په ۱۹۸۳ زیږدیز کال کې مولانا ندوي په لندن کې د« اکسفورډ» پوهنتون د اسلامي مرکز په جوړېدو کې د ګډون په موخه د هغه بلنې له مخې چې ده ته رالیږل شوې وه، په دغه غونډه کې د ګډون لپاره انګلستان هېواد ته سفر وکړ ، تر څو په یاده غونډه کې د ګډون تر څنګ د لويديځ كلتور بیاځلي له نږدې وګوري او د فرنګ (لویدیځ) له خلكو سره کښیني او د اسلام او لويديځ په اړه د نظريو تبادله وكړي؛ لکه څنګه چې هغه په دې برخه کې یوه مقاله لیکلې وه او په انګلیسي ژبه ژباړل شوې وه. مولانا بالاخره له دوی سره د ناستې بندوبست وکړ او له عربي ژبې له ویناوالو سره یې له لنډو خبرو وروسته د مقالې په لوستلو پیل وکړ او د یوه اسلامي مفکر او د نظر خاوند له تجربو یې ګټه واخیسته چې ډېر وخت یې په غرب کې د علومو او فلسفې په برخه کې تېر کړی و، يعنې ډاکټر محمد اقبال لاهوري او د هغه شعر يې ولوست:
جلوه او بی کلیم و شعله او بی خلیل
عقل ناپروا متاع عشق را غارت ګر است
در هوایش ګرمی یک آه بی تابانه نیست
رند این میخانه را یک لغزش مستانه نیست
مولانا ندوي په ۱۹۸۵ کال کې د اکسفورډ پوهنتون د اسلامي مرکز د جوړولو لپاره یو ځل بیا انګلستان ته سفر وکړ او د دې مهم کار مشري او د غونډې ریاست یې هم پرغاړه و، مولانا د دې غونډې په پیل کې وویل: بشریت د هلاکت او تباهۍ کندې پر غاړه و او نږدې و چې وغورځېږي چې په دغه وخت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم قیام وکړ او د ژوند روح يې په انسانيت کې پو کړ او هغه ته يې يو ځل بيا ژوند ورکړ او هغه ستر پرمختګ چې په دې وروستيو پېړيو کې انسان تر لاسه کړ، د همدې ستر جهاد له امله دی چې د انسانیت د ژغورلو لپاره ترسره شو او رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې جهاد او مبارزې رهبر او لارښود وو.
په ۱۹۹۲ کال کې یو ځل بیا انګلستان ته ولاړ او د لندن د اکسفورډ د اسلامي مرکز په کلنۍ غونډه کې یې ګډون وکړ او بیا یې د لندن په اسلامي انستیتوت کې وینا وکړه په دې خطابه کې دغه مُبارک آیت یې تشریح کړ: «إِلَّا تَفْعَلُوهُ تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَ فَسادٌ كَبِير»؛ په دې مُبارک آيت کې خدای تعالی جل جلاله د هغه وخت مؤمنانو ته فرمايي: که تاسو د بشر د يووالي او ژغورونکې ډله نه ياست او د ايمان او عقیدې ځانګړتياوې ونلرئ، په ځمکه کې به سترې فتنې او لوى فساد رامنځ ته شي، په داسې حال کې چې دوی د ایران او روم امپراتورۍ په پرتله ډېر لږ وو؛ نو حقیقت روښانه کېږي چې قیمت ارزښت لري، نه قد؛ که څه هم دا شمېر لږ وو؛ خو د عقیدې او ایمان له نظره دوی په هغه لوړ مقام کې وو چې د نړۍ سیاست او لاره یې بدلولای شوای؛ بیا د اروپا او انګلستان مسلمانانو ته په خطاب کې وايي: که تاسو د اسلام د پیغام او د اسلام دعوت کوونکي نه یاست، هر ځای به فساد خپور شي او نړۍ به له فتنو ډکه شي او په پای کې د هغوی لپاره د علامه اقبال دغه شعر؛ خبره بیانوي:
ناموی ازل را تو امانی تو امینی
دارایی جهان را یساری تو یمینی
ای بنده خاکی تو زمانی تو زمینی
صهبای یقین درکش و از دیر ګمان خیز
از خواب ګران خواب ګران خواب ګران خیز از خواب ګران خیز
فریاد ز افرنګ و دلاویزی افرنګ
فریاد ز شیرینی و پرویزی افرنګ
عالم همه ویرانه ز چنګیزی افرنګ
معمار حرم باز به تعمیر جهان خیز
از خواب ګران خواب ګران خواب ګران خیز از خواب ګران خیز
د برما سفر:
د ۱۹۶۰ کال په پیل کې مولانا «برما» ته لاړ او هلته یې د رنګون خلکو ته وویل: خدای تعالی جل جلاله مسلمانانو ته په دومره لوی ښار کې د مالي او دنیوي عزت له لحاظه ښه مقام ورکړی دی، چې دا د خوښۍ ځای دی؛ خو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د اخلاقو او نیکو صفاتو په ډګر کې اسلامي زده کړې او ارشادات ډېر کم ليدل کېږي؛ بيا يې دا آيت ولوست: «إِنِّي أَراكُمْ بِخَيْرٍ وَ إِنِّي أَخافُ عَلَيْكُمْ عَذابَ يَوْمٍ مُحِيطٍ»؛ له “برما” څخه د مولانا له راستنېدو څو ورځې وروسته، کمونستانو یو انقلاب رامنځته کړ او لوی مسلمان سوداګر له هېواده ووتل او وتښتېدل هغه مهال وو چې د مولانا خبرې او سپارښتنې ور په یاد شوې او د هغو تصدیق یې وکړ.