د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (اوولسمه برخه)
د حنين په ډګر کې د خالد رضي الله عنه رول:
هغه اعتماد چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په حضرت خالد رضي الله عنه باندې درلود، په حقیقت کې نورو ته د حسد وړ دی؛ ځکه چې د جهاد او مبارزې په ډېرو ډګرونو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه د لښکر په مخکې او یا ښي اړخ کې ځای پر ځای کاوه؛ لکه څنګه چې په دې دولس زره کسیزې جګړې کې خالد د اسلامي لښکر په سر کې و او د بني سلیم د آسونو مسؤلیت هم د ده پر غاړه و، هغه ښه پوهېده چې چیرته څه وکړي او خپل کوم تکتیک نندارې ته وړاندې کړي او په کومو حالاتو کې شاتګ وکړي؛ کله چې اسلامي لښکر د حنين وادي ته ورسېدل، نو ټولو فکر وکړ چې زموږ شمېر ډېر دی او بې له کومې انديښنې به په دې جګړه کې بريالی شو؛ هوازن او کفارو لا د مخه د مسلمانانو د ځپلو پلان جوړ کړی و؛ له همدې امله، د دوی د راتګ سره سم، له هر ګوټ څخه یې مسلمانان تر برید لاندې ونیول او د مکې له ښار څخه چې یو شمېر خلکو د اسلام له لښکر سره یو ځای شوي وو، وتښتېدل او په راغلي لار بیرته ستانه شول، د مسلمانانو ټولې برنامې او پلانونه یې له منځه یوړل مسلمانان ګډوډ شول او هر څوک په عجیبه حیرانتیا او ګډوډۍ کې وو.
علامه شلبي رحمه الله لیکي: کله چې حضرت خالد رضي الله عنه دا صحنه ویني چې له یوې خوا مجاهدین په تېښته دي او له بلې خوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم هېڅ حکم نه دی صادر شوی؛ له همدې امله، هغه پریکړه وکړه چې ژر تر ژره سپاره کسانو ته د شاتګ امر وکړي او یو ځل بیا د حل لارې په اړه فکر وکړي؛ نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم شا او خوا تشه شوه او له اهل بیتو، څو تنو مهاجرینو او ځینو انصارو پرته به هېڅوک پاتې نه شي؛ ظاهراً رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډېر حساس او نازک حالت کې و او مسلمانان باید هغه نه وای پرېښودلی او له هغه څخه یې ځان نه وای لرې کړی؛ لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالیٰ په قرآن کریم کې دا پېښه بیانوي او مسلمانانو ته خبرداری ورکوي چې هېڅکله باید په خپل ځواک او شوکت فخر ونه کړي او مغرور نشي؛ بلکې بايد هر وخت په الله سبحانه وتعالی جل جلاله باندې توکل او اعتماد ولرو الله تعالی جل جلاله فرمایي؛ ژباړه: (بېشکه الله جل جلاله له تاسو سره په ډېرو مواردو کې مرسته کړې ده او د حنین په ورځ یې هم له تاسو سره مرسته کړې وه، کله چې د خلکو ګڼه ګوڼه تاسو حیرانه کړي وي، خو دغه کثرت او صدمه له تاسو څخه کوم خطر لرې نه کړ، د دې نه علاوه) ځمکه ستاسو لپاره د خپل عرض سره تنګه شوه او په پایله کې تاسو خپل دُښمن ته شا کړه او په تېښته پیل وکړ).
له دې وروسته حضرت خالد رضي الله عنه د اسونو له سپرو سره راستون شو او ځينې کسان چې تښتېدلي وو هم د اسلام د ګران رسول(صلی الله علیه وسلم) حضور ته ورغلل.
دا ځل حضرت خالد رضي الله عنه دُښمن ته په بل ډول د قهر او غصې په سترګه وکتل او په پوره جديت سره يې دُښمن ته مخ واړوه او هېڅوک يې تر تورې لاندې ژوندي پاتې نه شول؛ دا ځل به د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم یوازې پرېښوول او د شاتګ جبران کړي، هغه به آرام نه کوي تر څو چې هوازن او ملاتړي یې له ماتې سره مخ نکړي؛ له همدې امله یې دومره جګړه وکړه چې کفارو ته یې سخته ماتې ورکړه او د جګړې انډول یې د مسلمانانو په ګټه بدل کړ حتیٰ په دې جګړه کې پر بدن یې ډېر زخمونه ولګېدل او د درد او تکليف سبب شو او رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه په زخم خفه شو او د هغه د عيادت لپاره لاړ.
د جګړې په وخت کې د آرامتیا او سکون نازلېدل
بیا الله جل جلاله دا مُبارک آیت نازل کړ؛ ژباړه: (بیا الله تعالیٰ جل جلاله په خپل رسول او مؤمنانو باندې خپل رحمت نازل کړ او داسې لښکر یې نازل کړ چې هغه یې نه وو لیدلی او کافرانو ته یې سزا ورکړه او دا د کافرانو عذاب دی له دې وروسته چې چا ته يې خوښه شي توبه وباسي او الله جل جلاله بخښونكى، رحم كوونكى دى).
وروسته له هغه چې مسلمانان بیرته راغلل او کفارو ته یې ماتې ورکړه؛ الله سبحانه وتعالی جل جلاله په خپل پیغمبر او ټولو مؤمنانو باندې سکون او ارامي نازله کړه او په هغه جګړه کې هغه لښکرې راولېږلې چې تاسو یې نه دي لیدلي او کافرانو ته یې سزا ورکړه او دا د دوی عذاب دی، له دې وروسته جګړه پای ته ورسېده او په مؤمنانو کې سوله او آرامي راغله.
له دې لنډې پېښې څخه دا زده کوو چې حضرت خالد رضی الله عنه څومره زړورتیا او مېړانه ښودلې وه؛څرنګه چې له یوې خوا ټپي کېږي او له بلې خوا په دُښمن باندې په غوسه برید کوي او هغوی له پښو غورځوي.
د حضرت خالد رضي الله عنه لپاره دا لوی فضیلت دی چې الله تعالیٰ جل جلاله په خپل سپیڅلي کلام کې دغه مبارزه بیانوي او د حضرت خالد رضي الله عنه زړورتیا او سرښندنه یې ستایلې او هغه او د هغه ملګرو ته یې د بښنې او رحمت زیری ورکړی دې.