لیکوال: ابو جریر

 

په تمدن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  کړنې (پنځمه برخه)

۲. رسول الله صلی الله علیه وسلم او د انصارو او مهاجرینو تر منځ د ورورګلوۍ رامنځته کول

 د اسلامي تمدن د بنسټ په ايښودلو کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم بل ګام د يووالي او ورورګلوۍ د روحیې پيدا کول وو، ځکه چې د تمدن په ډګر کې يووالی يوه مهمه مسله ده او واقعي او ریښتینی  يووالی  امکان نلري  پرته له دې چې په عقائدو کې اتحاد وي، د دې اتحاد د رامنځته کولو لپاره تر ټولو غوره لاره د ورورګلوۍ اړیکه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم دا لاره غوره کړې، ځکه چې دا د لوی خدای امر دې  نو د اخوت او ورورولۍ جوړول د اتحاد لپاره ښه چاره ده، کله چې عقیدې یو شان شي، د ټولو دلیلونه او هڅې یو شان شي او په پایله کې به  یووالی راشي.

 د هجرت څخه اته میاشتې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د مهاجرینو او انصارو تر منځ د ورورګلوۍ فضا رامنځ ته کړه، چې په سمه لاره کې به یو له بل سره مرسته کوي او له مړینې وروسته به یو له بل څخه میراث اخلي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې کار سره مهاجر او انصار له هر اړخه سره یو ځای کړل، د مساوات او ورورولۍ کار یې دومره په لاره واچاوه چې هر مسلمان خپل مسلمان ورور تر خپل ځان مخکې کړ او غوره یې وګاڼه؛  لکه څنګه چې لیکل شوي دي: د بني نضیر سره د جګړې د غنیمت د تقسیم په ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم انصارو ته وفرمایل: که تاسو وغواړئ، مهاجرین دې په دې غنیمت کې شریک کړئ او که نه، نو ټول دې ستاسو وي انصارو وويل: موږ به يوازې خپلو مهاجرو وروڼو ته مالونه نه ورکوو.  بلکې موږ يې په خپلو مالونو او کورونو کې شريکوو، دا بايد په ياد ولرو چې د ورورولۍ د ميراث حکم د سپېڅلي آيت «و اولوا الارحام بعضهم اولی ببعض فی کتاب الله» په واسطه د بدر له جګړې وروسته لغوه شو. یثرب ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د راتګ له پیله، په مدینه منوره کې د مسلمانانو د نژادي او وینې توپیر سره سره، داسې شرایط رامنځته شول چې د مسلمانانو د یووالي لامل شو.

د عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه کیسه له سعد بن ربیع رضی الله عنه سره

 امام احمد له انس څخه روایت کوي چې عبدالرحمن بن عوف مدینې ته راغی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه او سعد بن ربیع انصاري رضی الله عنه تر منځ د ورورګلوۍ تړون وکړ. سعد ورته وویل: ای زما وروره زه د مدینې تر ټولو شتمن یم، زما نیمه شتمني وګوره او واخله او زما دوه میرمنې دي، وګوره چې کومه یوه مو خوښه ده، زه یې طلاقه کړم؛  عبدالرحمن وویل: خدای دې ستا په کورنۍ او مال کې برکت واچوي، بازار ته مې لارښوونه وکړه؛  هغوی ورته لارښوونه وکړه، هغه ورغی، پېر او پلور یې وکړ او له هغه څخه یې ګټه پورته کړه او له ځانه سره یې یو څه پنیر او غوړي هم راوړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: څنګه یې؟  هغه وویل:  یا رسول الله! ما له یوې ښځې سره واده وکړ؛  رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:  څه شی ورکوی؟  ويې ويل: د سرو زرو تول؛  ويې ویل:  وليمه  وکړه که یو پسه هم وي؛  عبدالرحمن وايي: ما په ځان کې داسې وليدل چې که يوه تيږه هم  را واخلم نو هيله مې دا وه چې سره زر او سپين زر ترلاسه کړم.

 د مهاجرینو او انصارو تر منځ میراث

 بخاري له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت کوي، هغه فرمایي: کله چې مدینې ته مهاجرین راتلل، نو مهاجر به له انصارو څخه پرته له خپلو خپلوانو، د ورورۍ او اخوت تړون په وجه په میراث کې شریک کیدل؛  کله چې دا آيت نازل شو: «وَلکل جعلنا موالی»؛  ژباړه: او موږ د هر چا لپاره وارثان ټاکلي دي.  دا عمل فسخ شو، په دې روايت کې راغلي دي چې د اتحاد په نيولو د ميراث فسخ کول همدغه آيت دى؛  خو له بل روايت څخه څرګندېږي چې د تړون پر بنسټ د میراث اخیستلو فسخ د دې آيت نزول دې: «و اولو الارحام بعضهم اولی ببعض في کتاب الله »؛ ژباړه: او خپلوان یو بل ته ډیر حقدار او نږدې دي.

 د دوستۍ او ورورګلوۍ له رامنځته کېدو وروسته انصارو دومره قربانۍ ورکړي چې د بشر په تاريخ کې بې ساري دي، هرکله چې په يوه ټولنه کې خلک يو بل ته وروڼه وايي، بې له شکه هغه ټولنه وده او پرمختګ کوي؛ بلکه تمدن د ورورګلوۍ او  د فکرونو او ایډیالوژۍ د یووالي زېږنده ده؛  ځکه چې موخې او هدفونه لار پیدا کوي، کله چې موخې یو واحد لوري ومومي؛  پایله یې لوی ځواک  کیږي او هرو مرو وده او تمدن راوړي.

 ادامه لري…

Leave A Reply

Exit mobile version