لیکوال: ابو جریر


په تمدن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې (یولسمه برخه)

۶. رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه اخلاق
هرکله چې په یوه ټولنه کې داسې روحیه ورکړل شي چې د بدۍ په مقابل کې باید ښه کار وشي او که په دې کار کې پاتې راشي، نو بخښنه وغواړي، بې له شکه چې داسي ټولنه د پرمختګ او تمدن، ودې او سرلوړۍ په لور به روانه شي.
د اسلامي تمدن یوه بله ځانګرنه د رسول الله صلی الله علیه و سلم دغه آیت دی چې: «إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَکَارِمَ الْأَخْلَاق»؛ «زه مبعوث شوی یم چې اخلاقي فضایل خپل کمال ته ورسوم.» او د دې دين د الهي کلام مطالعه دا په ډاګه کوي چې دا صفت په اسلامي ټولنه کې څومره مهم او ارزښتناک دی.
د اسلام او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقی ارزښت په هکله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک آیت له مخې: «لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ»؛ « بېشکه ستاسو لپاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت کې ښه نمونه ده.» د دې یو هدفمند او روزل شوی مثال اخلاقي ارزښت دی، نو اړینه ده چې دوه ټکو ته پام وکړو:
لومړی ټکی: په اسلام کې د اخلاقي لارښوونو لړۍ دومره پراخه ده چې حتیٰ د هغو ټولو ژورو او هر اړخیزو تعلیماتو بشپړ لیست وړاندې کول خورا ستونزمن کار دی. د اسلام د ګران پیغمبر صلي الله علیه وسلم تلپاتې احادیثو او د هغه د اخلاقي لارښوونو په اړه یوه سرسري کتنه د دې لارښوونو پراخوالی په دې ډول څرګندوي چې یو څوک په زړورتیا سره ویلای شي: هیڅ خبره پیغمبر صلی الله علیه و سلم نه ده پرېښودلې، او حتیٰ په کوچنیو مسلو کې هم پیغمبر صلی الله علیه وسلم په معنوي او اخلاقي زده کړو کې تر ټولو ژور او تر ټولو فرعي ټکي په ساده او لنډو جملو کې نه دي پریښي او د معنوي تشکیل لپاره یې عملي فورمولونه وړاندې کړي دي.
دویم ټکی: د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه اخلاقي تعلیمات چې له قرآن کریم څخه اخیستل شوي دي، داسې چې هر څوک د عقلي او معنوي تکامل په هره سطحه کې د خپل عقل او فهم له مخې ترې ګټه پورته کولای شي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم اخلاقي تعلیمات داسې دي چې ټول خلک ترې ګټه پورته کولی شي، که څه هم د علم او پوهې د خاوندانو ګټه له هغه بې پایه سمندر څخه ډېره او لوړه ده.
په اصل کې دا باید په پام کې ونیول شي چې په هیڅ ټولنه کې ښوونه او روزنه باید د یوې ځانګړې ډلې لپاره نه وي او نور باید ترې ګټه پورته نه کړي. بلکې د پوهنې نظام باید داسې وي چې هر څوک ترې د خپل استعداد له مخې ګټه پورته کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو په منځ کې اخلاقي اصول او معیارونه تنظیم کړل او د تحقیق د اخلاقو، د نقد اخلاقو او له افکارو سره د معاملې طریقې، د ژوند اخلاق، ټولنیز اخلاق، جنسي اخلاق، سیاسي اخلاق، اقتصادي اخلاق او نور برخو کې یې نمونې او عملي لارې چارې وړاندې کړې، چې دا ټول د یو لوی تمدن د رامنځته کېدو زمینه برابروي.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version