ایپی کیورس وایي: که چېرې الله د شر او بدي له منځه وړل غواړي او دا کار نشي کولای نو بیا هغه (الله) قادر ذات نه دی او که چېرې هغه د شر په له منځه وړلو قادر وي او بیا یې هم له منځه نه وړي نو په دې صورت کې رحمن او رحیم نه دی، او که چېرې نه د شر له منځه وړل غواړي او نه یې هم له منځه وړلای شي نو بیا په کوم اساس خدای شو[1]؟
یعنې که چېرې الله تعالی د قدرت او رحمت له صفاتو برخمن وي نو باید شر او بدي له منځه یوسي که له منځه یې نشي وړلای نو د قدرت صفت نه لري او که نه غواړي چې له منځه یې یوسي بیا د رحمت صفت نه لري؛ نو یا به خدای (الله) قادر وي او یا به هم رحمن او رحیم وي خو په یو ذات کې ددې دواړو صفاتو جمع کېدل ځکه ناشوني دي چې په دنیا کې شر او بېلابېلې ستونزې موجودې دي.
ځواب:
په دې نیوکه او استدلال کې ملحد د (False dichotomy) مغالطې هڅه کوي، چې مخاطب ته پکې یواځې دوه انتخابه ورکړل شوي او دې ته یې اړ کوي چې له همدې دوه څیزونو څخه یو وټاکي، یعنې مخاطب ته دا وایي چې د قدرت او رحمت له صفتونو څخه یو وټاکي، په داسې حال کې چې الله تعالی په دې دوه صفتونو سربېره ډېر نور صفات هم لري لکه بصیر، حکیم، علیم او….، ملحد دلته د الله دا او نور صفات له پامه غورځوي او یواځې دوه صفتونه د یو او بل په وړاندې بیانوي، نو ددې مغالطې د لمنځه وړلو لپاره باید د الله تعالی نور صفات هم په نظر کې ونیول شي، چې په هغه صورت کې هېڅکله یاده پوښتنه نه مطرح کېږي.
لکه څنګه چې الله جل جلاله د مطلق قدرت څښتن دی او پخپل قدرت سره یې دومره پراخ کائنات پیدا کړي، الله تعالی د لا محدود علم او حکمت څښتن هم دی، په همدې اساس الله تعالی هېڅ شی هم بې موخې او عبث نه دی پیدا کړی بلکې هر څيز یې د خپل حکمت په اساس د یوې ځانګړې موخې لپاره پیدا کړی. خو دا چې موږ انسانان نشو کولای د ټولو څیزونو په حکمت پوه شو لامل یې دا دی چې موږ انسانانو ته محدود عقل او پوهه راکړل شوې او په دې محدود عقل او پوهې سره نه شو کولای لا محدود علم ترلاسه کړو او په بشپړه توګه د ټولو څیزونو حکمت درک کړو، ځکه د تر لاسه کولو په صورت کې یې زموږ علم او عقل محدود نه پاتې کېږي په هغه صورت کې موږ هم د لامحدود علم څښتنان ګڼل کېږو، چې دا له امکان څخه بهر ده.
که چېرې یو څوک د الله تعالی په علم او حکمتونو ځان پوهول غواړي نو دلته له دوه خبرو څخه یوه هرو مرو لازمېږي؛ یا دا چې د الله تعالی علم او حکمتونه محدود دي چې دا د الله تعالی له شان سره نه ښایي او یا دا چې انسان هم د الله تعالی په څېر لا محدود علم ترلاسه کولای شي چې دا هم ناشونې ده. دا د ملحدینو یو ناسم تصور دی چې الله تعالی په انسانانو قیاسوي، دوی داسې باور لري چې په هر صورت کې باید موږ د الله تعالی په ټولو حکمتونو ځان پوه کړو خو دېته نه ګوري چې انساني ذهن د دومره پوهې وړتیا نه لري.
د بېلګې په ډول: که یو ناروغ ته ډاکټر د ځینو درملو سپارښتنه وکړي نو ناروغ د ډاکټر په علم او حکمت باور کوي او له کوم دلیل پرته د هغه سپارښتنې مني، خو که ناروغ وپوښتي چې زه ولې دا درمل وخورم؟ یا په دې درملو کې څه ګټه ده؟ نو ډاکټر به هرو مرو ځواب ورکوي چې ددې پوښتنو د بشپړ ځواب تر لاسه کولو لپاره باید ته طب ووایې، ځکه چې ته د طب په هکله یا هېڅ معلومات نه لرې او یا هم ډېر لږ معلومات لرې؛ همدا راز که ډاکټر وغواړي چې ناروغ عملیات کړي او د بدن کوم غړی یې ورڅخه پرې کړي بیا هم ناروغ کومه نیوکه پرې نه کوي، ځکه ناروغ پوهېږي چې ډاکټر هرو مرو په دې کار کې کوم حکمت او ښېګڼه لیدلې او دی نه پرې پوهېږي. نو کله چې موږ د محدود علم او حکمت لرونکي ډاکټر په حکمت باندې باور کوو او له هغه څخه د ټولو حکمتونو پوښتنه نه کوو بیا ولې د لامحدود علم څښتن ذات په حکمت باندې باور ونکړو او غواړو چې د هغه په ټولو حکمتونو ځان پوه کړو؟
د ملحدینو یوه بنسټیزه ستونزه دا ده چې هېڅکله هم د ځان پوهولو ريښتونې هڅه نه کوي او احساساتي دریځ غوره کوي –لکه د ملحدینو د رواني حالاتو په بحث کې مو چې وویل- د ډېرو ملحدینو په الله تعالی باندې د بدګمانۍ اصلي لامل هم په نړۍ کې د ستونزو او شر شتون دی یعنې په دنیا کې د شر، ستونزو، ناروغیو او…. له امله له الله تعالی څخه انکار کوي، په افغانستان کې هم ځينې ملحدین د خپل انکار سبب په افغانستان کې شته ستونزې او جګړې په ګوته کوي.
په نړۍ کې د شر او ستونزو د شتون له امله د الله تعالی له شتون څخه انکار د عقل او منطق خلاف کار دی، ځکه کله چې موږ په یو څیز اقرار کوو نو هرو مرو به هغه څیز موجود وي او موږ به یې په خپلو پینځه ګونو حواسو احساسولای شو، او که یې په حواسو حس نه کړو نو باید چې د هغه څیز نخښې او اثار احساس کړو څو په هغه څیز د اقرار لپاره جواز او ثبوت شي، د بېلګې په ډول موږ وایو چې: موبایل انسان جوړ کړی، لامل یې دا دی چې د موبایل په جوړښت کې د یو ذهین او عقل لرونکي انسان اوصاف او نخښې لیدل کېږي، نو د موبایل له شتون او جوړښت څخه دا معلومولای شو چې یو جوړوونکی لري، یعنې د یو صفت د شتون له امله د موصوف په شتون باندې اقرار کولای شو، چې دا په یو څیز د اقرار اصول دي خو د انکار اصول بیا متفاوت دي، موږ نشو کولای چې د یو صفت د نه شتون په اساس د موصوف له شتون څخه انکار وکړو، ځکه اکثره وخت یو څیز موجود وي خو د ځینو عارضي لاملونو په اساس یې موږ نه شو حس کولای.
د بېلګې په توګه روښنایي او رڼا د ګروپ (برق) صفت دی، که څوک یوې داسې خونې او کوټې ته دننه شي چې هلته رڼا نه وي نو دا نشي ویلای چې په دې کوټه کې ګروپ نشته، ځکه ګروپ به هرومرو وي خو رڼا (صفت) یې د ځینو لاملونو په سبب نشته، لامل یې کېدای شي چې اړونده بټن (ساکټ) یې بند وي او یا برېښنا نه وي او….
اوس موږ دا خبره د الله جل جلاله په وجود باندې تطبیقوو، موږ د الله جل جلاله په موجودیت اقرار کوو ځکه چې دا کائنات ټول د هغه په وجود دلالت کوي او په کائناتو کې د هغه د بېلابېلو صفاتو نخښې او آثار موجود دي، د اقرار له اصولو سره سم زموږ دا اقرار پر ځای او سم دی. خو که چېرې ملحد په عارضي توګه د الله جل جلاله یو صفت (د بېلګې په ډول رحمن) نه ویني او له همدې امله د الله جل جلاله له وجود څخه انکار کوي انکار یې ناسم او له منطقي اصولو څخه خلاف دی.
تر دې ځایه د شوي بحث نچوړ په دوه جملو کې داسې رانغاړو چې:
لومړی- موږ هېڅکله هم د الله تعالی په ټولو حکمتونو ځان نشو پوهولای؛
دوهم- په دنیا کې د شر د شتون له امله د الله تعالی له شتون څخه انکار په هېڅ عقلي او منطقي معیار برابر نه دی.
الله تعالی شر ولې پیدا کړی؟
لکه وړاندې مو چې وویل الله تعالی د هر څیز پیدا کوونکی او د پراخ حکمت لرونکی ذات دی او د هر څیز په پیدا کولو کې حکمت لري، الله جل جلاله فرمایي: [اللَّهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ (الزمر: ۶۲)] ژباړه: الله د هر څیز پیدا کوونکی دی. کله چې هر څیز الله تعالی پیدا کړی په دې څیزونو کې خیر او شر[1] هم شامل دي، که چېرې یو څوک یواځې د خیر پیدایښت الله تعالی ته منسوبوي نو بیا د شر لپاره د بل خالق منلو ته اړ کېږي چې دېته د ثنویت (Dualism) عقیده وایي چې د زردشتي دین عقیده ده، زردشتیان د خیر د پیدایښت نسبت یزدان ته کوي او د شر اهرېمن ته[2].
۱ـ ازموینه: په ټوله کې الله جل جلاله د ژوند او مرګ یوه موخه د انسانانو امتحان او ازمایل ښودلي، فرمایي: [الَّذِي خَلَقَ الْمَوْتَ وَالْحَيَاةَ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا (الملک: ۲)] ژباړه: الله هغه ذات دی چې مرګ او ژوند یې ددې لپاره پیدا کړل څو تاسو و ازمایي چې په تاسو کې څوک ډېر غوره کارونه تر سره کوي. په هر وخت کې الله جل جلاله انسانانو ته خپل استازي او پیغمبران او په هغوی نازل شوي کتابونه ځکه رالېږلي چې انسانانو ته غوره او بده لاره وښيي او انسانانو ته یې ددې دواړو په تر سره کولو کې اختیار هم ورکړی چې همدا اختیار ورکول د ازموینې په معنا ده، یعنې انسان په خپلو کړو وړو ازمایي چې غوره کارونه کوي او که ناوړه.
له دې سربېره ځینې وخت الله جل جلاله د انسانانو د ازمویلو په موخه هغوی په سختو حالاتو کې اچوي الله جل جلاله فرمایي: [كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ وَنَبْلُوكُمْ بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ (الأنبیاء: ۳۵)] ژباړه: هر نفس د مرګ څکونکی دی، او تاسو په شر او خیر سره ازمایو او تاسو زموږ لور ته راګرځئ.
۲ـ د خیر پېژندنه: که چېرې هېڅ شر موجود نه وای نو خیر به هم نه وای پېژندل شوی، د خیر د موجودیت او پېژندلو لپاره د شر موجودیت اړین دی، د شر نه موجودیت د خیر د نه موجودیت په معنا هم دی او کله چې دا دواړه موجود نه وي نو بیا د انسانانو ازموینې مسئله هم نه مطرح کېږي، یعنې د ازموینې لپاره د خیر او شر دواړو وجود اړین دی، څو الله تعالی خپل بندګان پرې وازمایي.
۳ـ الله ته د بنده نژدې کېدل: د انسان د پیدا کېدو موخه او مقصد یواځې دا نه دی په نړۍ کې له لنډ مهاله خوندونو څخه برخمن شي، بلکې د الله تعالی په معرفت او عبادت باندې یو ژور قلبي سکون او ډاډ ترلاسه کول دي، چې پایله یې تلپاتې خوشحالۍ او سوکالي ده. نو کله چې زموږ اصلي موخه دا وي بیا نو نور ټول څیزونه ثانوي حیثیت پیدا کوي، الله جل جلاله فرمایي: [وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ (الذاریات: ۵۶)] ژباړه: ما پېریان او انسان (د بل څه لپاره) نه دي پیدا کړي مګر (ددې لپاره مې پیدا کړي) چې زما عبادت وکړي. په همدې اساس د انسان په ژوند کې د ستونزو او ربړو یوه موخه هم دا ده چې الله جل جلاله غواړي په دې توګه خپل نېک بندګان ځان ته نژدې کړي او د ستونزو په بدل کې ورته د عبادت په کچه اجر او ثواب ورکړي. که چېرې موږ د یوه داسې شخص تصور وکړو چې هغه په خپل ژوند کې
[1]نکته: ځینو مسلمانو پوهانو الله جل جلاله ته د شر نسبت د ادب خلاف کار ګڼلی، الله جل جلاله د ابراهیم علیه السلام خبره په قرآنکریم کې داسې نقلوي: [وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ (الشعراء: ۸۰)] ژباړه: او کله چې زه ناروغ شم نو هغه (الله) شفاء راکوي. په بل ځای کې الله جل جلاله فرمایي: [وَأَنَّا لَا نَدْرِي أَشَرٌّ أُرِيدَ بِمَنْ فِي الْأَرْضِ أَمْ أَرَادَ بِهِمْ رَبُّهُمْ رَشَدًا (الجن: ۱۰)] ژباړه: موږ (پېریان) نه پوهېدو چې د ځمکې اهل ته د شر اراده شوې او که پروردګار یې هغوی ته د هدایت اراده کړې. په لومړني آیت کې ابراهیم علیه السلام د ادب له مخې مرض (شر) الله جل جلاله ته نه منسوبوي او په دوهم آیت کې پېریان د ادب له مخې الله جل جلاله ته شر نه منسوبوي.
یواځې راحتونه، آسانتیاوې او آسایشونه لیدلي وي خو د خپل ژوند موخه یې هېره کړي وي، او په وړاندې یې د یو داسې چا تصور وکړو چې په خپل ژوند کې یې ډول، ډول ستونزې او ربړې ګاللي او ددې ټولو سربېره یې خپل خالق (الله تعالی) په یاد ساتلی او ورځ تر بلې خپلې موخې ته نږدې کېږي؛ که ددې دواړو کسانو تر منځ پرتله وشي نو هر سالم عقل به دوهم شخص بریالی او له لومړي څخه غوره وګڼي، دا ځکه چې نوموړي خپله اصلي موخه څارلې او هغې ته ځان رسول غواړي، اسلام هم هغه شخص ډېر غوره ګڼلی چې د ستونزو او سختیو د شتون سربېره د الله جل جلاله عبادت کوي او د خپل پیدایښت موخه څاري.
۴ـ د الله تعالی د صفاتو اظهار: په دنیا کې د شر شتون موږ د الله تعالی له ډېرو صفتونو سره بلدوي، د بېلګې په توګه: که ناروغۍ او مرضونه نه وای نو موږ به د الله تعالی له (شافي) صفت سره بلد نه وای یا الحافظ، المعز، الوهاب، الفتاح، الجبار، الغفار او…. ټول د الله تعالی صفتونه دي، نو که چېرې په دنیا کې سختي او مشکلات نه وای نو ممکن چې موږ د الله تعالی له ډېرو داسې صفاتو څخه بې خبره پاتې وای.
له دې سربېره ډېر نور حکمتونه هم شته چې علماؤ بیان کړي دي؛ لکه: ځینې وخت د شر له امله یو انسان د خپل ځان اصلاح ته پام کوي او خپلې تېروتنې سموي، یا که یو انسان په یوه چاره کې له ماتې او ناکامۍ سره مخ شي نو په راتلونکي کې ډېره هڅه کوي څو ځان بریا ته ورسوي او خپلې هغه تېروتنې اصلاح کړي چې د ماتې لامل یې ګرځېدلي دي.
ولې انسانان یواځې په نعمتونو نه ازمایل کېږي؟
ځینې خلک دا پوښتنه کوي چې ولې الله جل جلاله د صبر ازموینه د سختیو او ربړو په واسطه اخلي؟ ولې ټول انسانان د نعمتونو او هوساینې په واسطه نه ازمایل کېږي چې آیا د دې نعمتونو شکر اداء کوي کنه؟
ځواب دا دی چې الله جل جلاله هر انسان په یادو دواړو ازموینو کې اچولی، هر انسان په یو وخت کې هم د شکر ازموینه ورکوي او هم د صبر، د بېلګې په ډول ځینې وخت یو انسان له مادي اړخه د شکر په ازموینه کې وي یعنې ډېره شتمني لري خو له ذهني اړخه بیا د صبر په ازموینه کې راګیر وي، او ځینې وخت بیا یو انسان له مادي اړخه د صبر په ازموینه کې واقع وي خو له ذهني او روغتیایي پلوه بیا د شکر د ازموینې په حال کې وي، الله جل جلاله فرمایي: [وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ (البقرة: ۱۵۵)] ژباړه: او البته چې موږ تاسو په یو څه ډار، لوږه، په مالونو، ځانونو او مېوو کې په تاوان سره ازمایو، او صبر کوونکو ته زېری ورکړه.
ډېر پوهان او علماء په دې اند دي چې د صبر د ازمون پر مهال انسان ډېر ژر خپل رب ته متوجه کېږي، او د شکر د ازمون پر مهال انسان ډېر وخت په غفلت اخته کېږي او په ازموینه کې یې له ناکامۍ سره د مخ کېدو شونتیا ډېره ده، لنډه دا چې په الهي ازمون کې د بریا تر ټولو اسانه لار ستونزې او ربړې دي خو چې صبر ورباندې وشي.
دا چې ملحدین الله تعالی ته د ظلم نسبت کوي او پورته په نیوکه کې داسې ذکر شول چې ولې الله جل جلاله ظلم کوي؟ لنډ ځواب یې دا دی:
که چېرې یو بادار خپل غلام (مریي) ته د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړي او په پرلپسې توګه ښېګڼه ورسره وکړي خو بیا یې هم مریی په خپل کار کې غفلت کوي او ورسپارل شوې دندې په سمه توګه نه تر سره کوي، که په داسې حال کې بادار په خپل دې مریي خپلې ښېګڼې بندې یا کمې کړي نو آیا په دې صورت کې د هغه بادار ته د ظلم نسبت کول مناسب کار دی؟ آیا په دې کار سره مریی په حقه دی؟ او آیا دا مریی په خپل بادار باندې کوم حق لري؟ دې پوښتنو ته به هر د سالم عقل څښتن ځواب ورکړي چې په دې ټولو کارونو کې مریی ملامت دی او په بادار یې هېڅ ملامتي نشته؛ نو کله چې د یو انسان په توګه د بادار محدودو ښېګڼو او احسان ته دومره ارزښت ورکول کېږي، نو ولې د الله تعالی بې شمېره او نا محدودو ښېګڼو او نعمتونو ته ارزښت نه ورکول کېږي او د یوې ستونزې په راتګ ټول هېرېږي؟ په دې کائناتو په ځانګړي ډول د انسان په بدن کې ٪۹۹.۹۹ سلنه چارې په داسې توګه تر سره کېږي چې انسان یې له سر ته رسولو څخه عاجز دی، ددې ټول نظام پر مخ وړل د الله جل جلاله ستر نعمت او له انسانانو سره لویه ښېګڼه ده، خو که چېرې یوه ورځ خپلې دا ښېګڼې د یو حکمت په اساس راټیټې کړي لکه سېلاب راولي، یا ګرمي یا ساړه یو څه زیات کړي او یا هم زلزله راولي نو آیا دا چاره ظلم بللی شو؟ او یا هم د انسان په بدن کې د کوم غړي فعالیت له منځه یوسي نو آیا انسان په الله دا حق لري چې هر څه به سالم ورکوي؟ په هېڅ صورت نه! څنګه چې مریی په خپل بادار باندې نیوکه نشي کولای او یا خپل بادار ته د ظلم منسوبولو حق نه لري، انسان هم په الله تعالی نیوکه نشي کولای او الله ته یې د ظلم نسبت کول ناسم کار دی، الله جل جلاله فرمایي: [لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ (الأنبیاء: ۲۳)] ژباړه: [الله تعالی د هغه څه په اړه] چې کوي یې نه پوښتل کېږي، بلکې له دوی (انسانانو) څخه پوښتنه کېږي. لنډه دا چې په کائناتو کې چې کوم نظام پر مخ روان دی دا ټول د الله تعالی له لوري په انسانانو ښېګڼه او نېکي ده، نو که چېرې دا نیکي لږ څه کمه یا بنده کړای شي نو په دې باندې الله تعالی ته د ظلم نسبت کول په هېڅ وجه سم نه دی او نه هم الله تعالی په دې کار ظالم ګڼل کېږي، په داسې حال کې چې انسان د خپل پروردګار ډېره نافرماني کوي خو بیا هم الله تعالی په خپل بنده باندې بې شمېره احسانات او ښېګڼې کوي.
اوس راځو د ایپي کیورس نیوکې او د هغې رد ته:
ایپي کیورس په لومړنۍ جمله کې وایي: (که چېرې الله د شر او بدي له منځه وړل غواړي او دا کار نشي کولای نو بیا قادر ذات نه دی)؛ ددې ځواب دا دی چې الله تعالی یواځې د (کُنْ) په کلمې سره کولای شي دا ټول شر او بدي له منځه یوسي، نو د الله تعالی په قادریت نیوکه بې ځایه ده، ځکه چې د الله تعالی قانون دا نه دی چې شر دې له منځه یوسي او که چېرې شر له منځه یوسي نو بیا خو د خیر او شر دا شته کړکېچ پای مومي او دنیا به د ازموینې او امتحان ځای پاتې نه شي، نو دا چې دنیا د ازمون او امتحان ځای دی له همدې امله الله جل جلاله انسان په خیر او شر دواړو ازمایي.
د ایپي کیورس دوهمه جمله: (که چېرې هغه (الله تعالی) د شر په له منځه وړلو قادر وي او بیا یې هم له منځه نه وړي نو په دې صورت کې رحمن او رحیم نه دی)، د نوموړي دا جمله په یوې مغالطې ولاړه ده چې د الله تعالی له نیمګړې پېژندنې سرچینه اخلي، یادې مغالطې ته (Argumentum adignorantum) هم ویل کېږي.
دا چې الله جل جلاله ولې شر له منځه نه وړي لامل یې پورته ذکر شو، خو له دې څخه دا نه ثابتېږي چې الله تعالی رحمن او رحیم نه دی. دلته اصلي خبره دا ده چې آیا د شر موجودیت د الله تعالی له رحمن او رحیم صفت سره متعارض دی او کنه؟ ځواب دا دی چې: نه! د شر د شتون سربېره هم الله جل جلاله رحمن او رحیم دی، دا ځکه چې د الله جل جلاله یو صفت (حکیم) دی، او د همدې صفت په اساس الله تعالی هر څه پیدا کړي، په بل عبارت الله تعالی هر څه د یو حکمت پر بنسټ پیدا کړي.
د بېلګې په ډول که چېرې یو انسان د طب په ډګر کې حکمت او علم ولري نو موږ ورته د حکیم خطاب کوو، نو کله چې حکیم موږ ته له یوې ناروغۍ د ځان ژغورلو په موخه له ځینو څیزونو څخه پرهېز راکوي، تر څنګ یې نور ترخه درمل هم راکوي او ځینې بندیزونه هم راباندې لګوي له دې ټولو سره سره موږ د طبیب یاده کړنه ظلم نه بلکې عین ښېګڼه بلو، همدا راز که چېرې یوه مور خپل بچی سهار وخته د یخنۍ په موسم کې له خوبه پاڅوي نو بچی دا فکر کوي چې مور یې ورباندې ظلم کوي، خو په حقیقت کې دلته مور له حکمت څخه کار اخلي، ځکه مور د بچي راتلونکی په نظر کې لري نو ځکه د مور دا سختي عین رحم او ښېګڼه ګڼل کېږي، خو که چېرې والدین خپل اولاد همداسې خپل سر ته پرېږدي چې نالوستی او بې روزنې لوی شي نو هر څوک به وایي چې له یاد انسان سره ظلم شوی، آن دا انسان به خپله هم داسې انګېري چې والدینو یې ظلم ورسره کړی چې له خوبه یې نه دی راپاڅولی او ښوونځي ته یې نه دی استولی، یعنې ځينې وخت په ظاهره یو کار ظلم ښکاري خو په حقیقت کې هغه کار له حکمت څخه ډک او تر شا یې ستره ښېګڼه نغښتې وي، او په یو وخت کې یو کار ښه او له ترحمه ډک ښکاري خو تر شا یې ستر شر او ظلم نغښتی وي، نو کله چې موږ د الله تعالی په اړه قضاوت کوو یواځې او یواځې د الله تعالی د رحمن صفت په بنسټ به یې نه کوو بلکې د حکمت صفت به یې هم په نظر کې نیسو چې په همدې صورت کې موږ یوې سالمې پایلې ته رسېدلی شو. نو کله چې الله تعالی پر یو انسان د سختۍ حالت راولي او انسان له ستونزو سره مخ کېږي، دا د الله تعالی د رحمانیت خلاف نه ده بلکې تر شا یې د الله تعالی حکمت پروت وي. لنډه دا چې کله موږ د الله تعالی ټول صفات په نظر کې ونیسو نو بیا د الله تعالی په هېڅ تخلیق باندې نیوکه نه کېږي. له همدې امله یاده نیوکه عموما یا د ناپوهۍ له امله رامنځته کېږي او یا هم په مغالطه کې د اچولو له امله، لکه دلته چې ایپي کیورس د مغالطې هڅه کړې ده.
د ایپي کیورس درېیمه جمله:
(او که چېرې نه د شر له منځه وړل غواړي او نه یې هم له منځه وړلای شي نو بیا په کوم اساس خدای شو؟)
دا سمه ده چې الله تعالی د شر له منځه وړل نه غواړي او لامل یې هم وړاندې ذکر شو، خو دا خبره ناسمه ده چې هغه د شر په له منځه وړلو قادر نه دی، که چېرې د ایپي کیورس دا دواړه خبرې سمې وګڼل شي نو بیا د نوموړي مقدمه بالکل صحیح ده ځکه چې په رښتیا هم کوم خدای چې په مطلق ډول قادر نه وي هغه واقعي خدای نه شي کېدلای، خو الله تعالی مطلق قادر دی .