فیروز دیلمي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ملاقات څخه د حدیث تر مسند او وفات پورې
مخکې هم خبرې شوې وې چې حضرت سيدنا فيروز ديلمي رضي الله عنه په څه جرئت او عظمت سره وکولای شول چې د فساد او فتنې خاوند (اسود عنسي کذاب) مردار او سر يې له بدن څخه لرې کړي. هغه دا خبر د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راوړ او دغه قیمتي خبر یې ورته وړاندې کړ او رسول الله صلی الله علیه و سلم ته یې نور هم عزت او شرافت ډېر شو. په ځینو روایتونو کې راغلي دي چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته دغه نېکمرغه پیغام د رسول الله صلی الله علیه و سلم د حیات په وروستیو ورځو کې راغی او د دې پیغام په اورېدو سره یې فاني نړۍ ته الوداع وویل. خو په ځینو نورو روایتونو کې راغلي چې هغه هم پخپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته ورغی او اسود عنسي سر یې هم له ځانه سره یووړ. په هرصورت، په دې برخه کې د حضرت فیروز د حدیث د درس او د هغه د وفات په اړه بحث شوی دی.
فیروز دیلمي رضي الله عنه او د حدیثو مسند
لکه څنګه چې د علم حدیث په اړه په ابتدایي برخو کې بحث وشو، د علم حدیث په اسمان کې د دې شمعې بل پتنګ حضرت فیروز دیلمي رضي الله عنه دی. چې له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه د مهمو احاديثو په اورېدو او نورو ته يې په رسولو سره په دې وتوانېد چې د صحابه کرامو د راويانو په کتار کې ځاى پيدا کړي، او د احادیثو په کتابونه کې یې نوم د قیامت تر ورځې واخیستل شي، او نېکه دعا ورته وشي.
په هغه وخت کې خپلواکې مدرسې نه وې او هر چا په جوماتونو کې د حدیث زده کړه پیل کوله او نورو ته به یې انتقالوله. نو د حضرت سيدنا فيروز ديلمي رضي الله عنه په باره کې دا نه شي ويل کيدای چې هغه چېرته او کله درس ورکړی دی، يواځينی شی چې موږ لرو هغه دا دی چې هغه دا علم نورو ته ورساوه.
د حضرت سیدنا فیروز دیلمي رضي الله عنه ښوونکی د اسلام ګران پیغمبر صلی الله علیه و سلم دی او دا سلسله د حضرت جبرائیل امین په وسیله له خدای تعالی سره تړلې ده. خو د هغه د شاګردانو په باره کې باید ووایو: تر کومه ځایه چې د احادیثو په کتابونو کې راغلي، د هغه د څلورو شاګردانو نومونه راخیستل شوي او زه به یې ذکر کړم:
امام ابن عبدالبر اندلسي رحمه الله فرمايي: د هغه دوه زامن: «روى عنه ابناه: الضحاك، وعبدالله.»
ژباړه: له ده څخه د ده دوه زامنو ضحاک او عبدالله روایت کړی دی.
امام جزري رحمه الله په خپل کتاب “جامع الاصول في احادیث الرسول” کې یادونه کړې چې وايي: «روى عنه، ابناه الضحاك و عبداللّه و كثير بن مرة و عروة بن رُوَيْم. مات في خلافة عثمان بن عفان.»
« له ده څخه د ده دوه زامنو “ضحاک” او “عبدالله” او همدارنګه “ابن مرح” او “عروه ابن رویم” هم حدیث روایت کړی دی.