عقیده او د هغه په اړه مسایل له هغو موضوګانو څخه دي چې سلف صالحينو ورته ډېره پاملرنه کړې ده، ځکه چې قرآن او سنت ورته ځانګړې پاملرنه کړې ده. د ایمان کلمه په قرآن او سنتو کې تر بل هر لفظ زیاته ذکر شوې دی؛ ځکه د دين آر پر همدې ولاړ دي او دا هغه وسیله ده چې په واسطه یې خلک له تیارۍ څخه، د رڼا لارې ته رابولي او همدا د نېکمرغه او بدبخته خلکو تر منځ توپير دی او پر همدې بنسټ موالات او معادات رامنځته کېږي او ټول د دین احکام د هغه تابع دي او هر مسلمان د هغه معرفت او پژندنې ته سخته اړتیا لري.
د نوو ډلو رامنځته کېدل؛
نن ورځ اسلامي ټولنه د هغو اشخاصو او ډلو لخوا اغیزمنه شوې ده چې په دې برخه کې د کتاب، سنت او د سلف صالحینو له طريقې څخه انحراف کوي، چې لومړۍ نتيجه او پایله یې د امت تر منځ د اختلافاتو راڅرګندېدل وو. د خوارج ډلې ظهور او د لویو ګناهونو مرتکبین يې تکفير کړه او د ایمان له زیاتوالي او کموالي څخه یې انکار وکړ او په دې بنسټ یې د مسلمانانو وینه حلال وګڼله. له دې وروسته د خوارج د بدعت په ځواب کې د ارجاء بدعت راڅرګند شو چې عمل یې د ایمان له حقیقت څخه لرې کړ او د فاسق او سترې ګناه مرتکب يې د پوره ايمان لرونکي په توګه معرفي کړ. بیا په ارجاء کې د انحرافاتو ساحه پراخه کړه، ځکه چې دا د بدعتونو غالب خاصیت دی او ډېرې فرقې او ډلې له دې څخه جلا شوې، تر کومه ځایه چې د دې فرقو په مینځ کې ځینې خلک راغلل، او ويل يې: ایمان یوازې د خدای جل جلاله معرفت او پېژندنه ده او کُفر هم د هغه پر وړاندې جهالت دی. د مقالې په دې برخه کې غواړو د مرجئه له نظره د ایمان وڅېړو، چې له نورو فرقو څخه د دې فرقې تر ټولو مهم توپير او يو له محوري او مرکزي مسايلو څخه ګڼل کېږي او هم به د اهل سنت نظر څرګند کړو.
د ایمان لغوي او اصطلاحي تعریف:
ایمان د لغت په لحاظ «ایمان» مصدر «آمن یؤمن إیمانا» له فعلونو څخه دی چې اسم فاعل یې مؤمن دی.
ابن فارس وايي: «أمن» همزه، میم او نون دا لغت دوې معناوې لري چې یو بل ته نږدې دي. لومړی مانا یې: امانت د خیانت ضد دی او مفهوم یې د زړه سکون دی؛ د دې دویم معنیٰ: تصديق دی چې دواړې معنی سره نږدې دي.
خلیل فراهیديرحمه الله وایي: «الأمنة له أمن څخه اخیستل شوی، او امان هم د امنیت په معنی دی، چې ضد يې خیانت کيږي.»
زهري وايي: «ژبپوهان او نور د علم خاوندان په دې اند دي چې د ايمان لغوي معنی تصديق دی، الله تعالی فرمايي: عربو وويل: «قَالَتِ الْأَعْرَابُ آمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَلَكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنَا وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ»؛ «ځينو بدويانو وويل: موږ ايمان راوړی. ووایه چې تاسو ايمان نه دی راوړی؛ خو ووایاست چې موږ اسلام راوړې او ایمان مو لاتر اوسه په زړونو کې نه دی داخل شوی.»
زجاج هم ايمان په دې ډول تعريف کړی دی: «ایمان د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شریعت د منلو او تواضع څرګندونه ده، په هغه باندې باور کول او له زړه څخه یې منل.»
خو شیخ الاسلام ابن تیمیه رحمه الله دې ته ترجیح ورکړه. چې په لغت کې د ایمان تر ټولو غوره مترادف د «اقرار» کلمه ده چې دوه شیان پکې شامل دي: د زړه تصديق او د زړه تسلیم کول او فرمایي: «د عقیدې تفسیر د تصدیق کلمې د تفسیر په پرتله د اقرار کلمې ته نږدې ده، په ځانګړي توګه د ايمان او تصدیق ترمینځ د معنی په لحاظ توپیر شتون لري.» او خپل نظر په دې ډول بيانوي: ايمان د أمن له کلمې څخه اخيستل شوى، چې د سکون او ارامۍ په معنا ده، لکه څنګه چې د اقرار کلمه له «قر یقر» څخه اخيستل شوې او د آمن یأمن معنا ته نږدې ده. او د اقرار کلمه متضمن التزام ده او له دوو اړخونو څخه څیړل کېدای شي:
یوه معنی د دې خبرول دي چې په دې لحاظ، اقرار د تصدیق او شاهدي او ورته نورو په څیر دی او دا هغه څه دي چې فقهاء په قضایي مسلو کې د اقرار په فصلونو کې راوړي؛ بله معنی یې دا ده: په یو څه باندې التزام و پایبندی کول، لکه د الله تعالی دا قول چې: «أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُوا أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُوا وَأَنَا مَعَكُمْ مِنَ الشَّاهِدِينَ»؛ هغه وویل ایا تاسو اقرارکړی او په دې اړه زما تړون او پيمان منلی؟
هغوی وویل: هو، موږ اقرار وکړ، هغه وویل: تاسو شاهدان اوسئ او زه له تاسو سره یو له شاهدانو څخه یم.»
او فرمایي: ښکاره خبره ده چې ایمان همهغه اقرار دی، نه یوازې تصدیق، او په دې اقرار کې دوه شیان شامل دي: د زړه خبره چې تصدیق دی او د زړه عمل، چې د انقیاد او اطاعت معنی لري.