په تېر انساني تاریخ کې چې د الله تعالی پر وجود د څومره ډېرو خلکو ایمان لرل ثابت دي ممکن بله موضوع تر دې حده نه وي ثابته، په تاریخي تواتر سره دا خبره ثابته ده چې په هر پېر کې داسې ډېر خلک موجود وو چې په یو خالق یې باور درلود، که د پخواني مصر تمدنونه وګورو، یا د مجوسیانو او هندوانو تمدنونو ته ځیر شو نو هرو مرو پکې د یو خالق تصور موندلای شو، لنډه دا چې په مطلق ډول په خالق باندې د ایمان لرونکو شمېر د منکرینو په پرتله ډېر دی.
دا چې د توحید عقیده څنګه له لومړۍ ورځې تر اوسه پاتې او بدلون یې نه دی موندلی په دې اړه ملحدین یوه فرضیه وړاندې کوي، چې په لومړي ځل د مشهور برطانوي بیولوجیست جولین هکسلي (Julian Huxley) له لوري مطرح شوه، نوموړی وایي چې: د خدای د تصور ارتقاء خپلې وروستۍ پوړۍ ته رسېدلی او نور پرمختګ نشي کولای؛ په لومړیو کې انساني ذهن دین ددې لپاره رامنځته کړی وو چې د مافوق الطبیعي ځواکونو پړه پرې واچوي له همدې امله لومړی سحر او جادو پیدا شوه، بیا یې ځای روحاني کړنو ونیو، ورپسې د ډېرو خدایانو د منلو عقیده رامنځته شوه او په پای کې د یو خدای عقیده او تصور رامنځته شو، د همدې ارتقائي پړاوونو په سرته رسېدو سره د دین او خدای تصور خپل کمال ته ورسېد.[1]
د ملحدینو له لوري د جولین هکسلي ددې نظریې تود هرکلی وشو، دا ځکه چې چارلس ډاروین د انسانانو د پیل په تړاو د ارتقاء نظریه مطرح کړې وه خو له ملحدینو سره بیا هم دا پوښتنه وه چې که خالق نه وي نو په انسانانو کې د خالق تصور څنګه رامنځته شو؟ چې دې پوښتنې ته یې جولین هکسلي داسې ځواب مطرح کړ چې پخوانیو خلکو د ډار او جادو له امله د خالق تصور رامنځته او د بېلابېلو څیزونو عبادتونه یې پیل کول چې د وخت په تېرېدو سره نوموړي تصور پرمختګ وکړ او په پای کې د یو خدای په جود باندې قائل او باوري شول.
د جولین هکسلی ددې نظریې په اساس ملحدین وایي چې د الله تعالی تصور د انساني ذهن زېږنده ده. خو حقیقت دا دی چې د الله تعالی له موجودیت څخه انکار د انساني ذهن پایله او حاصل دی، ځکه په دې خبره ټول ملحد او غیر ملحد تاریخپوهان په یوه خوله دي چې له خالق څخه د انکار پیل په یونان کې د دیاغورس له فلسفې څخه شوی دی.
د هکسلي د نظریې رد:
د جولین هکسلي نظریه د لاندې دلائلو پر بنسټ باطله او ناسمه ده:
لومړی- جولین هکسلي د خپلې نظریې د تأیید لپاره یو وړوکی تاریخي دلیل هم نلري، یا ملحدین چې د الله تعالی په هکله تصور د انساني ذهن پیداوار او لاسته راوړنه ګڼي د دې دعوې د ثبوت لپاره هېڅ کره دلیل او ثبوت نشي وړاندې کولای، د الله تعالی شتون ته د انساني ذهن زيږنده ويل تر ټولو مهمه تاريخي ادعا ده، دا ادعا فقط تاريخ ته د منطقي شکل په ورکولو باندي نشي ثابتېدايي، يعنې موږ نشو کولاي چې يوه تاريخي ادعا وکړو او هغې ته منطقي توجيه جوړه کړو ځکه چې تاريخ په حقايقو ولاړ دی نه په منطقي توجيهاتو، همدا راز هر کله چې هکسلی يا نور ملحدین ادعا کوي نو لازمه ده چې په تاريخي حقايقو او دلايلو يې ثابته کړي، تر اوسه هيڅ دسې تاريخې دلايل نشته چې د ملحدينو دا ادعا ثابته کړي.
همدا لامل دی چې په دې قضيه کې د ملحدينو ترمنځ خپله يو قوي او مبهم اختلاف موجود دی يعنې خپله ملحد فلاسفه هم د خدای د تصور د پیل په هکله یوې پایلې ته نه دي رسېدلي، بلکې هر فلسفي خپله ځانګړې نظریه لري؛ سګمنډ فرایډ وایي چې: د خدای تصور د انساني خواهشاتو له امله رامنځته شوی، کارل مارکس وایي چې د خدای تصور د شتمنو او بېوزلو تر منځ د کړکېچ د پای ته رسولو په موخه رامنځته شوی، همدا راز ځینې ملحد تاریخپوهان وایي چې د پخوانیو پاچاهانو د ډېر تعظیم او درناوي له امله د خدای تصور رامنځته شوی، د هکسلي نظریه هم ورته یوه فرضیه ده او د اثبات لپاره یې هېڅ دلیل نشته، بلکې هر ملحد چې هر ډول فکر کړی هماغه نظریه یې مطرح کړې.
دوهم- هر کله چې ملحد ادعا کوي چې الله تعالی د انساني ذهن زيږنده ده، نو دلته يو څو پوښتنې رامنځته کيږي؛ لومړی دا چې د الله تعالی تصور د يو پلان په ترڅ کې رامنځته شوی او که د توهماتو په پایله کې؟
که چېرې د الله تعالی تصور د يو پلان په نتيجه کې رامنځته شوی وي نو بيا خو لازمه ده چې د پلان د موخو له ترلاسه کېدو وروسته پلان ختم شي، که کومو مخصوصو بادشاهانو د خپل تعظيم لامله دا تصور رامنځته کړی وي او يا هم د جادو له امله رامنځته شوی وي نو بيا ولې د دومره فکري ارتقاء سره سره دا تصور لمنځه نه ځي؟
آيا دا شته او تېر انسانان د دې خبرې تفکيک نشي کولی چي الله تعالی د تيرو خلکو لپاره يو موقت او په ګټو ولاړ تصور وو او اوس بايد پرېښودل شي؟ واضحه خبره ده چې انسانان تفکيک کولی شي، البته دا خبره جوته ده چې الله تعالی د انساني ذهن زيږنده نه بلکې حقيقت دی، په تېر تاريخ کې فرعون دعوه وکړه چې زه رب يم، هغه وخت هم خلک پوه وو چې دا يوه ناسمه دعوه ده، که چېرې د الله تعالی تصور د وهم نتيجه وي نو پوښتنه دا ده چې انسانانو ولې (د الله تصور) رامنځته کاوه؟ ولې په لکونو فيلسوفان له دې وهم څخه ځان نشي خلاصولای؟
که چېرې د يو چا په ذهن کې دا خبره وي چې د الله تصور په نسلونو کې په تواتر سره را روان دی نو ځکه تر اوسه باقي پاتې نو دا هم يوه غير حقيقي او غير منطقي خبره ده، لامل يې دا دی چې د نسلونو ترمنځ د توهماتو لېږد تر کومه حده شونی دی؟ آيا شونې ده چې بشپړ انساني ژوند پرې راټول شي؟ يعنې کوم توهمات چې له يو نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي ډېر لږ اغېزمن وي، بلکې اکثره يې فقط تر ماشومانو پورې محدود وي؛ بل اړخ ته په غربي نړۍ کې د الله تعالی منل او خصوصاً د اسلام دين تر ټولو ډېر د پرمختګ په حال کې دی، نو که چېرې د الله تعالی تصور د انساني ذهن زيږنده وي نو بيا ولې په غرب کې ډېر پوه انسانان خپل عقلي ژوند پريږدي او وهمي ژوند ته مخه کوي؟ دا ټولې هغه بنسټیزې پوښتنې دي چې د جولين هکسلی او يا هم د نورو ملحدينو نظريات تر پوښتنې لاندې راولي.
اوس دا پوښتنه چې آيا د توحيد تصور د ډېرو خدايانو د تصور د ارتقاء په نتيجه کې رامنځته شوی؟ ځواب دا چې نه! ځکه چې اکثره تاریخپوهان او لرغونپوهان (Archaeologists) په دې خبره متفق دي چې د خدای تصور د ډار، جادو، اقتصاد او خواهشاتو له امله نه دی رامنځته شوی، او نه هم د توحید تصور د ډېرو خدایانو له تصور څخه وروسته رامنځته شوی، بلکې لومړنیو انسانانو په یوه خدای (الله جل جلاله) ایمان درلود او وروسته د وخت په تېرېدو سره خلکو د نورو خدایانو او بتانو عبادت پیل کړی، او د یو خدای د بېلابېلو صفاتو لپاره یې د بېلابېلو خیالي خدایانو تصورات رامنځته کړي، داسې چې رحم او مهرباني یې ځانګړي خدای ته منسوب کړي، قهر او غصه یې بل خدای ته منسوب کړي، د شِفاء او روغتیا لپاره یې بل خیالي خدای رامنځته کړی او… چې په حقیقت له دې تصوراتو وړاندې دا ټول د یو خدای صفات ګڼل کېدل، خو د وخت په تېرېدو سره د ناپوهۍ او جهل له امله خلکو د بېلابېلو خدایانو تصورات رامنځته کړل، په دې تړاو د ځینو مشهورو تاریخپوهانو نظرونه په دې ډول دي:
د مصر د لرغونو آثارو مشهور څېړونکی ویلیم فلینډرز پیتري (William Flinders Petrie) وایي: توهمات او په ډېرو خدایانو باور د یو خدای د تصور د له منځه وړلو په موخه رامنځته شوی چې په معاصره نړۍ او پخوانیو ټولنو کې یې بېلګې لیدلای شو، که چېرې د یو خدای تصور د ډېرو خدایانو له تصور نه د ارتقاء او پرمختګ پایله وای نو موږ به هم د یو خدای منل د ډېرو خدایانو د تصور پایله ګڼلې وای، خو شواهد ددې برعکس دي، څېړنې ښيي چې لومړی د توحید یعنې د یو خدای د منلو عقیده موجوده وه او د وخت په تېرېدو سره په نوموړي تصور کې د لاسوهنو په اساس په ډېرو خدایانو د یقین او باور تصور رامنځته شوی[2].
نوموتی انسان پېژندونکی (Anthropologist) پروفیسور ویلهلم شمیټ (Wilhelm Schmidt) وایي: اوس دا خبره څرګنده شوې چې د انسان ابتدایي تصور په تر ټولو لوړه هستۍ یا د توحید په عقیدې باندې ولاړ وو، او د انسان دیني عقیده په بشپړ ډول د توحید عقیده وه[3].
د آکسفورډ پوهنتون نوموتی پروفیسور سټیفن لینګډن (Stephen Langdon) وایي: له شک پرته چې شته شواهد د یو خدای د منلو لور ته اشاره کوي، د یهودو لرغوني کتابونه او ادبي آثار هم دې خبرې ته اشاره لري چې د هغې زمانې خلکو په یو خدای باور درلود، خو اوس پخوانیو مذاهبو خپل اصلیت ورک کړی دی[4].
د تاریخ او لرغونپوهانو له نظره دا کره او ثابته خبره ده چې په لومړیو کې انسانانو د توحید عقیده درلوده، له قرآنکریم نه هم دا ثابته ده چې لومړنۍ عقیده د توحید وه او شرکي عقائد وروسته رامنځته شويدي. نو د ملحد ددې خبرې (خدای د انساني ذهن د پرمختګ او ارتقاء پایله ده) ځواب دا دی: کله چې یو تصور او فکر پرمختګ او ارتقاء کوي نو هرومرو په هغه تصور کې بدلون راځي، دا چې انسانانو په لومړیو کې په توحید ایمان درلود نو که چېرې د توحید په عقیده کې ارتقاء او پرمختګ شوی وای نو بیا خو به نوموړې عقیده له منځه تللې وای، خو برعکس په اوسني پېر کې د توحید عقیده د ټولو نورو عقائدو په پرتله ډېره منل شوې ده، او بله اړینه خبره دا چې د پیغمبرانو تاریخي تواتر او د توحید لور ته د هغوی بلنه هم په دې دلالت کوي چې دوی ټول د یو خالق له لوري را استول شوي او د هغه له لوري ورته وحی کېده.