لومړی دلیل: د رسول الله صلی الله علیه وسلم تقلید او پیروي کول، هغه څوک چې په داسې حال کې له دې نړۍ څخه رحلت وکړ چې نهه میرمنې یې درلودې ، او موږ پوهیږو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بې له شکه د هر مسلمان لپاره غوره نمونه او مقتدا دې؛ پرته له هغه شیانو څخه چې د هغه لپاره ځانګړي شوي او د امت او پیروانو لپاره جائز نه دي؛ نو په هر مسلمان نر او ښځه لازمه ده چې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د اطاعت او پیروۍ په خاطر په تعدد زوجات باندې ایمان ولري، ځکه د دې څخه انکار – العیاذ بالله – د کفر سبب ګرځي.
دوهم دليل: دا معلومه او څرګنده ده چې يو نارینه د بلوغ له عمر څخه تر 80 کلنۍ پورې د نسل تکثير کولای شي؛ مګر ښځه د 40 یا 45 کلنۍ څخه وروسته ماشوم نشي زېږولی؛ نو کله چې یو سړی د مثل تولید ته دوام ورکړي؛ هغه به د بستر نوي کولو ته اړتیا ولري او زړه یې غواړي یو ماشوم ولري، چې یوازې د «تعدد زوجات» سره ممکن دی؛ ځکه چې هغه ښځه نه شي طلاق کولی چې نیم ژوند یې ورسره تیر کړی وي او څو ماشومان ورڅخه ولري.
دريم دليل: الله جل جلاله يو شمېر نارينه وو ته ډېر جنسي قوت ورکړی دی او د جماع لپاره سخته لېوالتيا لري او له بلې خوا هم دا احساس کوي چې یوه ښځه نه شي کولای په بشپړه توګه د ده جنسي اړتياوې پوره کړي، په تېره بيا کله چې د دې ښځې مياشتنی عادت ډیر وخت دوام وکړي؛ په داسې حالت کې دا سړی په ناخوښۍ سره دوه شیانو ته متوجه کیږي، یا د خپل شهوت د پوره کولو لپاره د حلال ځای پیدا کول چې همغه د دویمې میرمنې غوره کول دي او یا د زنا ناوړه عمل ترسره کول دي چې پدې حالت کې د هغه دین، شتمنۍ او روغتیا ته زیان رسوي.
څلورم دلیل: کله کله داسې هم کېږي چې یو سړی څو کاله دې چې واده یې کړی وي؛ خو ځکه چې د هغه ښځه شنډه ده، دوی هیڅ اولاد نلري؛ په داسې حال کې چې میړه د ماشوم لپاره سخته هیله لري، نو هغه نشي کولی په دې ډول لاس تر زنې کښېني، مګر هغه به خامخا د حل لاره لټوي؛ نو دا سړی له دوو لارو سره مخ دی او یوازې دوه انتخابونه لري، یا دې دغې شنډې ښځې ته طلاق ورکړي او د ماشوم زېږولو لپاره دې له بلې ښځې سره واده وکړي، یا دې لومړۍ ښځې ته طلاق نه ورکوي او له بلې ښځې سره واده کوي او لومړۍ ښځه دې هم په خپل نکاح کې ولري او که دې ښځې ته طلاق ورکړي نو دا ښځه به ماته شي او په کورنۍ کې به طلاقه شوې ښځه وګڼل شي او ښايي هيڅوک به له هغې سره بيا واده ونه کړي، ځکه چې هغه طلاقه شوې او هم شنډه ده، په دې توګه د داسې یوې ښځې لپاره ژوند پای ته رسول شوی ګڼل کیږي.