اول: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوڼو قبرونه دي، چې د بقیع هدیرې دخولي دروازې ته مخامخ د شاوخوا 30 متره په واټن کې واقع دي او هدیرې ته په ننوتو سره د انګړ له پلوه یې موږ په اسان ډول موندلی شو، دلته د رسول الله صلى الله عليه وسلم د لاندې لوڼو قبرونه دي:
1. آغلې ام کلثوم رضی الله عنها.
2. آغلې رقيه رضی الله عنها.
3. آغلې زينب رضی الله عنها.
دوهم: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اهل بیت قبرونه دي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوڼو له قبرونو څخه کابو ۲۵ متره لېرې سویل ته د رسول الله د لوڼو د قبرونو مخې یوې خوا ته د اهل بیت علیهم السلام قبرونه دي، چې د لاندې کسانو قبرونه دي:
1. آغلې فاطمه الزهرا رضی الله عنها.
2. د رسول الله صلی الله علیه وسلم تره عباس بن عبدالمطلب رضی الله عنه.
3. حسن بن علي رضی الله عنهما.
درېیم: د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د میرمنو قبرونه دي، چې شمال لوري ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوڼو د قبرونو مخې چپ اړخ ته، شاوخوا اته متره لیرې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مېرمنو قبرونه دي او هغه دا دي:
1. آغلې عایشه بنت صدیق رضی الله عنها
2. آغلې سوده بنت زمعه العامريه رضي الله عنها
3. آغلې حفصه بنت عمر بن الخطاب رضی الله عنها
4. آغلې زينب بنت خريمه هلاليه رضي الله عنها
5. آغلې ام سلمه بنت ابي اميه المخزوميه رضی الله عنها
6. آغلې جویریه بنت الحارث المصطلقیه رضی الله عنها
7. آغلې ام حبیبه رمله بنت ابي سفیان رضی الله عنها
8. آغلې صفیه بنت حیی بن اخطب رضی الله عنها
9. آغلې زینب بنت جحش رضی الله عنها
البته خدیجه بنت خویلد او میمونه بنت الحارث هلالیه رضي الله عنهما چې دي، په هغوی کې یې خدیجه رضی الله عنها د مکې په المعلا کې خاورو ته سپارل شوې او میمونه له مکې څخه ۱۲ میله لرې په سرف کې قبر لري.