د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (څلویښتمه برخه)
خالد رضی الله عنه د« حیره» له خلکو سره مخامخ شو
کله چې د حیره پوله ساتونکی (ازدابه) وتښتېد، خالد رضی الله عنه د حیره ځمکې ته لاړ، کله چې د دې خاورې خلکو خالد رضی الله عنه او د اسلام لښکر وليدل، په خپلو کورونو کې يې مورچلونه جوړ کړل او له پاسه یې د اسلامي لښکر څارنه کوله.
خالد رضی الله عنه لومړی دوی اسلام ته راوبلل؛ خو دوی ونه منله؛ بیا یې هغوی ته بلنه ورکړه چې اسلامي حکومت ته جزیه ورکړي؛ خو دوی بیا هم ډډه وکړه، تر دې چې دوی ته د جګړې او مبارزې وړاندیز وشو، هغوی هم ومنل او چمتو شول.
خالد رضي الله عنه د دې جګړې لپاره بېلابېل قومندانان وګمارل، چې يو يې “ضرار ابن ازور” نومېده، کله چې پوه شو چې د حيره قوم د مسلمانانو پر سر د ډبرو ګوزارونه کوي هغه هم خپل لښکر ته امر وکړ چې پر هغو د غشو ګوزارونه وکړي .
مسلمانانو هم جګړه پیل کړه او غشې یې و توغولې چې بالاخره د دوی ټول کورونه، ودانۍ او معبدونه د مسلمانانو تر ولکې او تصرف لاندې راغلل.
له خالد رضی الله عنه سره د حیره د خلکو خبرې اترې
د حیره ډېر خلک ووژل شول او چې ژوندي پاتې شول مسلمانانو ته یې وویل چې موږ خالد ته بوځه، موږ له هغه سره خبرې اترې غواړو.
مسلمانانو، هغوی حضرت خالد رضي الله عنه ته يووړل، نوموړي هغه ټول ملامت کړل او ورته يې وويل: افسوس پر تاسو! زه نه پوهیږم چې تاسو کوم قوم یاست؟! که تاسو عرب یاست؛ نو تاسو څنګه د عربو سره کرکه او کینه ښکاره کوئ؟ که تاسو عجم یاست؛ نو تاسو څنګه د عدالت او انصاف څخه ډډه کوئ؟ نو له دې دریو لارو څخه یوه غوره کړئ: یا مسلمان شئ، یا جزیه ورکړئ او یا جنګ ته تیار شئ؛ اما پر دې پوه شئ! په خدای قسم موږ تاسو ته له داسې لښکر سره راغلي یو چې مرګ ورته له ژونده ګران دی.
په پای کې د حیره خلکو د جزیې ورکړه ومنله او له خالد سره یې د یو لک او اویا زره درهمو په بدل کې سوله وکړه او هغه ته یې ډالۍ ورکړې؛ څرنګه چې د سولې د تړون وضاحت په لاندې ډول دې:
[بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ، دا هغه تړون دی چې خالد رضی الله عنه د عدي او عمرو (د عدي له دوو زامنو) او عمرو بن عبدالمسیح او ایاس بن قبیصه او حیري بن اکال د حیرې د خلکو استازو سره تړل شوی دې د حرا خلک هم له دې سولې راضي شول او ټولو ته يې امر وکړ چې په دې سوله او تړون عمل وکړي او يو لک او نوي زره درهم ورکړي، په بل روایت کې يو لک او اويا زره درهم؛ او دا جزيه هر کال د دوى له لاسونو او د دوی له کشیشانو او د هغوى د ډلې له خوا د جزاء په توګه منل شوې ده؛ البته ځينې خلک له ورکړې څخه یې معاف دي چې عبارت دي له: هغه کسان چې قدرت نه لري او د هيڅ شي خاوند نه دي، له دنيا څخه د ليرې پاتې کېدو لپاره يې ځانونه زنداني کړي دي، او د مسلمانو جنګياليو لپاره لازمه ده، چې د خلکو ساتنه او دفاع وکړي؛ که چېرې د هغوی د ساتنې او دفاع لپاره لاس په کار نشي، نو هغوی هم کولای شي دجزیې له ورکړې څخه ډډه وکړي. که د حیره خلکو په خپلو خبرو او کړنو د اسلام له اهل سره خیانت وکړ، د مسلمانانو ذمه هم له هغوی څخه بري ده. دا تړون د ۱۲ هجري قمري کال د ربیع الاول په میاشت کې ولیکل شو.