لیکوال: زید

 

د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (دیارلسمه برخه)

د مشرکینو د غرور ماتېدل او له خپل ځواک څخه د هغوی ناهیلې کېدل
د مکې مشرکین په دې سوچ وو چې هرو مرو به رسول الله صلی الله علیه وسلم د لږ شمېر کسانو سره مکې ته د ننوتلو هوډ لري او موږ د «صفوان او عکرمه» وړې ډلې په مټ کولای شو له هغوی سره مبارزه وکړو او ښار ته د ننوتلو مخه یې ونیسو.
هغوی ګمان کاوه چې د دې خاورې اصلي وارثان دوی خپله دي او هرڅوک چې د توحید لوري ته واوښت او اسلام یې ومانه؛ زموږ څخه نه دې او باید له دې ښار څخه وشړل شي.
غرور او د هغوی جاهلي غیرت دې ته اجازه نه ورکوله چې د حق په وړاندې د تسلیمۍ سر کښته کړي او د اسلام تودې غیږې ته ورشي، تل په دې سوچ کې وو چې موږ د ډیر ځواک څخه برخمن یو او کولای شو مسلمانانو ته ماتې ورکړو.
علامه شلبي په خپل کتاب کې لیکي: «د مکې له مشرکینو څخه د (حماس بن قیس) په نوم یو کس چې ځان ورته ډیر غیرتي او پیاوړی ښکاریده او د اسلام لښکر تر راتګ دمخه یې خپلې تورې  تېرولې او خپلې وسلې یې چمتو کولې او هغه یې ازمویلې؛ ښځې یې ترې پوښتنه وکړه چې دا وسلې د څه لپاره چمتو کوې؟ هغه په ځواب کې وویل: د محمد (ص) او ملګرو سره یې د جګړې لپاره؛ ښځې وویل: زما په اند هیڅوک نشي کولای د محمد صلی الله علیه وسلم او ملګرو مخه یې ونیسي. حماس وویل: زه هیله من یم چې د هغوی یو شمېر کسان اسیران کړم او د مریي او وینځې په توګه یې ستا په چوپړ کې وګمارم.
له دې خبرو اترو وروسته، حماس بن قیس د خپلې مېرمنې په مخ کې لاندې شعر وویل؛ ژباړه: (که نن مسلمانان مکې ته ورسیږي، د هغوی هیڅ یو زما سیال نه دې؛ دغه زما چمتو شوې او تېره وسله ده چې د هغه په مټ هر څوک چې وغواړم وژلی یې شم؛ دا هم زما غبرګې نیزې دي چې ډیرې تېرې او چټکې پرې کوونکې دي).
له هغه وروسته، حماس هم وسله په لاس کې واخیسته او د صفوان او عکرمه فتنه اچوونکې ډلې سره د خندمې پر لور رهي شو؛ اما کله چې د خالد رضی الله عنه سره په جګړه کې یې ماتې وخوړه او ډارن او زیانمن کور ته راستانه شول، حماس خپلې میرمنې ته وویل چې د کور دروازه بنده کړه؛ میرمن یې هغه ته وویل چې د پرون خبرې دې څه شوې؟ هغه د خپلې میرمنې په ځواب کې دا شعرونه وویل؛ ژباړه: «ای ښځې! که ته د جګړې په ورځ د خندمې په سیمه کې حاضره وای، هرو مرو به دې د صفوان او عکرمه په څېر کسان لیدلای چې تیښته کوي؛ په هغه وخت کې ابویزید، د ویرجنې ښځې په شان ولاړ دې او ننداره کوي او د محمد صلی الله علیه وسلم یاران د تېرو تورو سره د هغوی هرکلي ته تلل.
هغوی د تورو په یوه ګوزار سره، لاسونه او د سر کوپړۍ پرې کولې او له شور، غوغا او چغو پرته بل څه نه اوریدل کیدل؛ او که ته هلته وای او دغه زړه بوږنوونکې پیښې او صحنې دې لیدلای؛ هیڅکله به دې زه نه پړ کولم او وړه خبره به دې د پیغور په توګه نه راته کولای».
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version