه دي رسیدلي؛ خو دوی دوه یا درې ځله طلاق شوي دي، هلته دا څه عجیبه خبره نه ده او که په دې هیوادونو کې څو ودونو ته اجازه ورکړل شوې وای، نو ښايي د ښځو د ژوند د دا ډول تباهۍ شاهدان به نه وو او نه به د طلاق کچه دومره لوړه شوې وای.
د شمالي کارولینا د عمومي جمعیت ګوند غړي ډاکټر «ریشل ډافیز» غوښتنه کړې وه چې یو قانون تصویب شي ترڅو ایالت ته اجازه ورکړي چې هغه نجونې شنډې کړي چې له دوه وو څخه ډیر ناقانونه او نامشروع ماشومان یې زیږولي وي.
او همدغې مجلې د دویم ټوک په ۴۸۹ مخ کې وايي: ټاکل شوې وه چې د برتانیې پولیسو سل زره فاحشې ښځې او انجونې ونیسې او بندیانې یې کړي ، څه موده وروسته یې بیا دغه قانون لغوه کړ او بالاخره پولیسو اعلان وکړ چې دا مهم کار په یوازې سر نه شي کولای او دا د دوی له واک څخه بهر دی؛ له همدې امله یې له نورو مېرمنو وغوښتل چې کله کوڅه ډبې ښځې وګوري، نو له هغوى څخه دې وغواړي چې خپلو کورونو ته ولاړې شي، که نه نو پوليس به يې ونيسي.
د «حضارة الاسلام » مجلې په دوهم ټوک، ۳۶۴ مخ کې راغلي دي: جوزبي (د کیسه کوونکې انجلې نوم) د خپل واده په لومړیو کې له خپل خاوند څخه د طلاق غوښتنه وکړه او د ژړا په حالت کې د قاضي مخې ته ودرېده او قاضي ته یې خپله کیسه داسې بیان کړه: تیره اونۍ زموږ د واده جشن و او پریکړه مو وکړه چې د شاتو شپې د سمندر پر غاړه تیرې کړو؛ خو په دوهمه ورځ مې چې یوه صحنه ولیده نو حیرانه شوم، ځکه چې ما د خپل میړه څنګ ته یوه سپینه او سور رنګه ځوانه ښځه ولیده او په هغه نښتې وه او له هغه څخه نه جلا کیدله ، ما په حیرانتیا سره له خپل خاوند څخه وپوښتل: دا څوک دي؟ مېړه مې مخ راواړاوه او ویې ویل چې دا ګرانه مېرمن زما ځانګړې سکرتره ده، زه له هغې پرته یوه شېبه هم نه شم زغملای.
جوزبي ادامه ورکړه: دا زما لپاره باالکل ناشونې او ماته د منلو او زغم وړ نه ده چې زما د میړه په مخ کې بله ښځه په ښکلو او نیمه بربنډو جامو حاضره شي او له هغه سره خبرې وکړي.
دا زموږ د شاتو میاشت ده ؛ مګر زما میړه نیم وخت د هغې سره تیروي!
د وروستۍ پرېکړې لپاره قاضي له مېړه څخه وغوښتل چې د خپلې مېرمنې او سکرتر تر منځ انتخاب وکړي، مېړه په ډېر اعتماد سره د سکرتر لاس لاندې کړ او دواړه په ګډه له محکمې ووتل.
په لویدیځ کې، نارینه د خپل هیواد قانون تعقیبوي چې ظاهرا یې د څو وادونو کول منع کړي دي او ځان د یوې میرمنې سره واده کولو ته محدودوي؛ خو حقیقت داسې نه دی او دا قانون نه پلی کیږي او نه څوک له دې ادعا څخه انکار کولای شي، ځکه په اصولو کې لږ خلک شته چې د توحید (یوې میرمنې) قانون ومني او اکثریت نارینه په بیلابیلو لارو له دې قانون څخه سرغړونه کوي او هغه تر پښو لاندې کوي.
ایا دا ریښتیا ده چې عیسوي دین د مونو ګامي (د یوې میرمن لرل) د بنسټیز کولو او د څو میرمنو د واده کولو په وړاندې د خپل سخت دریځ سره مطلوبې پایلې ترلاسه کړي؟ نه؛ دا هیڅکله داسې نه ده.