د عقل ساتنه
عقل یو له ستر الهي نعمتونو څخه دی، چې په شریعت کې د مکلفیت لپاره اساس ګڼل کیږي او په همدې دلیل شریعت یې د ساتنې لپاره ایجابي تدابیر وضع کړي او د مضرو عواملو مخنیوی یې کړی دی. الف: د عقل ساتنې مفهوم
الله تعالی انسان وپنځاوه او کرامت او سترو امتیازاتو په ورکړې سره یې له نورو مخلوقاتو مخکښ کړ، چې له دې ډلې یو مهم امتیاز د عقل او درک دی، چې انسان ته دا وړتیا بښي تر څو د خپل رب عبادت وکړي او د خپلې ټولنې په هوساینه کې برخه واخلي.
الله تعالی عاقلان مخاطب کړي او دوی یې په سترو دندو مکلف کړي دي، چې د دوی او د دوی د ټولنې په ګټه دي. عقل انسان له ناسمو کړنو او وینا څخه راګرځوي او دا داسې نعمت چې خدای تعالی پر انسان پېرزو کړی او د همدې پر اساس یې له نورو مخلوقاتو ممتاز ګرځولی دی.
عقل په شریعت کې د مکلفیت اساس دی، لکه څنګه چې حضرت عایشه رضی الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي؛ «رُفِعَ الْقَلَمُ عَنْ ثَلَاثَةِ: عَنِ النَّائِمِ حَتَّى يَسْتَيْقِظَ، وَعَنِ المُبْتَلَى حَتَّى يَبْرَأَ، وَعَنِ الصَّبِي حَتَّى يَكْبُرَ»؛
له دریو ډلو خلکو څخه قلم لوړ شوی (مکلف نه دي) خوبولی کس، تر هغو چې وېښیږي، له لیونې څخه تر هغو چې بېرته یې عقل کار کوي او له ماشوم څخه تر هغو چې بلوغ ته رسیږي.
عقل باید د الهي وحیې د لارښوونې پیرو شي، ځکه له دې پرته شونې ده، چې منحرف شي. خدای تعالی د سمې لارې په موندلو کې د انساني عقل له کمزوري خبر و، نو ځکه چې یې د رحمت او الهي حکمت غوښتنه وه، چې د انسانانو د لارښوونې لپاره پیغمبران را واستوي او انسانان د رسالت له موندلو وروسته، مسؤل کړي او پوښتنې وړ یې وګرځوي.
له الهي رسالت پرته عقل د دې وړتیا نه لري، چې ګټه او تاوان تشخیص کړي، لکه څنګه چې له رڼا پرته سترګې نشي کولای څه وویني، نو عقل هم پرته له الهي وحیې د صحیح تشخیص نشي کولای. او کله هم چې عقل ته په شرعي مسایلو کې نقل ورسیږي، نو باید د نقل تابع شي. اسلامي شریعت هم د عقلاني تفکر میدان د نقل د لارښوونو پر اساس تعین کړی دی.
اسلامي شریعت د عقل د ساتنې لپاره هر ډول نشه کوونکي مواد حرام کړې دي او همداشان د تقویت په موخه یې د علم او فضل ترلاسه کول پر هر مسلمان فرض ګرځولي، تر څو انساني عقل ته په سمه لاره پاته شي.
اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه همدا خبره ده چې شراب، او قمار او بتان او د فال غشي پلیت دي، د شیطان له عمله دي، نو تاسو له دې نه ځان وساتئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ – یقینًا همدا خبره ده چې شیطان غواړي چې ستاسو په مینځ كې د شرابو او جوارۍ (قمار) په ذریعې سره دښمني او بغض واچوي او تاسو د الله له ذكر نه او له لمانځه نه بند كړي، نو ایا تاسو (له شرابو او جوارۍ نه) منع كېدونكي یئ؟
دا ایت د شراب خوړلو د حرمت په اړه وروستۍ قطعي حکم دی، امام قرطبي رحمه الله وايي: له شک پرته، مائده سورت مدنی دی او د شرابو د حرمت په اړه صریح حکم پکې شته.
اسلام د مسلمان په شخصیت جوړونه کې د عقل اهمیت ته په کتو مسکرات حرام کړي دي. د اسلام هدف له جسمي، روحي او عقلي اړخه د یوه قوي شخصیت ایجاد دی. نشه ی توکې نه یوازې چې د عقل بنسټونه کمزوري کوي، تر څنګ یې د انسان شخصیت تضعیف کوي او هغه په یوه مفسد او ګواښمن موجود بدلوي.
کله چې عقل له منځه ځي، نو انسان په یوه خطرناک او بې اختیاره موجود بدلیږي، چې فساد، وژنې، تجازو او خیانت ترې پیښږي او دا شر نه یوازې چې ده، بلکې د څنګ کسانو او ټولنې ته یې هم زیان اړوي.
له عبدالله بن عباس و عبدالله بن عمرو رضیاللهعنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: «هي أكبرُ الكَبَائِرِ وَأُمُّ الْفَوَاحِشِ، وَمَنْ شَرِبَ الخَمْرَ تَرَكَ الصَّلَاةَ وَوَقَعَ عَلَى أُمِّهِ وَعَمَّتِهِ وَخَالَتِهِ»؛
شراب تر ټولو ستره او د لویو ګناهانو مور ده، څوک چې شراب وڅښي لمونځ پرېږدي او شونې ده، چې د مستي په حالت کې له خپلې مور، خاله او یا هم عمه سره کوروالی وکړي.
اسلامي شریعت د شرابو د حرمت په ټینګار، له هر ډولې بڼې سره یې اړیکه لعنت کړې. ابن عمر رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي؛
«كُلُّ مُسْكِرٍ خَمْرٌ، وَكُلُّ خَمْرٍ حَرَامٌ»؛ هر مستي راوستونکی څیز نشه ده او هره نشه حرامه ده.
دا په اسلامي اخلاقي نظام او تفکر کې د عقل په اړتیا او ارزښت تاکید کوي.
جابر رضی الله عنه وايي، چې د یمن د جیشان د قبیلې یو فرد د رسول الله خواته راغی او د یو ډول شرابو په اړه چې د دوی په سیمه کې له جوارو څخه جوړېدل او -مرز- یې بلل؛ پوښتنه وکړه، رسول الله ترې وپوښتل، چې ایا سړی مست وي؟ نو هغه سړي ورته وویل، چې هو. نو رسول الله وفرمایل:
«كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ، إِنَّ عَلَى اللَّهِ عَهْدًا لِمَنْ يَشْرَبُ الْمُسْكِرَ، أَنْ يَسْقِيهُ مِنْ طِينَةِ الخَبَالِ»؛ – هر مست کوونکی شی حرام دی او الله تعالی عهد کړی، چې هرڅوک مسکر وڅښي نو پر هغه به د طنیة الخبال څښاک کوي. – صحابه و پوښتنه وکړه، چې اې د الله رسوله، طنیة الخبال څه ته وايي؟ نو رسول الله وویل: د جهنمیانو خولې او یا هم د هغوی شیره.
انس رضی الله عنه وايي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لَعَنَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّىاللَّهُعَلَيْهِوَسَلَّمَ فِي الخَمْرِ عَشَرَةٌ: عَاصِرَهَا، وَمُعْتَصِرَهَا، وَشَارِبَهَا، وَحَامِلَهَا، وَالمَحْمُولَةَ إِلَيْهِ، وَسَاقِيهَا، وَبَائِعَهَا، وَآكِلَ ثَمَنِهَا، وَالمُشْتَرِي لَهَا، وَالمُشْتَرَاةَ لَهُ»؛
عبدالله ابن عمر رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي، چې ویې ویل؛ «مَنْ شَرِبَ الخَمْرَ فِي الدُّنْيَا، ثُمَّ لَمْ يَتُبْ مِنْهَا، حُرِمَهَا فِي الآخرة»؛
څوک چې په نړۍ کې شراب وخوري او توبه ترې ونه باسي، نو په اخرت کې به د جنت له څښاکونو محروم شي.
دا نصوص په څرګند ډول د شرابو او نشه ي توکو حرمت ثابتوي. په اوسني وخت کې د چرسو، تریاکو، هروئینو او ورته نورو نشه ي موادو حکم هم په همدې قیاس کیږي.
امام نووي رحمه الله په خپل کتاب (روضه) کې لیکي؛ له شرابو پرته هم، هر هغه څه چې عقل خرابوي، لکه بنګ، حرام دي.
د امت علماء په دې اتفاق لري، چې ټول مسکرات هغه که له بوټي وي یا بله څه حرام دي.
علامه زرکشي د (زهرالعریش) په کتاب کې لیکي؛ (زموږ او د نورو مذاهبو فقهاء د مسکراتو په حرمت اجماع لري او دا ټولو بڼو ته هغه که له بوټو څخه دي او یا له بل څه شاملیږي.)
د نشه ي توکو حرمت د الله تعالی د کتاب (قران) د رسول الله د سنتو (احادیثو) او د امت په اجماع او قیاس سره ثابت دی. طبي علم هم په څرګند ډول د نشه ي توکو مصرف د جسم او روان روغتیا ته زیانمن بللی. علمي څېړنې ښيي، چې د دې موادو مصرف کولای شي، چې د لیونتوب، مرګ او جسمي او رواني ناروغیو سبب شي.
اسلامي علماؤ او داکټرانو دا زیانونه بررسي او تایید کړي دي. دوی، چې له ډلې علامه زرکشي او نور مشران علماء دي، د دې موادو په حرمت او منعې تاکید کړی. دا حرمت یې یوازې د فردي زیانونو له امله نه بلکې د ټولنې، ټولنیز او اخلاقو نورمونو ته د زیان له امله هم پرې ډېر ټینګار شوی دی.
په خلاصه ډول شراب او نور نشه ي توکې له شک پرته حرام دي او په ټولنه کې د هر ډول فساد بنسټګر ګڼل کیږي.