ژباړه: ما د خپل رحمان خدای لپاره روژه او نذر کړي ده او نن به مطلقاً له هیڅ انسان سره خبري ونکړم.
صوم (روژه) د شریعت په اصطلاح کې عبارت ده: د انسان د نفس ساتل له خوړلو، څښلو، شهواني خواهشاتو او منفي اخلاقي امورو چې په نیت سره د صبح صادق نه شروع تر لمر لویدو پوري دوام مومي. روژي ته ځکه په فارسی کې روزه وایې چې دا عبادت اکثراً په ورځ کې کیږي او فارسي کې ورځ ته (روز) وایي.
پوښتنه: رمضان په لغت او اصطلاح کې واضح کړئ؟
ځواب: رمضان له (رمضاء) اخیستل شوی چې د شدیدي ګرمۍ/تودوخي په معنا ده عرب ژبي وایې (رمض الیوم) د نن ورځي تودوخي شدت واخیست، همدارنګه وایې: (رمض النصل) یعني توره یې د دوه کاڼو مینځ کي کيښوده ځکه چې هغه وټکوي تر څو هواره شي.
اسلام پوهانو د رمضان د میاشتي علت تسمیه د هغې معنیٰ ته سوق کوي او وایې چې دا میاشت یې رمضان نومولي ده “لأنه یرمض الذنوب أي یحرقها بالأعمال الصالحة” ځکه ګناهونه په نیکو اعمالو سوزوي، بعضي وایې دا چې زړونه په کثرت د ارشاداتو او تقریرونو په اوريدو سره داسي جوړيږي او ګرميږي لکه څنګه چې ریګونه او کاڼي د ګرمي هوا په وخت کې قوي حرارت لري. او بعضي وایي د رمضان کلمه له (رمضت الشیء) نه اخیستل شوي ده یعني یو شی چې د دوو کاڼو مینځ کې وْړه شي دا معنیٰ چې د انسان ګناهونه د نیکو اعمالو په مینځ کې منحل کیږي او له مینځه ځي. په همدي دلیل يې دا میاشت د رمضان په نوم نومولي ده.
رمضان د اسلامي شریعت په اصطلاح کې: د رمضان میاشت د هجري قمري کال نهمه میاشت ده چې د شعبان او شوال په مينځ کې واقع ده، او په دې میاشت کې په هر مؤمن او مسلمان روژه فرض ده، د قرآن د نزول میاشت ده، د لیلةالقدر په نوم داسي شپه په کې موجوده ده چې د زرو میاشتو عبادت نه غوره ده، دا میاشت د ګناهونو د عفوي او له الهي عذاب نه د ګنهکارانو د خلاصون میاشت ده.
پوښتنه: د روژې د فرضیت دلیل بیان کړئ؟
ځواب: روژه د عباداتو له جملې څخه ده چې په ټولو پیغمبرانو او امتیانو یې فرض وه، البته په شرایطو، د ورځو په تعداد او کیفیت کې یې اختلاف انکارناپذیر دی، اما په عموم کې روژه د ټولو پیغمبرانو او اسماني ادیانو مشترک عبادت دی، الله تعالیٰ ﷻ په دې باره کې فرمایي:
ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی دی روژه په تاسو مقرر شوي ده لکه څنګه چې ستاسو نه پر مخکې کسانو مقرر شوي وه تر څو تقوا او پرهیزګاري وکړئ.
پوښتنه: زکات په لغت او اصطلاح کې تشریح کړئ؟
ځواب: د اسلام څلورم رکن زکات دی زکات په لغت کې دوې معناوي لري:
۱- پاکې او نظافت، ۲- رشد او ډېروالی. زکات په اصطلاح کې: په آزاد، بالغ او مسلمان شخص باندې چې د زکات د نصاب په اندازه مال ولري، په هغه یو کال تیر شي او د هغې یو معین مقدار مستحقو خلګو ته ورکړي، او یا د خپل مال یو برخه مسکینانو او مستضعفو خلګو ته ورکړي زکات ویل کیږي.
ددې لپاره چې په دې کار سره د مسلمان مال او نفس پاک او تزکیه کیږي هغه کس چې د الله له لوري ورکړل شوي مال کې د الله د بندهګانو حق نه ادا کوي نتنها مال او دارایي یې ناپاکه ده بلکې نفس یې هم ناپاک دی لکه د بخل، حسد او کینې نه… دا شخص دومره تنګ نظر، خودخواه، مال او ثروت پرست دی چې د الله ﷻ له لورې وکړل شوي مال او نعمت کې د الله ﷻ د حق په ادا کولو ناراحته او غمجن کیږي. له داسي شخص به څه انتظار ولرو چې په نړۍ کې به د اللهﷻ د رضاء د ترلاسه کولو لپاره د خیر کار وکړي، چې هيڅ ډول فداکاري د خپل ایمان او عقیدې د دفاع لپاره نه ترسره کوي. بناً د داسي شخص زړه هم ناپاک دي او مال هم، هغه چې مال او ثروت د الله ﷻ د بندهګانو د حق ترپښو لاندې کولو سره ټولوي په همدې دلیل دی چې الله ﷻ فرمایې: وَمَن يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ. (الحشر 9)
او هغه کسان چې د خپل نفس له بُخل خسیسۍ څخه محفوظ شي هغوی ژغورل شوي او کامیاب دي.
د زکات د فرضیت دلایل: د زکات فرضیت په ګڼو آیاتونو سره ثابت دی چې یو مبارک آیات یې دلته ذکر کوو، الله تعالی ﷻ فرمایلي دي:
ژباړه: او د الله ﷻ لپاره د هغه کور (کعبه) حج د خلګو په عهده دی البته په هغه کس چې وکولای شي د هغې طرف لار وموندي او هر څوک چې کفر وکړې یقیناً الله ﷻ له جهانیانو بې نیازه دی.
د نبي کریم ﷺ له احادیثو هم د حج فرضیت ثابتیږي او د اصحابو رضوان الله اجمعین اجماع هم په هغې منعقد شوي ده.