لیکوال: نعمان سعی

د اسلامي تحقیق رواج او په اړه یې د اسلافو کړنلاره (لومړی برخه)

په دې سلسله واره لیکنه کې به موږ د یوې مهمې دیني او مذهبي موضوع “د اسلامي تحقیق رواج او په اړه یې د اسلافو کړنلاره” اړوند د خپل وس مطابق څو کرښې وکښو او کوښښ به وکړو، چې په اړه یې هغه څه ولیکو او خپل هغه معروضات وړاندي کړو، چې هم ګټور او هم د موضوع لنډیز وي. البته زه به مخکې له هغې یو معذرت وړاندې کړم او هغه دا چې د داسې یوې تحقیقي موضوع په باب کې د معیار، سطحې او د یادونې وړ انداز مطابق لیکنه کول به زما غوندې د یو عاجز بنده د وس خبره نه وي؛ خو د غاړې د خلاصون لپاره به څو ماتې ګوډې کرښې وکښم. تاسو دعاء کوئ، چې الله جل جلاله تاسو ته د دې مقصودي لیکنې د لوستلو وس درکړي، ماته یې د کما حقه لیکلو توان راکړي او د اسلام د حق دین د هرې خبرې، چې زموږ او ستاسو په علم او ادراک کې راځي، په هغه باندې د بشپړ عمل کولو توفیق هم راکړي. آمین.
اسلامي تحقیق/ څېړنه، دود/ رواج/ روایت او په اړه یې زموږ د اسلافو کړنلاره، که دا موضوع موږ په لنډ ډول تقسیم کړو، نو په درېیو اساسي ټکيو کې را ټولیږي:
(۱) څېړنه څه ده؟
(۲) زموږ رواج/ دود/ روایت څه دی؟
(۳) او په ننني عصر کې د هغې اړتیاوې څه دي؟
له دغه عنوان څخه نور شاخونه هم را ووځي او نور نوي عنوانونه ترې جوړیږي، خو موږ به هڅه وکړو، چي خپل بحث د همدغو دوو یا دریو ټکو په شاوخوا کې را ټول او بشپړ کړو.
تحقیق کلمه له حق څخه اخېستل شوې ده، چې مانا یې د حقایقو معلومول، حقایقو ته لاسرسی، د حقیقت درک کول، د حقیقت بیانول، د حقایقو څرګندول، د حقیقت ثابتول او حق باندې حجت قایم کول ده او همدا ټول د تحقیق مرحلې دي.
دا انساني فطرت دی، چې د حق په لټه کې وي. هر انسان چې ذي شعور او ذي فهم وي، حتی که هغه یو کوچنی ماشوم هم وي؛ ځکه کله چې هغه یو څه وویني؛ نو د هغه اصل ته د رسیدو هڅه کوي. کوچنی ماشوم دی، څه یې لیدلي دي، نو که په دا ماشوم کې لږ عقل هم وي، نو خامخا هڅه کوي، چې د دغه شي کنهې ته ځان ورسوي. هغه له منځه وړي، خلاصوي یې او ظاهرا یې زیانمن کوي هم، خو مګر هڅه کوي ترڅو چې وګوري دا شی څه دي؟ دا انساني فطرت دی او دا انساني طبیعت دی او نه یوازې دا د دین یا علم په تړاو، بلکې په هر ډګر کې د انساني تجسس همدا حال دی. که موږ د ژوند هر ډګر را واخلو، هر اړخ یې را واخلو؛ نو د حق معلومول، حقیقت پیژندل او حق او حقیقت ته رسیدنه دا د انسان اړتیا او دا د انسان طبیعت دی، چې په دې اعتبار سره حق بیا ډېرې معناووې لري.
نور بیا …
Leave A Reply

Exit mobile version