د معاصر دور لوی تاریخ پوه او تاریخ لیکونکی محترم محمد الصلابي په خپل مشهور کتاب او تاریخي مستند “عثماني خلافت” کې لیکي: ” د الله تعالی په خپل مخلوق دا یو امتحان وي، چې چیرته هم یو رباني مشر او افتخاري فاتح تر هغه وخته پورې نه پیدا کوي، چې تر څو یې له رباني علماوو څخه ښوونه او روزنه نه وي تر لاسه کړي او د هغه د لارښوونې فریضه ادا نه کړي. دې لړۍ کې ډیرې بیلګې شته، لکه (مرابطین دولت) کې د یحیی بن ابراهیم په ښوونه او روزنه کې د عبد الله بن یاسین او په (ایوبي دولت) کې د سلطان صلاح الدین ایوبي په ښوونه او روزنه کې د قاضي فاضل ـ رحمهم الله ـ رول واضح دی”.
موږ په دې لیکنه کې یوازې د عثماني خلافت د یو نومیالي او بنسټګر رهبر او د قسطنطینیه د فوځي فاتح، سلطان محمد الفاتح د استاد، د هغه پیر او مربي، روحاني استاد، لارښود او روزونکي، لوی عالم او ستر صوفي شیخ شمس الدین محمد بن حمزه د رول په اړه محض څو کرښې د دوو تنو تاریخ لیکونکو له کتابونو را ژباړو، چې یو یې مخکینی عالم او تاریخ لیکونکی علامه شوکاني ـ رحمه الله ـ دی او بل د معاصر دور مشهور عالم او تاریخ لیکونکی محمد الصلابي ـ حفظه الله ـ دی، په دې هکله د اسلامي نړۍ مخکېنیو او اوسنیو علماوو او تاریخ لیکونکو ډیر څه لیکلي دي؛ خو موږ یوازې په همدا څو کرښو بسنه کوو او په لیکنه کې دا تلقینوو چې یو روزنکی باید څه ډول وي او د رباني علماوو د رول ضرورت څومره دی؟
علامه شوکاني ـ رحمه الله ـ په خپل کتاب (البدر الطالع) کې د خواجه شمس الدین په اړه لیکي: “دا لوی عالم چا چې د محمد الفاتح ایماني روزنه د ایمان او احسان پر بنسټ کړې وه، نه یوازې د پراخو دیني علومو څښتن او لوی صوفي و، بلکې په نباتاتو، طب او ساینس کې یې هم ډيره پوهه درلوده، هغه د دنیاوي علمونو له مخې په خپل وخت کې مشهور عالم و، د نباتاتو په علم کې یې د زېلو او بوټو څخه د بیلابیلو ناروغیو په تداوی کې تر داسې کماله رسیدلی و، چې په خلکو کې دا خبره مشهوره وه، چې نباتات له شمس الدین سره خبرې کوي”.
شوکاني ـ رحمه الله ـ وړاندې لیکي:” هغه د زړونو له ډاکټرۍ سره ـ سره د انساني بدنونو ډاکټر هم و، د هغه په اړه مشهوره وه، چې ونې او بوټي له هغه سره خبرې کوي او ورته وایي، چې زه د دې ناروغۍ درمل یم، بیا د قسطنطینیې د بریا په وخت کې د هغه برکت او غوره والی بلکل څرګند شو”.
محمد الصلابي د شیخ ـ رحمه الله ـ په اړه لیکي: “شیخ چې څومره توجه نفسي مرضونو ته کوله همدومره یې د بدني مرضونو تداوۍ ته هم کوله”.
الصلابي لیکي: “شیخ شمس الدین ـ رحمه الله ـ د ساري ناروغیو درملنې ته ځانګړې پاملرنه کړې وه، ساري ناروغۍ هغه وخت کې د زرګونو خلکو د مرګ لامل شوې وې، شیخ په هماغه وخت کې د ساري ناروغۍ په اړه په ترکي ژبه کې یو کتاب لیکلی، چې (مادة الحیاة) نومیږي، هغه په یوځای کې لیکي:” دا ناسم فکر دی، چې ناروغي مخامخ څرګندیږي، مګر حقیقت دا دی، چې ناروغي له یو کس نه بل ته په ساري ډول ورځي، کوم چینجي په مټ چې دا مرضونه خپریږي، ډېر کوچنی دی، دومره کوچنی چې په سترګو نه لیدل کیږي او بیا هم ژوندی وي.”
محمد الصلابي وړاندې لیکي:
“په دې توګه شیخ شمس الدین ـ رحمه الله ـ د میکروب (Microbe) پیژندنه هم وضع کړه، دا د پنځلسمې عیسوي پېړۍ خبره ده او دا لومړنی شخص دی، چې دا نظریه یې ورکړې ده، چې په دې وخت کې لا میکروسکوپ (Microscope) هم نه و، د شیخ شمس الدین ـ رحمه الله ـ له ظاهري ژوند څخه څلور سوه کالونه وروسته د فرانسوي ساینس پوه (لویس پاستور Louis pasteur) وزېږید، هغه په کمیا او بیالوژي کې څیړنه وکړه او هغې پایلې ته ورسید، کومې ته چې شیخ شمس الدین ـ رحمه الله ـ څلور پیړۍ وړاندې رسیدلی و”.