لیکوال: ابو رائف

نوی استعمار او د هغه طریقې (دریمه برخه)

استعمار د تاریخ په اوږدو کې مختلف پړاوونه تېر کړي، یو له مهمو پړاوونو څخه یې پخوانی او لرغونی استعمار و، چې د هغه مطالعه او څیړنه مو وکړه. اوسمهال غواړو د استعمار نوې نمونه او بڼه چې اوسنۍ نړۍ یی تر ولکۍ لاندې ده، مطالعه او وڅيړو.
د استعمار دغه ډول چې د «نوي استعمار» په نوم پیژندل کیږي، د تېرو استعمارونو په ډول نه ده؛ ځکه په نوي استعمار کې استعمار کوونکی هیواد په مستقیم او فزیکي ډول په استعمار شوي هیواد باندې یرغل نه کوي او د هغه لپاره واکمن نه ټاکي، بلکه په غیر مستقیم ډول او د لېرې واټن څخه، د باورونو د ډول، فرهنګ، سیاسي لیدلورو او د حکومتولۍ د ډول په تغیر سره پر هغه خپله واکمني چلوي او ولکه پرې ټینګوي. له بده مرغه نن ورځ دغه ډول استعمار پر اسلامي نړۍ خپل سیوری غوړولی او ډیرې اسلامي خاورې د اروپایي او غیر اسلامي هیوادونو فکري، فرهنګي، سیاسي، اقتصادي او تجارتي مستعمرې ګرځیدلي.

نوی استعمار له دوه لارو خپله اغیزه په نورو غځوي:

۱. د هغو لوستو او په اصطلاح روڼ فکرو کسانو استول چې په استعمار کوونکو هیوادونو کې روزل شوي وي او له عقیدتي او فکري اړخه په بشپړه توګه د هغوی سره همغږي وي؛ د بیلګې په توګه په مصر کې له «جمال عبدالناصر» او «طه حسین»، په ترکیه کې له «ضیاءګوک آلپ» او «کمال اتاترک»، په ایران کې له «پهلوي خاندان» او په افغانستان کې له «امان الله خان» څخه یادونه کولای شو.
دغه کسان د خپلو هیوادونو اسلامي فرهنګ ته په نه پام کولو سره، په اسلامي نړۍ کې د غربي افکارو د تزریق او خپراوي په لټه کې ول؛ د بیلګې په توګه جمال عبدالناصر د مصر ولسمشر په خپله وینا کې مصر یو خپلواک او غیر دیني هیواد یادوي او وایي: «موږ د نوي فرهنګ او تمدن د طراحۍ او خپراوي لپاره هڅه کوو چې د آزادۍ، یووالي او کمونیزم پر بنسټ به وي؛ په دې فرهنګ کې، د اسلام دین به د مصر یو له دینونو څخه وي، نه رسمي دین یې». نوموړي الازهر پوهنتون له سنتي افکارو څخه لېرې کړ او نوي فکرونه یې هلته ځای پرځای کړل؛ محکمې او دینې قضاوتونه یې لغو کړل؛ په ښوونځیو کې یې مختلطې زده کړې جبري کړې؛ نڅا او ساز او سرود ته یې وده ورکړه. لنډه داچې هغه غوښتل اسلامي زده کړې د مصریانو له فرهنګ څخه وباسي او د هغه پر ځای غربي فرهنګ خپور کړي.
طه حسین، مصری ادیب او لیکوال، سره له دې چې د قرآن کریم حافظ و او د ادب او عربي ادبیاتو په برخه کې یې بې شمیره کتابونه لیکلي و؛ اما په ډاګه یې غربي فرهنګ لوري ته بلنه کوله.  هغه اړین بلل چې د مصر ملت، ځان د اروپا یوه برخه وبولي او په فرهنګ، تمدن او د ژوند کولو په تګلاره کې له هغو څخه پیروي وکړي. دی په «مستقبل الثقافة فی مصر» کتاب کې لیکي: «دا حماقت دې چې مصر د ختیځ یوه برخه وګڼو او مصري عقلانیت د هند او چین په څېر یو شرقي عقلانیت وګڼو». نوموړی په بل ځای کې لیکي: «اړینه ده چې د اروپایانو په شان ژوند وکړو او د هغوی لاره وڅارو  ترڅو وکولی شو په ټولو چارو کې د هغوی سیال او فرهنګي شریک وګرځو؛ دا که په ښو چارو کې وي او که په بدو کې، په خوږو کې وي او که په ترخو کې؛ ترڅو اروپایان په دې پوه شي چې موږ هم د دوی په څېر فکر کوو او د هغوی په څېر، شیان او څیزونه تر بررسۍ او څيړنې لاندې نیسو».
په ترکیه کې ضیاء ګوک آلپ، له غرب څخه د تقلید او د هغه ملت د مستعمره کیدلو نظریه یې تبلیغ کوله. نوموړی تر ټولو لومړنی کس و چې د غربي فرهنګ څخه یې د تقلید انګیزه رامنځته او خپره کړه او د ترکیې حکومت او ملت وده او پرمختګ یې د غربي فرهنګ څخه په تابعیت اوپیروي کولو پورې تړلی باله؛ نوموړی د اتاترک د فکرونو جوړوونکی او د هغه فکري او فرهنګي استاذ بلل کیږي. هغه به دایم ویل: «موږ باید له دغو دوو لارو څخه یوه وټاکو: یا غربي تمدن ومنو؛ یا د غرب د ځواک او توان مریي و اوسو؛ نو لازمه ده چې پر غربي تمدن ولکه او واکمني ترلاسه کړو ترڅو وکولی شو له خپلې ازادۍ او خپلواکۍ څخه دفاع وکړو».
علامه سید ابوالحسن ندوي د ده په اړه لیکي: «ضیاء ګوک آلپ د نوې ترکیې په جوړولو کې لوی لاس درلود؛ ځکه نوموړي هغه نوی فکر او نظریه د فکر خاوندانو ته وړاندې کړه چې د هغه له مخې د ترکیې د نوي دولت او ټولنې بنسټ ایښودنه وشوه».
همدغه ټکی استاذ «نیازی برکس» د خپل کتاب «مجموعة مقالات» په سرلیک کې راوړی چې: «د ضیاء ګوک آلپ نظریه اوس هم د ترکیې په نوي اصلاحاتو کې خپله اغیزه لري»؛ نوموړی زیاتوي:« سره له دې چې ضیاء ګوک آلپ د اتاترک انقلاب د پرمختګ په لوموړیو کې ومړ، اما د ده په لیکنو کې داسې نظریې موندل کیږي چې د دې اصلاحاتو د ستنو په توګه شمیرل کیږي؛ او په اسلامي چارو کې د ده نظریې د بې کنټروله سیکولاریزم د رامنځته کیدو پېلامه شوه چې پیل یې د ده د مړینې څخه وروسته و؛ په دې سره باوري یم چې که ژوندی پاتې کیدلی، خامخا د اتاترک د سیاست او دریځ سره به یې خپل ځان اقناع کاوه».
له ده وروسته، مصطفی کمال اتاترک لخوا په ترکیه کې د اسلامي فرهنګ او تمدن ریښې وویستل شوې، هغه کله چې د غربي فرهنګ له ښکلاوو څخه خبرې کولې سترګې به یې ځلیدلې او دده پر بدن به ژوره رڼا څرګندیدله.
هغه اسلامي خلافت ړنګ کړ او د عثماني امپراتورۍ سره یې ټولې اړیکې پرې کړې؛ اسلام نور رسمي دین نه و او دین له سیاست څخه جلا شوی و، شرعي قانون او شرعي محکمې یې لغوه کړې، مدني، سیاسی او سوداګریز قوانین یې له غرب څخه را نقل او لازم الاجراء کړل، حجاب یې منع کړ، نامشروع اړیکې او د ښځې او نارینه اختلاط یې آزاده کړل، عربي ژبه یې په ترکیه کې بنده کړه او لاتیني حروف یې د هغه پرځای رسمي کړل؛ هغه به خپلو اتباعو ته ویل: «پر موږ لازمه ده چې د متمدنو او پرمختللو خلکو جامې واغوندو؛ لازمه ده نړیوالو ته وښیو چې موږ لوی او پرمختللی ملت یو؛ نه پریږدو، هغه خلک چې تر اوسه موږ یې نه یو پیژندلي، پر موږ او د موږ پر پخواني فرهنګ وخاندي، غواړو د زمانې او د هغه د خوځون سره حرکت وکړو».
په ټوله کې، نوموړی په دین او ایمان ټینګ او معتقد نه و او غربي پوښښ یې په کلکه په ترکیه کې اجباري کړ، د دیني چارو او قضاء او قدر سره یې په لوړې کچې کرکه درلوده، چاته یې اجازه نه ورکوله چې دده په وړاندې د خدای او دینې چارو او قضاء او قدر په اړه خبرې وکړي.
په ایران کې «رضاشاه پهلوی» او د ده کورنۍ  د اصلاحاتو په نوم د دیني او فرهنګي رسمونو د بدلون لړۍ پیل کړه؛ په دې لاره کې یې لوی او برخلیک جوړوونکي ګامونه پورته کړل چې په ایراني ټولنه کې یې ژورې او اوږد مهالې اغیزې پاتې شوې، نوموړي هڅه وکړه چې د زده کړې او ټولنې په تړاو ایران د نوي عصر سره برابر کړي له همدې وجې په ۱۹۲۷ زیږدیز کال کې په ایران کې یې د فرانسې اساسي قانون اجراء کیدل، تصویب کړل؛ دغه کار د دیني محکمو د منزوي او ګوښه کیدو او له دین څخه د سیاست د بیلتون سبب شو؛ دیني مضمونونه یې په لومړنیو ښوونځیو کې غیر ضروري اعلان کړل، ملي او قومي مسئلې یې ډیرې اړینې و ګڼلې، سپورټ او سپورټي ځایونو ته یې ځانګړې پاملرنه کوله، شرقي جامې یې منع اعلان کړې او اروپایي جامې یې د ایراني ملي جامو پرځای رسمي کړې، په اداراتو کې یې ښځو ته د کار اجازه ورکړه، د طلاق اختیار یې ښځې ته ورکړ، حجاب یې منع کړ او هڅه یې وکړه چې له فارسي ژبې څخه عربي لغتونه او اصطلاح ګانې لېرې کړي.
افغانستان چې د مؤمنې، متدینې او په اسلامي فرهنګ او ملي دودونو سمبالې ټولنې څخه برخمن و، امان الله خان هڅه وکړه چې د غرب فرهنګ، د ژوند کولو ډول، تفکر او اعتقاد خپور کړي او د اسلامی او ملي فرهنګ د ځای ناستي په توګه یې معرفي کړي؛ نوموړي د «امیر» لقب له ځانه لېرې کړ، د علماوو رول یې په ټولنه کې کمزوری کړ، په ترکیه کې یې د عثماني خلافت د راپرځيدو څخه ملاتړ وکړ او هغه یې د اسلامي هیوادونو د پرمختګ لپاره اړینه وبلله، د علماوو کړنې او ټولنیز رول یې کمزوری کړ او هغوی یې له محکمو او قضاوت څخه ګوښه کړل، «نظامنامې» یې رامنځته کړې، د ښځو په اړه یې نوي حکمونه صادر کړل او د هغوی لپاره یې «د ښځو څخه د ملاتړ ټولنه» رامنځته کړه، د کوچنیو جینکیانو واده کول یې ممنوع اعلان کړ او ښځې یې وهڅولې چې د خپلو خاوندانو پر ضد په محکمه کې شکایت وکړي، خاوند نشو کولای پرته له دلیل څخه خپله میرمن طلاق کړي بلکه تر څیړنې لاندې به نیول کیده؛ نوموړي اروپایي هیوادونو ته د یو مشهور سفر له بیرته راستنیدو څخه وروسته، ډير قواعد او دستورونه  صادر کړل چې تر ډیره د اسلام او ملي فرهنګ او دودونو مخالف و. د بیلګې په توګه: د جمعې پر ځای د پنجشنبې ورځې رخصتۍ نیول، د برقعې سره په وتلو بندیز، د دریشۍ په اغوستلو اړ کول، په ژبې او لاسونو د سلام اچولو منع کول او د دې پرځای د غربیانو په څېر دې خولۍ له سر څخه په لاس پورته کړل شي، له یوې ښځې څخه د زیاتو په واده کولو بندیز، د حجاب ایسته کول او داسې نور… د نوموړي له مهمو فرمانونو څخه و.
د دغو کسانو فکر او نظریې، په اسلامي هیوادونو کې پیچلې او درنه فکري جګړه رامنځته کړه او د فکر او پوهې خاوندانو په منځ کې د فکري او فرهنګي تضاد او د بیلابیلو دیني او اسلامي لیدلورو د رامنځته کیدلو او مطرح کیدلو سبب شو.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version