لیکوال: محمد عاصم اسماعیلزهي
حجاب (لومړۍ برخه)
د خدای شکر ادا کوو چې په دې تیارې پیړۍ کې لاهم یوه ډله د لارښود او حق بیرغ پورته نیولی، او د نړیوال استعمار د زهرجنو پروپاګند او د اسلامي امت په ټپي او ستړي بدن د هغوی د پرله پسې ګوزارونو په منځ کې، دوی پرمختګ کوي. موږ د خدای شکر ادا کوو چې د فتنې او فساد په دې زمانه کې چې دین ته لمن وهل د اور په لمبو کې راګیرېدل دي.
د پام وړ شمیر مسلمانې خویندې په اصولو او مبادیو باور لري او د شرعي حجاب اغوستلو ته لیواله دي، هغه حجاب چې د ټولنې د فساد پر وړاندې یوه ټینګه کلا ده. هو، د غربي ښکېلاکګرو او د هغوی د پلويانو هغه ناپاک لاسونه په بېلابېلو لارو د اسلامي ټولنې د فساد او بې حیايۍ په لور په کار اچولي دي. له هغو طريقې څخه يوه هم د بې حجابه کول دي، چې دښمن يې په دې وروستۍ پېړۍ کې د هېڅ ډول هڅې څخه یې درېغ نه دی کړی. کله کله حجاب د ازادۍ مخالف یې بولي، کله د شاتګ او تحجر نښې نوم پر ایږدي، او کله هم د ۱۴۰۰ کاله شاته کېدل او بېرته ستنېدل. او په مقابل لور کې بې حجابي د ترقي، پرمختګ او تمدن په نوم یادېږي.
دا ټولې هڅې د مسلمانې ښځې له حجاب څخه د خلاصون او په اسلامي ټولنه کې د بې حجابۍ د خپراوي لپاره دي. او په دې توګه غواړي به خپلو ناوړه ارمانونو ته ورسیږي. که څه هم دښمن له یوې خوا په دې ډګر کې پرمختګ وکړ، خو له بلې خوا د ډېرو مسلمانو ښځو له مقاومت سره مخ شو، چې په دې سپکو شعارونو و نه غولېدل، او پوه شول چې لوېديځ د ښځو د ازادۍ په ادعا کې دروغجن دی. او په دې برخه کې د خپلو موخو او ګټو له پوره کولو پرته بله موخه نه لري. وروسته له دې چې په فرانسه، جرمني او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې مسلمانې نجونې د اسلامي حجاب او پوړني اغوستلو له امله ښوونځیو ته له تلو منع شوې او مسلمانې ښځې د حجاب د اغوستلو له امله د ترکیې پارلمان کې د ګډون کولو منع شوې او په لسګونو نورو قضیې چې ټولو یې د ازادۍ پر وړاندې د لویدیځ منافقت او دوه مخیتوب نور هم څرګند کړ.
نو ای مسلمانې خورې! هغه کسان چې د ازادۍ او دموکراسۍ په نوم غواړي ستا اسلامي عزت او حرمت تر پښو لاندې کړي او کوڅو ته دې راکش کړي، دوی ستا خواخوږي نه دي او ستا ازادي نه غواړي، بلکې غواړي اسلامي ټولنه فاسده کړي. نو دا په تاسو پورې اړه لري چې د اسلامي حجاب په ساتلو سره د اسلامي ارزښتونو ساتنه وکړئ ځکه چې ته د امت نیمه برخه یې. او د امت بله نیمایي برخه به له تا څخه پیدا شي، نو په نتیجه کې، ته ټول امت یې.
ستر مسلمان شاعر امیر الشعراء شوقي په یوه ښکلي شعر کې وایي:
الأم مدرسة إن أعددتها…..أعددت جيلا طيب الأعراق»
“مور د هغه ښوونځۍ په څیر ده که چیري تاسو یې (د ښه تعلیم سره) چمتو کړی، په حقیقت کې تاسو یو پاک او لوی نسل چمتو کړی دی.”
هو، مسلمانې خور، ته د سبا مور یې.
مسلمان ماشومان به ستا په غېږه کې لوییږي او په حقیقت کې د اسلامي ټولنې راتلونکی ستا په لاس لیکل کیږي.
اسلامي قانون ستا د عفت، کرامت او لوړ مقام د ساتلو لپاره تا ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. او ستا په جامو او زینت باندې لګول شوي بندیزونه یوازې د هغه فساد د مخنیوي لپاره دي چې ستا د زینت د څرګندولو په نتیجه کې منځ ته راځي. نو هغه څه چې اسلام راوړی هغه ستاسو ازادي نه محدودوي، بلکې تاسو د خندا، ذلت او د فحاشي په ژورو کې له غورځېدو څخه ساتي، تر څو تاسو د ننداره کوونکو لپاره د نندارو په بڼه نه شئ او ستاسو حجاب د اسلامي ټولنې لپاره قوي ماڼۍ ده.
علامه اقبال لاهوري رحمه الله څومره په زړه پوری او خوږ شعر ویلی دی:
ای ردایت پردهٔ ناموس ما…..تاب تو سرمایهٔ فانوس ما
طینت پاک تو ما را رحمت است…..قوت دین و اساس ملت است
کودک ما چون لب از شیر تو شست…..لااله آموختی او را نخست
میتراشد مهر تو اطوار ما…..فکر ما گفتار ما کردار ما
برق ما کو در سحابت آرمید…..بر جبل رخشید و در صحرا تپید
ای امین نعمت آئین حق…..در نفسهای تو سوز دین حق
دور حاضر تر فروش و پرفن است…..کاروانش نقد دین را رهزن است
کور و یزدان ناشناس ادراک او…..ناکسان زنجیری پیچاک او
چشم او بیباک و ناپرواستی…..پنجهٔ مژگان او گیراستی
صید او آزاد خواند خویش را…..کشتهٔ او زنده داند خویش را
آب بند نخل جمعیت توئی…..حافظ سرمایهٔ ملت توئی
از سر سود و زیان سودا مزن…..گام جز بر جادهٔ آبا مزن
هوشیار از دستبرد روزگار…..گیر فرزندان خود را در کنار
این چمن زادان که پر نگشادهاند…..ز آشیان خویش دور افتاده اند
فطرت تو جذبهها دارد بلند…..چشم هوش از اسوهٔ زهرا مبند
تا حسینی شاخ تو بار آورد…..موسم پیشین بگلزار آورد