لیکوال: عمرخان ابراهیم زی
د صلوٰة التسبيح لمونځ، او بشـــــپړه طریقه يې په دې ليکنه کې
د دې لمانځه ډېر زیات فضیلت دی.
د دې لمانځه د کولو څخه د انسان د مخه او وروسته ؛ نوي او زاړه ؛ لوی او کوچني ؛ ښکاره او پټ ؛ په قصد یا سهوه پېښ شوي گناهونه الله تعالی جله جلاله وربخښي.
دا لمونځ د خدای پاک (جله جلاله) رسول حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم ) و خپل کاکا حضرت عباس (رضی الله عنه) ته ورښوولی وو ؛ او ورته ويلي دي چې که یې کولای شې نو دا لمونځ هره ورځ کوه ؛ که هره ورځ نه وي نو هره جمعه یې کوه او که هره جمعه یې نه شې کولای نو په کال کی يې یو ځل کوه ؛ که يې په کال کې هم یوځل نشې کولای نو په ټول عمر کې يې یو ځـــــــل ضرور او خامخا وکړه.
د تکلیف ، غم ، مصیبت او سختۍ په وخت کې دا لمونځ ډېر زیات ګټــــــــور دی .
طریقه:
دا لمونځ څلور (۴) رکعته دی ؛ په یوه سلام سره دا لمونځ هر وخت کیږي خو په مُکْرو وختونو کې نه کېږي ، بلکې په مکرو وختونو کې هیڅ لمونځ نه کېږي.
د دې لمانځه په هر رکعت کې پنځه اویا (۷۵) ځلــــــه لاندې تسبیحات ويل کېږي .
سُبْحٰان اللِه وَ الْحَمْدُ اللِه وَ لااله الاالله والله اکبر.
ویل کېږي
نیت کول يې په دې ډول دي.
نیت کوم د زړه له اخلاصه څلور (۴) رکعته صلوة تسبیح لمونځ کــــــــوم په دې حاضر وخت (مثلاً د ماخوستن يا نور صحي وختونه ) خاص خدای پــــــاک (جله جلاله ) لره مخ می دی د کعبې شریفي په لوري الله اکبر.
د تسبیحاتو ویل په دې ترتیب سره :
۱ – تر سبحانک اللهم وروسته (۱۵) ځـــــــله .
۲ – تر اعوذ باالله ، بسم الله ، الحمد الله او سورت وروسته (۱۰) ځـــــــله .
۳ – په رکوع کې تر سبحان ربي العظیم ورسته (۱۰) ځـــــــله .
۴ – چې له رکوع څخه راپورته سې په ولاړه کې ؛ ترسمع الله لمن حمده وروسته (۱۰) ځـــــــله .
۵ – په لومړۍ سجده کې تر سبحان ربی الا علی وروسته (۱۰) ځـــــــله .
۶ – د لومړۍ سجدې څخه تر راپورته کېـــــــدو وروسته په ناسته کې (۱۰) ځـــــــله .
۷ – په دوهمه سجده کې تر سبحان ربی الا علی وروسته (۱۰) ځـــــــله .
په دې تر تیب سره دا تسبیح په یوه رکعت کـــــــې – ۷۵ – ځـــــــله ویل کېږي ؛ په همدې تر تیب په پاته دريــــــــو رکعتونو کې هم – ۷۵ – ځلــــــــــه ویل کیږی چـــــــې د ټولو رکعتو نو دا شمېر – ۳۰۰ – ځـــــــله کیږې.
یادونه : کله چې دوهم (۲) رکعت ته پورته شـــــــئ نو په دوهم (۲) رکعت کې سبحانک اللهم نه ویل کــــــــېږي بس چې راپورته شوې تر هر څه دمخه تسبیحات (۱۵) واره ووایه بیا نو ؛ بسم الله، الحمدالله سورت وروسته بیا (۱۰) ځــــــــله همدا شان د پورتنۍ لارښوونې سره سم يې وواياست .
لـــــــه تاسو ټولو محترمو لوستونکو څخه په ډېره مينه هيله کوم ، چې دا پـــــــــورته ليکنه په وېب پاڼو ، فېسبوک پاڼو ،واټساپ ګروپونو او همدا رنګه د ټلګرام پـــــــــه چېنلونو کې خاص د يوازني يوه الله پاک جله جلاله د ضا لپاره نشر کړئ! تر څو د لمونځ کوونکي هومره ثواب ان شاءالله تر لاسه کړئ! له ملتيا مو نړۍ مننه .
۱ څرگندون
کامیابې مو غواړم د پاک او مهربانه رب
ﷻ څخه بریالې اوسې