لیکوال: د. اسامه جوهري

ولې ملحدین او سیکولران د عربي ژبې مخالفت کوي؟

ځواب: دا چې اسلام له نظریاتي او فکري اړخه ډېر ځواکمن او د ژوند بشپړ فطري نظام دی له همدې کبله کله چې هر انسان پکې له لږ دقت څخه کار واخلي منلو ته یې چمتو کېږي، د امریکا پخوانی پاچا ریچرډ نکسن (Richard Nixon) وایي: موږ له یوې ځواکمنې حملې څخه نه ویرېږو، بلکې زموږ وېره له اسلام او د اسلام له نظریاتي جګړې څخه ده ځکه چې د لویدیځ حقیقت او اصلیت له منځه وړلای شي.
د اسلامي علومو اصل او اساس په عربي ژبه دی. له همدې امله لویدیځ د خپلو ختیځپوهانو په مرسته له ډېرې مودې راهیسې د عربي ژبې د تخریب او له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کوي، ویلهلم سپیټا (Wilhelm Spitta) او ډفرېن (Dufferin) په دې برخه کې تر نورو ډېرې هڅې کړي، نوموتی مصری ادیب مصطفی صادق رافعي وایي: کله چې د یو قوم د ژبې توهین او سپکاوی کېږي دا په حقیقت کې دهغه قوم سپکاوی دی، او کله چې یوه ژبه د زوال په لور وړل کېږي نو لومړی له معاملاتو څخه وېستل کېږي او په همدې توګه هغه ژبه هم له منځه ځي، له همدې امله تل استعمار په زور او ځواک په مستعمره شوي قوم خپله ژبه مني، په هغوی له حملې او د هېواد د نیولو تر څنګ یې په خپله ژبه ویاړ کوي، استعمار د خپلې بقاء لپاره په مستعمره شوي قوم درې کارونه ترسره کوي: لومړی دا چې استعمار د هغو خلکو ژبه ترې اخلي او خپله ژبه پرې مني، دوهم دا چې د هغه قوم تېر تاریخ تخریبوي او درېیم دا چې د یاد قوم راتلونکی په ځنځيرونو تړي تر څو هغوی خپل راتلونکی د استعمار تابع وګڼي.
عربي ژبه ددې لپاره هم مهمه ده چې د اسلامي امت د یووالي او اتحاد له لاملونو څخه یو دی، د آکسفورډ د نوې اسلامي نړۍ په دایرة المعارف (Oxford Encyclopedia of modern Islamic world) کې راځي: په اسلامي ټولنو کې مذهبي غږیز ښکاره او څرګند صورت زموږ لپاره د آذان او د قرآن کریم د تلاوت غږ دی، د مسلمانانو په اند دا دواړه غږونه په موسیقۍ کې شامل نه دي، بلکې د نصاب حیثیت لري او مسلمانان تل د خپل دې نصاب تابع دي، په منځني ختیځ کې نږدې هر کس دا غږونه پېژني، دا ډول غږونه د ټولې اسلامي نړۍ د مسلمانو ټولنو تشخیص کوي یعنې د مسلمانو ټولنو یوه نخښه ده.
څرګنده ده چې لویدیځوال د اسلام له امله د عربي ژبې مخالفت کوي او د مخالفت لپاره یې له هر ډول لارو چارو کار اخلي، که چېرې له دې مخالفت څخه لویدیځوالو کومه بله موخه لرلای نو اوس به هرو مرو څرګنده شوې وای.
په نړۍ کې شته هر قوم غواړي چې ژبه یې خپره شي او لا ډېر پرمختګ وکړي، خو لویدیځه نړۍ د خپلې ژبې د خپراوي تر څنګ د عربي ژبې د له منځه وړلو هڅې هم کوي، ښه بېلګه یې د عثماني سلطنت تر ړنګېدو وروسته د مصطفی کمال اتاترک راوستل او د هغه په واسطه په ترکیه کې په عربي ژبه بندیز لګول دي، د اتاترک د واکمنۍ پر مهال په ترکیه کې عربي لیکدود بند شو او آن په عربي ژبه په آذان هم بندیز ولګېده، بل لورته په هند د انګرېزانو د استعمار په وخت هم انګرېزانو عربي ژبه له نصاب څخه لرې کړې وه او اوس هم د نړۍ په هر ګوټ کې د عربي ژبې په خلاف هڅې روانې دي.
د پنجاب د اسمبلې یوه غړي پارلمان ته په خپلو خبرو کې وویل: تر ننه پورې چې کوم آسماني کتابونه نازل شوي نو په خپلو ژبو کې نازل شوي دي، لېکن په موږ باندې د اردو ژبې سربېره عربي ژبه هم مسلطه کړای شوې ده، چې له امله یې موږ له دین څخه لرې شوي یو، که چېرې موږ پینځه وخته د عربي پر ځای په اردو ژبه آذان واورو او لمونځ هم په اردو ژبه وکړو نو زموږ په قول او فعل کې به تضاد نه وي. په حقیقت کې د نوموړي موخه دینداري خپرول یا خپلې ژبې ته پرمختګ ورکول نه وو بلکې غوښتل یې چې عربي ژبه له منځه یوسي، همداسې ډېر ملحدین او سیکولران شته چې خپلې ژبې ته یې هېڅ خدمت نه وي کړی او نه هم ددې جوګه وي چې خپلې ژبې ته خدمت وکړي خو د عربي ژبې په مخالفت کې بیا له ټولو وړاندې د خپلې ژبې شعار پورته کوي.
ملحدین غواړي چې له عربي ژبې سره د مخالفت لپاره له خپلو ژبو څخه عربي لیکدود وباسي او پر ځای یې لاتیني لیکدود خپور کړي، د بېلګې په ډول: الفباء به داسې لیکل کېږي چې (ā ū š ņ) او کلمې به په دې ډول لیکل کېږي، لکه ورځ به (vraj) لیکل کېږي، شپه به (Špa) لیکل کېږي، ښار به (Xar) لیکل کېږي همداسې د ژبې ټول کلمات او توري. دا هڅې نه یواځې په نورو ژبو کې روانې دي بلکې خپله په عربي ژبه کې هم ځینې خلک د عربي ژبې د تورو د له منځه وړلو او پر ځای یې د لاتیني تورو د دودولو لپاره هڅې کوي او د همدې چارې لپاره ګومارل شوي دي، په دې هکله په ځانګړي ډول له شاعرانو، لیکوالانو او ژبپوهانو څخه ګټه اخیستل کېږي، په عربي نړۍ کې ددې ستر خیانت لپاره په (۱۹۱۳م) کال کې مصري ادیب عبدالعزیز فهمي کار کړی او د (الحروف اللاتینیة لکتابة العربیة) په نوم یې کتاب هم لیکلی، انیس فریحة الخوری، طه حسین او احمد لطفي السید هم د عربي لیکدود د له منځه وړلو لپاره د استعمار چوپړ کړی دی، په پښتو ژبه کې هم د لاتیني ژبې د لیکدود د دودولو لپاره ځینو لیکوالانو خپلې هڅې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې اسلام هېڅکله هم موږ خپلې ژبې ته له چوپړ څخه نه منع کوي، خو ځينو بې دینو او ملحدو څېرو دې چارې ته د قوم پالنې او نشنلېزم رنګ ورکړی، تر دې چې د عربي نومونو اېښودل هم عیب ګڼي، او دا ورته یو ډول غلامي او مرییتوب ښکاري، عربو ته زموږ په عربي ویلو باندې هېڅ کومه ګټه نه رسېږي بلکې دا د ټول اسلامي امت د یووالي او اتحاد یو لامل دی چې ملحدینو ته همدا د اسلامي امت یووالی ستر مصیبت او په سترګو کې د اغزیو حیثیت لري.
Leave A Reply

Exit mobile version