لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
تصوف او عرفان (اتمه برخه)
له دوهمې پېړۍ څخه تر لسمې هجري پېړۍ پورې د تصوف او عرفان طبقات
څلورمه پیړۍ
ابوبکر شبلي: هغه د جنید بغدادي شاګرد او مرید و، په حلاج یې هم لیدلی و، او له مشهورو عارفانو څخه دی. خواجه عبدالله انصاري رحمه الله وایي: لومړی کس چې په رمز یې خبرې وکړې د مصر ذوالنون و، کله جنید چې راغی، دغه علم یې تنظیم او پراخ کړل او په دې علم یې کتابونه ولیکل، کله چې د شبلي زمانه راغله، نو دا علم یې منبرو ته پورته کړ. شبلي د (۳۴۴-۳۳۴ هـ ق) په منځ کې د ۸۷ کلونو په عمر وفات شو.
ابو علي رودباري: هغه د جنید مرید و، له ابو العباس بن شریح څخه یې فقه او ادبیات یې له ثعلب څخه زده کړل. هغه ته د شریعت، طریقت او حقایقو جامع ویل کیږي او په ۳۲۲ هجري کې وفات شوی دی.
ابو نصر سراج طوسي: هغه د مشهور کتاب “اللمع” لیکوال دی چې د تصوف او عرفان یو له معتبرو او پخوانیو متنونو څخه ګڼل کیږي. په (۳۷۸هـ ق) کال کې وفات شو. د طریقت ډیری شیخان د هغه مستقیم یا غیر مستقیم شاګردان وو. ځينې خلک ادعا کوي چې د مشهد کوڅې په څنډه کې چې د «پير پالاندوز» په نامه يادېږي، د همدې ابو نصر سراج (ځل ساز) مقبره ده.
ابوالفضل سرخسي: د خراسان او د ابو نصر سراج مرید و او د ابو سعيد ابوالخير استاد و. په (۴۰۰ هجري) کال وفات شو.
ابو عبدالله رودباري: د ابو علي رودباري وراره او د شام او سوریې له عارفانو څخه ګڼل کېږي. په (۳۶۹ هجري) کال وفات شو.
ابو طالب مکي: د دې سړي شهرت د تصوف او عرفان په اړه د «قوت القلوب» په نامه د کتاب له امله دی. دا کتاب چاپ شوی او د تصوف او عرفان یو له اصلي او پخوانیو متنونو څخه ګڼل کیږي. په (۳۸۵ یا ۳۸۶ هجري) کال وفات شو.
پنځمه پیړۍ
شیخ ابوالحسن خرقاني: یو له مشهورو عارفانو څخه دی. عارفان هغه ته حیرانونکې کیسې منسوبوي او ادعا کوي چې ابوالحسن خرقاني د بایزید بسطامي قبر ته ورغی او د هغه له روح سره یې اړیکه نیوله او خپل ستونزې به یې حل کولې.
مولوي وايي:
بوالحسن بعد از وفـات بایزید از پس آن ســـالهـــا آمـــــد پدید
گاه و بیگه نیز رفتی بیفتور بر سر گورش نشستی با حضور
تا مثال شیـــــخ پیشش آمدی تا که میگفتی شکالش حل شدی
مولوي د ده نوم په مثنوي کې ډېر يادوي او داسي ښيي چې هغه ته یې زيات ارادت درلود. ویل کیږي چې هغه له مشهور فیلسوف ابو علي سینا او مشهور صوفي ابو سعید ابوالخیر سره لیدلي دي. په ۴۲۵ هجري کې وفات شو.
ابو سعید ابوالخیر نیشابوري: هغه یو له مشهورو او تکړه عارفانو څخه دی او ښکلي رباعیات لري. هغ وپوښتل شو: تصوف څه شی دی؟ هغه وویل: تصوف دا دی چې هغه څه چې په سر کې لرې کېږدي، او هغه چې په لاس کې لرې ورکړې، او هغه ستونزې چې په تا راځي له هغه څخه وغورځېږې.» هغه له ابو علي سینا سره هم لیدلي وه.
-
ابو علي دقاق نیشابوري: هغه د شریعت او طریقت جامع او د قرآن مبلغ او مفسر وو. د دعاګانو پر مهال به يې دومره ژړل، چې په (شيخ نوحه ګر) باندي ونومول شو او د ۴۰۵-۴۱۲ هـ ق تر منځ وفات شو.