لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي


تصوف او عرفان (دریمه برخه)

د صوفي صفت
ذوالنون مصري رحمه الله وایي: «د صوفي صفت دا دی چې په ژبه او الفاظو سره رښتيا ووايي او په چوپتيا کې یې د بدن غړي حق وایي، په عمل او کلام کې حقاني اوسي.»
حضرت جنید رحمه الله ویلي: «تصوف هغه لوړ باطني کيفيت دى چې خاوند يې په ظاهر او باطن سره د حق په لاره کې راپورته شي او باطني خواهش هم له عمل سره مل وي.»
حضرت ابوالحسن نوري رحمه الله هم ویلي دي: «صوفی هغه دی چې ټول نفساني خواهشات پریږدي.»
ابو عمرو دمشقي رحمه الله په دې اړه وايي: «صوفي هغه دی چې د توحيد په ساتلو سره دوه جهانونه نيمګړي ګڼي.»
حضرمي رحمه الله وايي: «صوفي هغه دی چې خپل باطن د غير الله له کبر څخه پاک او صاف کړي او د شريعت خلاف شيانو څخه ځان وساتي.»
امام محمد باقر رحمه الله وايي: «يو صوفي ښه اخلاق لري. او هر څوک چې ښه اخلاق او خصلت ولري، هغه په تصوف کې پرمختللی دی.»
ابو محمد مرتعش رحمه الله ویلي دي: «صوفي هغه دی چې جذبه، احساسات، تمایلات او عواطف یې ورسره وي او له هغه مخ ته نه شي.
شیخ شبلي رحمه الله هم منلي دي چې “حقیقي صوفي هغه دی چې خپل ټول پاملرنه په الله تعالی متمرکز کړي او غیرالله ته میل ونه کړي او په دواړو جهانونو کې له خدای پرته بل څه و نه ویني”.
جنید رحمه الله ویلي دي: صوفي هغه دی چې اته صفتونه ولري: ۱. سخاوت 2. رضا 3. صبر 4. اشاره 5. غربت 6. پشمینه اغوستل؛ 7. سیاحت ۸. غربت او….”

 

د تصوف لنډیز
د تصوف لنډیز دا دی: صوفی هغه دی چې کله د هغه په اطاعت او عبادت کې ضعف راشي، نو د هغه د دفع کولو لپاره بې له ځنډه اقدام وکړي او په پوره توجه او هوښیارۍ سره عبادت وکړي. كه چیري نفس د لذت په طرف متوجه شي او د شريعت خلاف عمل ته مخه کړي، نو باید ځان د روح جنګ ته اماده كړي او د حق له دې نافرمانۍ څخه ډډه وکړي. كه هغه پر خپل نفس غالب شو، نو هيڅ شي ته اړتيا نشته، ځكه دا عمل پخپله له خداى سره د اړيكې او نږدېوالي لري.

 

د تصوف منکرین
یوې ډلې تصوف په دین کې بدعت بللی. نو باید معلومه شي چې د تصوف منکران که هر څوک هم وي، د اجتهاد وړ نه دي، چې د دوی رد او انکار د یو چا لپاره دلیل وي، او نه دوی حقیقي علماوو دي چې بې له تعصب، حقیقت بیان کړي، او نه دوی د حقیقي صوفیانو څخه دي چې د دوی خبرې معقول او د منلو وړ وي. بلکي د مولانا احمد علي لاهوري رحمه الله په قول د تصوف منکران هغه غله دي، چې غواړي د دین یوه لویه برخه د دین څخه جلا کړي.
دوی ځکه د تصوف منکرین دي چې کافي علم نه لري، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي دي: («الناسُ اعْدَاء لما جَهِلُوا»؛ «خلک د هغه څه دښمن دي چې په هغه نه پوهیږي.)

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version