لیکوال: زید
د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (پنځه دیرشمه برخه)
د اوبو د کمښت سره د اسلامي لښکر ازموینه
کله چې حضرت خالد رضي الله عنه په دې پوه شو چې د کفر او شرک لښکر د«کاظمة» سیمې ته راروان دی، هغه هم هماغه لوري ته روان شو؛ خو هرمز پوه شو چې خالد هم له حفیر څخه وتلی او کاظمې ته راغلی دی. له همدې امله هغه په ډیر چټکۍ سره سمدلاسه هلته ورسید او خپل عسکر یې هغه ځای ته ورسول چې هلته څاه او اوبه وې .
علامه شلبي لیکي: کله چې خالد رضی الله عنه کاظمې ته ورسېد، د خپلو لښکرو لپاره یې مناسب ځای ونه موند؛ له همدې امله، دوی په وچ او بې اوبو ځای کې میشت شول.
کله چې خلکو دا حالت وليد نو شکايت يې وکړ چې په راتلونکو ورځو کې به دا حالت موږ ته ګواښ پېښوي، نو باید یوه حل لاره پیدا شي؛ ځکه ورځ تر بلې مو مورال کمزوری کېږي او په پایله کې به مو له دښمن سره د جګړې توان نه وي.
حضرت خالد رضي الله عنه خلکو ته خطاب وکړ او ويې ويل: هغه وسايل او اسباب مو په ځمکه کېږدئ؛ بیا د اوبو د لاس ته راوړلو لپاره له دښمن سره سخته جګړه وکړئ، بې له شکه اوبه به د دې دواړو لښکرو څخه د یوه خورا ثابت، زغم لرونکي، نیک او وفادار لښکر په واک کې راشي.
امام ابن کثیر په دې اړه لیکي: حضرت خالد رضي الله عنه هم دوی ته دا کلمات وویل: “له خپل دښمن سره لوبې او زور ازموینه وکړئ ترڅو پر هغوی برلاسي شئ او اوبه ترلاسه کړئ.
مسلمانانو هم د خپل قوماندان امر ومانه او د هغه د امر اطاعت ته یې حرکت وکړ، تر دې چې وسله وال دښمن یې په ګونډو کړ. امام ابن کثير رحمه الله فرمايي: کله چې مسلمانان په خپل ځای کې ځای پر ځای شول او په خپلو اسونو سپاره شول، نو الله جل جلاله له اسمانه ورېځې راولېږلې، چې ورېځې پر مسلمانانو باران پیل کړ، چې اوبه د دوی لپاره د لویو حوضونو په څېر شو؛ له همدې امله مسلمانان په دې سره پياوړي شول، روح يې تازه شو او ډېر خوشحاله شول.
د خالد رضی الله عنه مقابله د کسرا د کلب«هرمز» سره
کله چې مسلمانان په یوه مناسب ځای کې ځای پرځای شول، دواړو لښکرو خپل صفونه ترتیبول پیل کړل، کله چې دواړه خواوې له یو بل سره مخامخ شوې، هرمز په خپله خوښه میدان ته راغی او د جګړې لپاره یې یو سړی وغوښت، حضرت خالد هم په خپله خوښه ولاړ او د جګړې ډګر ته داخل شو؛ او د هرمز خوا ته ولاړو، دواړو قومندانانو (ایمان او کفر) جګړه وکړه او هر یو پر یو بل دوه ګوزارونه وکړل؛ په پايله کې حضرت خالد رضي الله عنه هغه په غېږ کې ونيوه او غوښتل يې چې خپل کار یې بشپړ کړي، په دغه وخت کې د هرمز يو ساتونکي ميدان ته راغی او غوښتل يې چې د دې کار مخه ونيسي؛ خو هغه په دې بریالی نشو چې د خالد رض مخه ونیسي؛ ځکه چې د قعقا بن عمرو په نوم يو مجاهد په هغه کافر باندې د باز په څېر برید وکړ او هغه يې له منځه يووړ، له هغه وروسته حضرت خالد سيف الله رضي الله عنه د تېرې تورې په څېر سخت بريد وکړ او هغه يې له منځه يووړ، او هغه د کسرا کلب، او د وخت هرمز یې له منځه یووړ او دا د ایرانیانو او د عراق د عجمیانو لپاره یو عبرت شو.