ځواب: لومړۍ مرحله حضرالموت نومیږی چې په دې وخت کې باید وصیت او دَین اداء شي، وروسته سکرات الموت (د مرګ سختي چې پکي درد حس کړي) او هغه څوک چې کافر وي دا حالت یې غمرات الموت ته بدلیږي دا حالت د سکرات الموت نه ډیر سخت دی.
ژباړه: که ووینې کله چې دا ظالمان د مرګ په سختیو کې غرق شوي وي، او ملایکو لاسونه خلاص کړي وي هغو ته وایي «خپل ځان بهر کړئ! نن د هغه دروغو لپاره چې په خدای مو تړلي وو او د هغه د آیاتونو په نسبت چې تکبّر مو کړی وو، ذلیل کېدونکی مجازات به وینئ»! (د هغوی په حال به تأسف وکړئ)
پوښتنه: ایا په قبر کې نور خلاصیږو او هلته پوښتني او ځوابونه نشته؟
ځواب: نه هلته د ژوند یوې بلي مرحلې ته ننوځو، کله چې انسان مړ شي بیا یې له دي نړۍ سره رابطه پرې کیږي، اما د عالم له مرګ وروسته د برزخ په نوم ژوند وجود لري چې په مختلفو نومونو یاد شوی لکه قبر، برزخ او مرقد هر څوک د خپل عمل مطابق په برزخ کې وي، څوک په خوب او آرام، څوک په عذاب او څوک تنها په فتنه (د درې پوښتنو ازموینه) کې وي. خرج البخاري: عن أسماء بنت ابيبکر رضیاللهعنها قالت: “قام رسول الله ﷺ خطیبًا، فذکر فتنة القبر التي یُفتَن بها المرء، فلما ذکر ذلک ضجَّ المسلمون ضجة”
ژباړه: حصرت اسماء بنت ابوبکر صدیق رضيالله عنها فرمایي: یوه ورځ رسول الله ﷺ د خطبې ویلو په حال کې وو د قبر د فتنې یادونه یې وکړه هغه فتنه چې انسان په هغه فتنه کې اچول کیږي کله چې یې ددې فتنې یادونه وکړه مسلمانانو ددې موضوع له اوریدلو نه ټکان وخوړ او متأثر شول.
د یادونې وړ ده چې کفار په قبر کې عذاب ویني مسلمانان فتنه (امتحان) کیږي یعني د هغه مشکلاتو په اثر چې د مسلمانانو په سر راځي د هغې په واسطه تزکیه کیږي. البته د عذاب کیفیت مجهول دی ځکه د مسلمانانو ګناهونه مختلف دي او عذاب هم همدا ډول…