لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي
کنفوسیوس (شپږمه برخه)
فرجام
د کنفوسیوس له مړینې دوه پیړۍ وروسته، د هغه ایډیالوژیکي اخلاقي مکتب په چین کې خپور شو او د ابتدايي بې غورۍ جبران کړ. د هغه نامتو شاګرد “مینسیوس” یا مینګ کو (مینګ دیرزو استاد مینګ) چې د کنفوسیوس له مړینې سل کاله وروسته زیږیدلی و، هڅه وکړه چې د کنفوسیس ښوونځي افکارو او نظریاتو ته وده ورکړي، که څه هم ښوونکي او زده کونکي مختلف فلسفي مزاج درلود چې استاد یو شان او شاګرد بل شان وو.
د هغه بل شاګرد “جوشي” [1200 څخه تر 1130 میلادي کال] په معاصر چین کې د خپلو ښوونو د پراختیا هڅه وکړه او خپل نظرونه یې تشریح کړل، تر هغه چې په چین کې تر کمونیستي انقلاب تر مخه، کنفوسیوس تر ټولو لوړ اعتبار درلود. داسې ښکاري چې د کنفوسیوس دین، د افراطي پیروانو لخوا تحریف شوی او بدل شوی به وي، په دې مذهب کې د مړو عبادت بې ساري زیات شوی او د ښځو برخلیک د افسوس وړ دی. [مبلغی، بیتا: 93] له همدې امله، که څه هم نن ورځ د دې مذهب ډېری نښې شتون لري او د چینایانو په مینځ کې یې عبادت کېږي، خو تحریفونه او مذهبي افراطیت او حقیقت د کنفوسیوس زوړ وقار یې له منځه وړی دی.
پایله
د دې بحث په بیانولو کې څو اساسي ټکي د پایلې په توګه یادولای شو:
په لرغوني چين کې بېلابېل دینونه موجود وو او د ډېرو خلکو لخوا يې عبادت کېده، په دغو دینونه کې تر ټولو مهم د مافوق ځواک عبادت، د آسمان او نورو ستورو عبادت، د هر ډول حيواناتو عبادت، د پلرونو د روحونو عبادت دی.
وروسته دا عبادتونه د چین په لرغوني مذهب، تائوئیسم او کنفوسیوسیزم پورې محدود شول.
کنفوسیوس د چین یو له مشهورو فیلسوفانو او پوهانو څخه و چې شاوخوا پنځه پېړۍ مخکې زیږیدلی و او په دې وخت کې یې ټولنه او خلک اصلاح کړل او د خپل ښار او سیمې د اغیزمنې ودې او پرمختګ لامل شو.
کنفوسیوس په ډېرو نورو برخو کې د بصیرت او پوهې سربیره، د خپلو اخلاقي او دیني لارښوونو له امله شهرت لري، د هغه اخلاقي لارښوونې بې شمېره دي او هغه په هر ډګر کې یې خبري درلود، د هغه ډېر اخلاقي تعلیمات نن ورځ د هغه پیروانو کې د تعلیماتو په توګه د دین د منلو وړ دي.
د کنفوسیوس په مذهب کې ډېر داسې کتابونه شته چې په هغه کې کنفوسیوس ته منسوب اخلاقي او دیني تعلیمات شامل دي، له دې کتابونو څخه ځینې یې پخپله د کنفوسیوس لخوا لیکل شوي او ځینې یې د هغه د شاګردانو لخوا لیکل شوي.
او په پای کې، که څه هم په چین کې د کنفوسیوسیزم ډېری پیروان لري؛ خو هغه شهرت او وقار چې پخوا يې درلود اوس یې په چین کې نه لري. بلکې حقیقي او اسماني دینونه په ځانګړې توګه اسلام د دې لامل شوی چې د هغه پیروان خپل اسلام ته مخه کړي او د رب العالمین حق او پاک ذات درک کړي.
پای!.