په پخوانیو اُمتونو کې د بشر د حقوقو او انساني کرامت خبره نه کېده او نه د یوه شخص یا حُکم د حق او باطل په اړه بحث کېده. د هر چا به چې هر چاته خوښه شوه، هغه به یې قتل کړ او مال به يې لوټ کړ، دا به تر ټولو لوړ او ارزښتناک کمال او غښتلتیا ګڼل کېده. همدغسې که د يوه سردار څړځای ته د بل چا اوښ ننوتلی وای او زيانونه يې رسولي وای، په تاريخ او افسانوي کتابونو کې هماغه مشهور جنګونه به رامنځته کېدل او د زرګونو انسانانو وينې به تويې کېدلې.
ښځې چې د بشري ټولنې نیمایي برخه جوړوي، په لرغوني تمدن کې یې هېڅ حق نه درلود، تر دې حده چې دوی نه غوښتل چې خپلې لوڼې ژوندۍ وساتي او په ماشومتوب کې به یې ژوندۍ ښخې کړې.
ښځې هم د خپلو مېړونو له جسدونو سره سوځل کېدې او دا د ښځې د وفادارۍ نښه وه. خو د دې فرعوني جاهلیت په اوج کې د حشراتو او حیواناتو په وړاندې بیا دومره نرم او مهربان وو چې دوی ته یې زیان رسول حرام ګڼل!
دا د اسلام څخه مخکې د دینونو د تمدن یوه بیلګه ده چې د دوی د فاسدو پیروانو لخوا لوبول کېده. خو محمدي اُمت او اسلامي شريعت دغو ټولو بې عدالتيو ته د پای ټکی کېښود او خلک يې له خپلو ټولو حقوقو سره آشنا کړل. په دې ډول چې د سولې او پخلاينې په وختونو کې او د جګړې په ډګرونو کې يې هم د يو بل د حقوقو پوره درناوى وکړ او په خپل لوړې مهربانۍ سره يې په تاريخ کې نوم ثبت کړ، او آن تر دې چې د مخالفانو سره یې هم حقوق ساتل، چې په دې ډول عملونو کې به یې دُښمن ته هم د اخلاق لوست زده کاوه او هغه به یې د دغه دین مینه وال کاوه، او په نورو انساني، اسلامي، اخلاقي حقوقو باندې زیاتی يې جرم او حرام او د ديني احکامو یې خلاف ګڼلی دی.
په شتمنۍ او اقتصاد کې اعتدال:
په اسلام کې یوه مهمه مسئله د معيشت او اقتصاد مسئله ده. په دې برخه کې چې په نورو قومونو او ملتونو کې هر ډول بې عدالتي لیدل کیدی شي؛ له یوې خوا دا «سرمایه دارۍ» نظام دی، چې په هغه کې د نورو د ګټو او ضررونو حدود له پامه غورځول کېږي او له بلې خوا د انسان تر ټولو ستر فضیلت د ډېرې سرمایې او شتمنۍ په راټولولو کې مطرح کېږي.
په کمونستي او سوسياليستي نظام کې شخصي او فردي ملکيت جرم ګڼل کېږي او هر څوک اړ دي چې د دولت په ګټه کار او فعاليت وکړي او د خپلو هلو ځلو لږه برخه تر لاسه کړي. له فکر کولو وروسته معلومېږي، چې د دواړو اقتصادي نظامونو موخې، مال، پیسې او د هغه لپاره ټولې هڅې کېږي.
په اقتصاد کې اعتدال د کمیت او مصرف په بحث پورې اړه لري، نه د کیفیت؛ يعنې، هغه څوک چې د ګټور مصرف د مقدار په اړه پوهه ولري کولی شي د هر مصرف وړ مقدار وګوري، ځکه هغه خلک چې د اعتدال حد نه مراعتوي او په دوامداره توګه افراط او تفریط کوي، هېڅکله په ژوند کې د بریا او خوښۍ احساس نه کوي او په ژوند کې یې هڅې بې نتیجې دي او تل د ګمراهۍ او تباهۍ په خطر کې اچوي.
په دې اړه محمدي اُمت او اسلامي شريعت هم د اعتدال او منځلارۍ بې سارې بېلګه وړاندې کړې، چې له يوې خوا يې د ژوند موخه مال جوړول حرام ګرځولي او عزت او شرف یې په هغه پورې نه دی تړلی. له بلې خوا يې د سم ويش لپاره اصول وضع کړل تر څو هېڅ انسان د ژوند له اړتياوو څخه بې برخې پاتې نه شي او د شتمنۍ فضیلت او لوړتیا، ترلاسه کولو او مصرف کولو طریقې یې تشریح کړې.
له همدې امله الله تعالی جل جلاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم اُمت «منځنی اُمت» او غوره اُمت بللی دی. سید قطب رحمه الله فرمایي: مسلمان ملت په خپل نړیوال نظر او عقیده کې معتدل ملت دی. دوی په روحانيت کې اسراف او زیاتی نه کوي او نه یوازې په مادیاتو کې ډوبېږي او تل پاتې دي. بلکه، دوی د هغه طبیعت پیروي کوي چې په روح کې مجسم او نمایندګي کوي چې د جسد جامې یې اغوستي او یا جسد د روح جامې اغوستي.