لیکواله: ام عایشه


مرجئه (شلمه برخه)

د اهل سنت او جماعت نظر
په آخرت کې د لویې ګناه د مرتکب په اړه د اهل سنت و جماعت نظر دا دی چې هغه ته بښنه(عفوه) د سمع او عقل دواړو له نظره روا ده.
«آمدي» په دې اړه لیکي: “اهل حق په دې باور دي چې مومن د خپلو تېروتنو له امله په آخرت کې د سزا او عقوبت مستحق دی، د دوی توپیر په دې کې دی چې آیا د هغه بخښنه ممکنه ده که نه؟ اشاعره دا کار په عقلي او منطقي لحاظ جائز ګڼي. “
ابوالبرکات نسفي لیکي: “هغه څوک چې یوه لویه ګناه وکړي چې هغه حلال نه ګڼي او د هغه ګناه نهی کوونکي ته سپکاوی نه کوي، نو د ایمان څخه نه وځي. ځکه چې تصدیق یې لا اوس هم شته او هیڅوک له ایمان څخه نه وځي، مګر له هغه لارې چې هغه څخه راننوتلی دی. که داسي ګناهکار بې له توبې مړ شي، د الله تعالی په اراده کې ده، که وغواړي هغه به په خپل فضل او رحمت سره یا د هغه د ایمان او اطاعت له برکت چې ورسره دی وبخښي، او که وغواړي، هغه ته به د هغه د ګناه د اندازې سره سم سزا ورکړي، که هغه ګناه کوچنۍ وي یا لویه؛ بیا به د هغه پای جنت وي او د تل لپاره به د دوزخ په اور کې پاتې نشي. “
نو د اهل سنت او جماعتو له نظره د لویې ګناه مرتکب دوه حالتونه لري: یا الله تعالی یې په خپل فضل او رحمت یا به په شفاعت سره هغه وبخښي او یا به د هغه د ګناه په اندازه سزا ورکوي. او بیا به د هغه د وعدې د حکم سره سم جنت ته ننوځي، نه د شخصي وړتیا له مخې.
سعدالدين تفتازاني د اهل سنت او جماعت د مذهب په تفسير کې وايي: “اهل اسلام د هغه مؤمن په اړه اختلاف لري چې لويه ګناه وکړي او له توبې نه مخکې مړ شي: زموږ مذهب وایي چې موږ يې په حقيقت کې نه شو کولای چې د هغه د بخښني حکم ورکړو، یا د هغه د سزا قضاوت وکړو؛ بلکه، دواړه د لوی خدای په اراده کې دي؛ خو که هغه ته عذاب ورکړل شي، موږ ډاډه یو چې هغه به د تل لپاره په اور کې پاتې نشي. بلکه یقینا له هغه ځایه وځي؛ البته، نه د خدای تعالی د وجوب له طریقه؛ بلکې دا د الله تعالی د وعدې د حکم سره سم دی او د جنتیانو د خلود په دلیل هم ثابت شوی دی. “
خدای تعالی فرمایي: «قل يعبادي الذين أسرفوا على أنفسهم لا تقنطوا من رحمة الله إن الله يغفر الذنوب جميعا إنه هو الغفور الرحيم»؛  ژباړه: «[ای پیغمبره! زما له طرفه بندګانو ته] ووایه: ای بندګانو چې خپل ځانونه مو تباه کړي دي! د خدای له رحمت څخه مه نا امیده کیږئ، بیشکه الله ټول ګناهونه بخښي، بیشکه هغه بښونکی دی.”
له دې آيت څخه د استدلال طريقه دا ده: الله تعالی ټول ګناهونه بخښي. نو دا بخښنه عمومي ده او ټول ګناهونه پکې شامل دي او هیڅ ګناه ترې وتلي(مستثنا) نه ده. مګر دا چې د اجماع لخوا ثابت شي.
الله تعالی فرماي: «وإن ربّك لذو مغفرة للناس على ظلمهم»؛ ژباړه: “او ستا رب د خلکو د ظلم سره سره بخښونکی دی.”
په دې آيت كې د بخښنې د جواز دلايل دا دي چې خداى تعالى د ظلم په حالت كې بخښنه ثابت كړې ده او دا هم څرګنده ده چې دا بخښنه د كافرانو لپاره نه ده. او د “علی” د کلمې سره دا ثابته شوه. ځکه چې دا کلمه د حال معنا لري؛ نو بخښنه د ظلم په حالت کې ده نه د کفر په حالت کې. نو دا آيت په ټولنيزه توګه له كافرانو پرته ده. نو د لويې ګناه مرتکب هم په دې حکم کې شامل دی.
د بندګانو لپاره د الله تعالی هغه مغفرت او بخښنه، چې قرآن کریم بیان کړې او امت پرې اتفاق کړی دی، یوازې د هغو کسانو لپاره ده چې له توبې مخکې یې لویه ګناه کړې وي؛ ځکه چې واړه ګناهونه مطلق بخښل کیږي او لوی ګناهونه له توبې وروسته، لکه څنګه چې الله تعالی پخپله فرمایلي دي: «إن تجتبنوا کبائر ما تنهون عنه نکفر عنکم سیئاتکم وندخلکم مدخلا کریما»؛ ژباړه: “که تاسو له هغو لویو ګناهونو څخه ډډه وکړئ چې تاسو ته منع شوي دي، نو موږ به ستاسو څخه ټول ګناهونه لیرې کړو او تاسو به د عزت وړ ځای ته داخل کړو.” په بل ځای کې فرمایي: «وأقم الصلاة طرفي النهار وزلفا من الليل إن الحسنات يذهبن السيئات ذلك ذكرى للذاكرين»؛ ژباړه: “او د ورځې په دواړو سرونو کې لمونځ وکړئ او د شپې په څو حصه کې، یقینا چې نیک عملونه بدۍ له منځه وړي. دا د هغو کسانو لپاره خبرداری دی چې نصیحت قبلوي.”
Leave A Reply

Exit mobile version