لیکوال: نعمان سعید


د اسلامي تحقیق رواج او په اړه یې د اسلافو کړنلاره (دریمه برخه)

درنو لوستونکو! په اوله برخه کې موږ حقیقت په درېیو اساسي ټکیو تقسیم کړ، د حق معناګانې مو وکړي او بیا مو دا خبره ثابته کړه، چې د حق او حقیقت لټون انساني فطرت او بشري طبیعت دی او دا د هرې طبقې خلک کوي.
بیا په دوهمه برخه کې مو د انساني فطرت او طبیعت اړوند په یوه مهم ټکي باندې تمرکز وکړ او هغه مهم ټکی دا و، چې حقایق خپلې بیلابیلې دائرې لري او د حقیقت موندلو خپله طریقه ده، ځکه څوک په یوه ډګر کې د حقیقت په لټه کې دي او څوک په بل ډګر کې د حقیقت لټون کوي او بیا مو د مثال په توګه یو څو دائرې ذکر هم کړي.
بهرحال! په دې لیکنې کې د دوهمې برخې تکمیل او په نړۍ کې د کشمکش او یو څو اهمو پښتنو ځواب دی.
د کائناتو پېژندل، د کائناتو د خالق پېژندګلوي، د خپل ځان پېژندل، د خپلې موخې تعین او د هغه پېژندل، د خپل حقیقت تعینول، چې زه څه یم، څوک یم، څنګه یم، ولې یم؟ دا یوه مستقله دایره ده، البته له دې سره ـ سره موږ یوه بله د مختلفو مذهبونو ترمنځ د حقیقت لټون یوه بله دایره هم لرو.
په نړۍ کې کشمکش روان دی، یوه پوښتنه چې زیاتره انسانان ورسره مخ دي، دا ده، چې کوم دین د انسانیت د نجات ذریعه ده؟ کومه طریقه انسانیت بچ کولی شي؟
زموږ عقیده ده، چې په هر دور کې انبیاء علیهم السلام حق ته د رسېدو وسیله ګرځیدلي، چې د دغې سلسلې وروستی پیغمبر یې حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دی، چې له مبارك علیه السلام وروسته تر قیامته پورې بل پیغمبر نه راځي؛ نو په همدې وجه اوس به تر قیامته پورې حق د رسېدو ذریعه خوږ جانان صلی الله علیه وسلم وي.
د حضرت آدم عليه السلام په زمانه کې حق ته د رسېدو ذریعه پخپله آدم علیه السلام مبارك و، د حضرت نوح عليه السلام په زمانه کې په خپله حضرت نوح عليه السلام و، د حضرت ابراهیم علیه السلام په زمانه کې پخپله حضرت ابراهیم علیه السلام و، د حضرت موسی علیه السلام په زمانه کې په خپله حضرت موسی علیه السلام و، د حضرت عیسی علیه السلام په زمانه کې پخپله حضرت عیسی علیه السلام و او اوس د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې به حق ته د رسېدو یوازینۍ وسیله او لاره رسول الله صلی الله علیه وسلم وي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له زمانې څخه تر قيامت پورې حق ته د رسېدو ذریعه پخپله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قدر وړ شخصيت او وحیې ده.
نور بیا…
Leave A Reply

Exit mobile version