لیکوال: بشیر احمد احمدي
د ځوانانو ارزښت په ټولنه کې (درېمه برخه)
د ځوان مسلمان نسل د تباه کولو لپاره د غرب چالونه
په اسلامي ټولنو کې د ځوانانو شتون خورا مهم دی او دا ډله کولی شي یا د پرمختګ لامل شي یا د ټولنې د زوال او تباهۍ لامل. سربیره پردې، مسلمانان تل د بدلون او پرمختګ لپاره دې ډلې ته اړتیا لري. کافران چې د اسلام او مسلمانانو پخواني دښمنان دي، د دې مسئلې په اهمیت پوه شوي او تل هڅه کوي چې د مسلمانانو دغه طبقه تباه کړي. لکه څنګه چې دوی د دې ځوان ځواک په کارولو سره د مسلمانانو د تفرقې لامل شول او نن ورځ چې د مسلمانانو وضعیت د بدلون په حال کې دی، غرب د امریکا په مشرۍ هڅه کوي چې د ځوانانو په ګوښه کولو سره د پرمختګ مخه ونیسي، او دوی د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره مختلف میتودونه کاروي.
مسلمان ځوانان خپل د ځوانۍ ژوند په داسې زمانه کې پیلوي چې معاصر افکارو د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې یو متحد جبهه جوړه کړې او هڅه کوي چې مسلمانان له مختلفو لارو او وسیلو له اسلام څخه منحرف او خپلو افکارو او عقایدو ته یې اړ کړي. دموکراتان، سرمایه داران(کاپیتالیستان)، کمونیستان، سیکولران او نژاد پرستانو ټولو په خپلو ناوړو افکارو سره د ځوانو مسلمانانو د ښکار لپاره ولاړ دي. دوی د خپلو پیروانو د ساتلو ترڅنګ غواړي نور خلک هم خپلې ایډیالوژۍ او فکر ته متوجه کړي. یو ځوان مسلمان چې په دومره پراخه فضا کې شتون لري چې له هرې خوا زهرجن فکرونه بمباروي.
لويديځ د ځوانانو د جلبولو سره بېلابېل چالونه په لاره اچولي او هڅه کوي چې په هره ممکنه لاره کې ځوانان خپلو هېوادونو ته راجلب کړي، چې له دې چالونو څخه يې د غربي هېوادونو د پرمختګ انځورول دي، تر څو مسلمان ځوانانو ته دا نظر ورکړي، چې خوښي او نېکبختي په لویدیځه نړۍ کې شتون ولري او هغه ته د رسېدو لپاره باید هلته سفر وکړي.
ځوانان هم د غربي هېوادونو له لوړ پوړو ودانيو حيران کړي دي او د هغو له رنګ او ظاهره دوکه کېږي، چې په نتیجه کې يې غرب ته بې له فکره سفر کوي، تر څو دروغو او خيالي خوښيو ته ورسېږي. او یو بل چل چې له مخکینۍ طریقې څخه په بشپړه توګه توپیر لري، د مسلمانانو ځوانانو لپاره د بورسونو چمتو کول دي. دا چل داسې دی چې غرب د علمي پرمختګ او داسې نورو مقصد لپاره اسلامي هیوادونو ته یو شمېر بورسونه ورکوي او د دې بورسونو د غوښتونکو لپاره یو لړ شرایط او ځانګړنې په پام کې نیسي تر څو د ټولو په منځ کې بااستعداده غوره کړي. او په پایله کې دوی په لویدیځو افکارو او کلتور کې جذب شي او څه موده وروسته د دوی له مینځه اسلامي ارزښتونه او مفکورې راڅرګندې شي.
بله طریقه چې د ځوانانو له منځه وړلو لپاره دي، نشه یي توکي دې، چې په بېلابېلو پلمو اسلامي ځمکې اشغال کړي او د عايد د جلبولو په موخه يې د نشه يي توکو د پېر او پلور په مرکزونو یې بدل کړي او د يادو هېوادونو ځوانان په معتاد کولو سره تباه کړي.
څرنګه چې افغانستان د اسلامي خاورو د يوه غړي په توګه د امريکا د شل کلن حضور په موده کې د نشه يي توکو د جنت لقب خپل کړ او تر درې ميليونو زيات کسان په نشه يي توکو معتادان شول. که چیري موږ د کوڅې او بازار څخه تیریږو، شاوخوا وګورو او بیا به موږ د ډیرو معتادانو سره مخ به شو چې د ویالو، پارکونو او سړکونو په اوږدو کې په غمجن او وحشتناک حالت کې ژوند کوي.
د ځوانانو د ستونزو اساسي حل دا دی؛ چې د دې خاورې ځوانان باید د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ وروزل شي، ځکه چې د اسلامي ارزښتونو په ژغورنه سره د ځوان مسلمان نسل په روزلو سره د ژوند په اړه د ځوانانو لید بدلیدای شي. او هغوی يې رښتيني جنګيالي او رهبران ګرځوي چې د خپلو مخورو په څېر د انسانانو د لارښوونې لپاره مبارزه وکړي.