لیکوال: شکران احمدي
د اسلام اخلاقي دریځ (پنځمه برخه)
ښو اخلاقو ته د پاملرنې اړتیا
په هره ټولنیزه سطحه کې چې تاسو فکر کوئ او هر ډول مصیبت، ګډوډي او بدبختۍ چې تاسو یې په نظر راولئ، د هر رنګ او هرې قبیلې څخه، دا ټول د دې حقیقت پایله ده چې انسانان لکه څنګه چې ښایې نه دي روزل شوي؛ خو د اسلام ژوند بښونکۍ مکتب توانېدلی چې د ښوونې او روزنې دواړه عناصر د کمال اوج ته ورسوي او د اخلاقو مقولې یا په بل عبارت د خپلو پیروانو “روزنې” ته جدي پاملرنه وکړي.
علامه محمد منظور نعماني رحمه الله په خپل کتاب “دین او شریعت” کې لیکي: هغه عملونه چې د الله تعالی د رضا او د ثواب سبب ګرځي په څلور ډوله ویشل شوي دي چې تر ټولو لوی هغه عملونه دي چې انسانان یې د خدای تعالی د خلیفه په توګه ترسره کوي او اخلاق یې د ډولونو یوه بېلګه ده؛ نو د ټولو اعمالو په منځ کې یوازې اخلاق دا ځانګړنه لري چې انسان یې د الله تعالی د خلیفه په توګه اختیاروي.
داچې نور اعمال دا ځانګړنه نه لري، نو د همدې اصولو پر بنسټ ویلای شو: اخلاق تر نورو عملونو غوره دی.
دا ټول جنګونه او وژنې، ټول هغه ظلمونه او جنایتونه او بې عدالتي چې انسانان یې په ورځني ژوند کې ورسره لاس او ګرېوان دي، پرته له استثنا د روزنې د نشتوالي پایله ده چې زموږ د زمانې بشر، په ریښتیني توګه انسان نه دی جوړ شوی او د مطلوب او ښې زده کړې په لاره کې له دیني لارښوونو څخه ځان لرې کړی دی.
هوکې! کورنۍ د وړکتون او ښوونځي/مدرسې په هیله خپل اولادونه نه روزي او ښوونځی د پوهنتون په هیله او پوهنتون هم د لوړو علومو د زده کړې مرکز دی او هلته هیڅوک دې مسئلې ته پام نه کوي. پوهنتون عالِم، استاد، ډاکټر، مهندس/انجنیر او … جوړوي؛ خو له بده مرغه د کامل انسان په اړه په کي څرک نه لیدل کېږي. مغزونه روزل کیږي؛ مګر زړونه مړه کیږي او پدې توګه د مینې او انسانیت وروستي پاتې شوي د ذهني محفوظاتو او علمي غرور په ترڅ کي د نابودۍ کندې ته کاږل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اخلاقي زوزنې ته علمي او اکاډمیکو مرکزونو اړتیا تر بل هر ځای زیاته ده. ځکه چې د ټولنیز او کلتوري رهبرۍ رول چې د ټولنې په مختلفو کچو کې د پوهې او تخصص خاوندان په غاړه لري، اړتیا لري چې دا طبقه د بل هرې طبقې په پرتله خورا غوره انساني ځانګړتیاوې ولري، ترڅو علم او پوهه او په پایله کې ټولنیز موقف، د خدای تعالی رضا حاصلولو او عمومي مصالحو او کلتوري ودې لپاره قرار پیدا کړي او یقینا که په دې طبقه کې اخلاقي فقر خپور شي، علم او تخصص به د نفسي خواهشاتو په خدمت کې وي او د بې شمېره مفاسدو لامل شي.
پایله
د هغه څه له مخې چې په پورتنیو کرښو کې تېر شول، موږ ته څرګنده شوه چې قرآن کریم د خپل ځان، نورو او واحد خدای په اړه د انسان د چلند اساسي قانون دی او د قرآن او سنت اخلاقي او تربیتي اړخونو د کشف تفصیلي حساب، قرآن او سنت یو زر او یو من ورقې غواړې چې د دې غورچاڼ له دائرې څخه بهر دی. اسلام یوازینی دین دی چې بشریت ته یې د سالم او معقول ژوند لارې چارې ښوولې او د انسانیت نړۍ یې سعادت او بریاليتوب او غوره اخلاقو ته سوق کړي ترڅو ژمن او مخلص بندګان د سالم فکر کولو او د ګټور او ثمربخشه ژوند کولو طریقه او دودونه وپیژني او له دې ګټورو لارښوونو څخه کار واخلي.
هوکې! د اسلام سپېڅلی دين يو ستر سند دی چې په اخري پېغمبر محمد ﷺ نازل شوی او هغه هڅه کړې چې خلک د ګمراهۍ له تيارو څخه د نېکمرغۍ تکامل لور ته په هغو لوړو اخلاقو لارښوونه وکړي چې له دې دستورالعمل او سپېڅلۍ قانون څخه اخيستل شوي دي. او وفادار ملګري او اصحاب یې چې د دې الهي مکتب او د قران کریم روزل شوی نسل و، د خدای تعالی د دې ستر پیغام د رسولو او د توحید بیرغ د لوړولو او د ظلم، شرک، کفر او اخلاقي رذائلو د له منځه وړلو او د الهي عدالت حاکمیت او د انسانانو تر منځ د مساوات او ورورګلوۍ رامنځته کولو په لاره کې قربانۍ او سرښندنې وکړې.
قرانکریم؛ دا الهی سپیڅلی کتاب، د مهمو حقیقتونو یو څرک ده. ځکه عقيده، شريعت، قانون، نظام، اخلاق، روزنه، تصفيه او د انسان پرمختګ په ډېر ښايسته انداز او په هغه ډول چې د انسان خالق د هغه لپاره پلان کړى دى او په هر مبارک سورت او آيت کې يې داسې مسايل لکه: ادب او اخلاق او د ژوند د چارو د اداره کولو څرنګوالی ذکر شوي دي ترڅو په سالمې روزنې سره دغه خاورین انسان هغه مقام ته ورسوي چې الله تعالی ورته ټاکلی دی. د هغو هدفونو له جملې څخه چې پېغمبران علیهم السلام د تحقق لپاره رالېږل شوي دي، د انسان د ژوند چارې په دقيقه توګه تنظيمول، هغه ته د سمې لارې چې د حق لاره ده، لارښوونه کول دي؛ نو ښه اخلاق چې د اسلام په مبارک دين کې تایید شوی د هر نارينه او ښځینه، هلک او نجلۍ، ځوان او تنکۍ مسلمان لپاره اړین او ضروري دی. ځکه اخلاق د ټولو ښو څیزونو بنسټ او د ایمان او عمل د تکامل معیار معرفي شوی دی.
سرچینې:
قرآن کریم؛
رخشانی، محمد رضا، تکامل اخلاقي، انتشارات صدیقي انتشارات، زاهدن 1399 هـ.ش.
غزالی، محمد، اخلاق اسلامي، مترجم: محمود ابراهیمي، نشر احسان ۱۳۸۷ه.ش.
نعماني، محمد منظور دین و شریعت؛ مترجم: محمدقاسم قاسمي، نشر احسان. 1395هـ.ش.
النووي الدمشقي، أبي زكريا يحيى بن شرف، ریاض الصالحین، لبنان دارالفكر دمشق سورية، الطبعة الثانية 1411 ه.
البخاري، محمد بن إسماعیل، الجامع المسند الصحیح، المحقق: محمد زهیر بن ناصر الناصر، دار بیجا، الطبعة الأولی، 1422هـ.
القشیری النیسابوری، أبوالحسن، مسلم بن الحجاج المسند الصحیح، المحقق: محمد فؤاد عبدالباقي، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، بي تا.
الترمذي، الامام الحافظ أبى عيسى محمد بن عيسى بن سورة، سنن الترمذي، دارالفكر، بیروت، لبنان.