د الله تعالیٰ جل جلاله توره (خالد بن ولید رضي الله عنه) ژوند ته لنډه کتنه (څلور ویشتمه برخه)
د تبوک په غزوه کې د حضرت خالد رضي الله عنه رول؛
په “خالد ابن ولید سیف الله” کتاب کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لا هم په تبوک کې پاتې و، چې حضرت خالد رضي الله عنه یې د څلور سوه شل تنه اس سپرو په سر کې د « اکیدر ابن عبدالملک کندي نصراني» په نوم یو کس ته چې د “دوما الجندل” په نامه د یوې کلا خاوند وو، ولېږه.
حضرت خالد رضي الله عنه د« اکیدر» په لور وخوځېد او داسې ځای ته ورسېد چې د هغه کلا ښه لیدل کیده؛ بېشکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مخکې هم حضرت خالد ته د هغه نښې ورکړې وې چې یوه یې دا وه چې هغه د وحشي غواګانو ښکار کوونکی و. کله چې حضرت خالد رضي الله عنه هغه ځای ته ورسېد چې ځنګلي غواګانې یې څرلې وې، نو د هغه یوه وحشي غوا یې ولیده، کله چې هغه وحشي غوا ولیده چې د خالد لښکر د دوما الجندل په لور روان دی، نو له څړځاي څخه وتښتېده او د «دوما الجندل» په لور رهي شوه او د شپې خپل منزل ته ورسېده او د کلا په دروازه يې د خپلو ښکرو په واسطه په پرلپسې توګه وټکوله. کله چې د اکیدر مېرمن له دې پېښې خبره شوه، له خپل مېړه یې وپوښتل: ایا تا کله هم د غوا داسې حرکت لیدلی دی؟
څه شي دې لوري ته اړ کړې ده؟
مېړه يې وويل: هيڅ نه دي شوي. له دې وروسته د اکیدر په ذهن کې د کور څخه د وتلو او د وحشي غوا د تعقیبولو خیال راځي چې د ځان لپاره یې ښکار کړي. له همدې امله هغه له خپلو څو تنو ملګرو سره د شپې له کوره ووتل چې هغه غوا په نېزه ښکار کړي، خو ناڅاپه د حضرت خالد رضی الله عنه د لښکر له خوا ښکار شول او په پایله کې یې هغه ژوندی اسير شو؛ خو حضرت خالد هغه ونه واژه او د ژوند کولو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خدمت موقع یې ورکړه.
حضرت خالد رضي الله عنه د اکیدر لپاره شرط وکړ چې د کلا دروازه خلاصه کړي او بیا یې د کایناتو سرور حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ته ورسوي. هغه هم اړ شو چې دا شرط ومني. کله چې اکیدر د کلا دروازه خلاصه کړه، نو حضرت خالد رضی الله عنه له هغه ځای څخه دوه زره اته سوه اوښان او څلور سوه نیزې د مصالحې په توګه واخیستل او یو پر پنځمه برخه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره جلا کړه او پاتې مال يې د مجاهدينو تر منځ وويشو او د اسلام د پيغمبر صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم لپاره يې يوه غوره ډالۍ هم پرېښوده؛ بيا له اکیدر او پورتني مال سره مدينې ته ولاړ. حضرت خالد رضي الله عنه اکیدر د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته یووړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته ډالۍ ورکړه، بیا یې د جزیې په منلو سره سوله ورسره وکړه او دوی یې آزاد کړل.
علامه قرني لیکي: کله چې حضرت خالد رضي الله عنه اکیدر ونیولو، هغه د سرو زرو په تارونو ګنډل شوې ښکلې چپنه او کمیس اغوستی و، خالد د هغه له بدن څخه هغه چپنه او کمیس لرې کړل او سمدستي یې له خپل یوه ملګري په لاس د اسلام پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته ولېږه او وروسته يې خپله اکیدر هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته یووړ او هغه مبارک د جزيې په ورکولو سره هغه ازاد کړ.
هغه هم تر څو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوندی وو، جزیه به یې ورکوله؛ خو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم رحلت وکړ، د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه د خلافت په زمانه کې اکیدر له خپل تړون څخه سرغړونه وکړه او اسلامي حکومت ته یې د جزیه ورکولو څخه انکار وکړ.
پایله؛
د دې غزوې پر مهال حضرت خالد رضي الله عنه د کوم لښکر مشري پر غاړه نه لرله او لامل یې دا دی چې په خپله ګران محبوب رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې جګړه کې حضور درلود او ټولو سترو اصحابو رضی الله عنهم اجمعین لکه: راشده خلفاوو، لسو مبشرانو او نورو جنګیالیو په دې ستر جهاد کې برخه اخیستې وه؛ نو په داسې حالاتو کې د پوځ قومانده نورو ته هم ورکول کېږي. خو له دې سره سره رسول الله صلی الله علیه وسلم خالد وټاکه او هغه هېواد ته یې واستاوه تر څو د اکیدر په نوم د کفر او شرک یو لوی طاغوت ته ماتې ورکړي، چې د ده لپاره ځانګړی امتیاز بلل کېږي؛ هغه هم په حکمت او بصیرت سره هغه ونیول او د وژلو پر ځای یې ورسره سوله وکړه او د اسلام دین او مجاهدینو ته یې ګټه ورسوله.
په حقیقت کې چې کله هم رسول الله صلی الله علیه وسلم یو څوک د کوم کار او دندې لپاره ولېږي، نو هغه د هغه کار وړ لایق ګڼي؛ چې حضرت خالد بن ولید رضي الله عنه یو له هغو څخه دې.