له انکاري الحاد څخه موخه دا ده چې د الله جل جلاله له موجودیت څخه انکار وشي، نوموړی الحاد په دوه ډولونه لري چې یو یې علمي او بل تشکیکي الحاد دی:
لومړی- علمي يا يقيني الحاد (Gnostic Atheism):
له علمي يا يقيني الحاد څخه موخه هغه الحاد دی چې په هغه کې ملحد له مابعد الطبیعاتي چارو څخه د یو دلیل پر مټ انکار کوي د بېلګې په ډول د یو دلیل په اساس د الله جل جلاله له وجود څخه انکار کول.
يعنې کله چې يو ملحد په علمي بڼه له اللّٰه تعالی او مابعد الطبيعاتي امورو څخه په پوره باور انکار وکړي، له الله تعالی څخه انکار په دلايلو ثابتوي او په دې باور وي چې الحاد منطقي تګلاره ده نو ياد ملحد ته علمي ملحد ويل کېږي. په معاصر وخت کې رچرډ ډاکنز د علمي الحاد يا (gnostic atheism) سرلاری بلل کېږي.
معاصرو ملحدينو چې د (New atheism) يعنې نوی الحاد کومه اصطلاح وضع کړې په دې فکري مکتب کې هم له الله تعالی څخه انکار په يقين سره کېږي، د ځینو تاریخپوهانو په اند نوموړی الحاد په یونان کې هم تاریخي مخینه او بنسټ لري.
د علمي الحاد نیمګړتیا دا ده چې خپله طرحه ډېره کمه لري او تر ډېره په پوښتنو، نیوکو او مغالطو ولاړ دی د بېلګې په ډول د ایپي کیورس، پراډاکس، امیدوکلس، پرابلم آف ایول او… نظریې، همدا لامل دی چې کله له علمي ملحد سره دلیل وویل شي، نو یا خو ډېر ژر احساساتي کېږي، یا د لا أدریت تګلاره خپلوي او یا هم په پرلپسې پوښتنو د تېښتې لاره پیدا کوي.
همدې نیمګړتیاوو ته په کتو ډېر څېړونکي وایي چې د الحاد په تاریخ کې علمي الحاد ډېر لږ تر سترګو کېږي او که رامنځته هم شي نو د یوې لنډې مودې لپاره به وي او بېرته ژر له منځه ځي.
دوهم- تشکیکي الحاد (لا أدریت) یا (Agnostic Atheism):
د لا ادریت لغوي معنا بې خبري ده او په اصطلاح کې هغه بې خبري او ناپوهي ده چې د الله تعالی د وجود په اړه وي، یعنې نه په الله ایمان لرل او نه هم ترې انکار کول.
د لا ادریت تصور هم د یوناني فلسفې په کچه تاریخي مخینه لري، موږ کولای شو دا تصور په پخوانیو سوفسطایي (Sophistes) فلسفیانو کې هم و مومو، په هغه وخت کې دې تصور د تشکیک (Skepticism) په نوم شهرت درلود، تشکیک (Skipticism) په خپله یوه عمومي فلسفه ده یعنې په الحاد پورې ځانګړې نه ده، شونې ده چې یو شخص دې متشکک وي، خو ملحد دې نه وي، خو کله چې تشکیک د الله جل جلاله او ما بعدالطبیعاتو په اړه وي بیا ورته تشکیکي الحاد ویل کېږي.
معاصر ملحدین هم په مستقیم ډول د الله جل جلاله له وجود څخه د انکار کولو دعوت نه شي کولی، بلکې هڅه کوي چې د یو دین منونکي انسان په ذهن کې لومړی دهغه د عقیدې په تړاو شک پیدا کړي، یعنې د هغه په ذهن کې د الله په اړه بېلابېلې پوښتنې پیدا کوي، دا چې هر انسان دې پوښتنو ته ځواب نه شي ویلی نو د وخت په تېرېدو سره د هغه ذهن د تشکیک په لور ورنږدې کېږي او په ذهن کې یې نورې ډول، ډول پوښتنې را ولاړېږي، چې په غیبو د انسان د ایمان د کمزوري کېدو لامل ګرځي، د همدې لړۍ په دوام کې په غیبو د انسان ایمان په بشپړ ډول ختم شي او په پای کې د الله تعالی د موجودیت په هکله هم شک ورته پیدا شي.
له یوناني فلسفیانو څخه وروسته په غرب کې تر ډېره وخته د لا ادریت تصور نه و، خو په دې نږدې وختونو کې د ځینو یوناني فلسفیانو له کتابونو څخه دغه تصور بېرته را وټوکېده، یعنې د دوهم ځل لپاره د (کانت) او (ډیوډ هیوم) د فلسفو له امله دا تصور بیا را ژوندی شو.
دې ډول الحاد ته د لا ادریت (agnosticism) اصطلاح او نوم د (تهامس هنري هکسلي) لخوا ورکړل شوی.
نوموړي د لا ادریت په تړاو خپل یو ملګري چارلس کنګ هکسلی ته لیک واستاوه چې: زه د انساني روح د فنا کېدو مدعي نه یم او انکار هم نه ترې کوم، ځکه له ما سره نه ددې دعوې د ثبوت لپاره دلائل شته او نه هم د نوموړې دعوې د رد لپاره کوم دلیل لرم.
د ځینو پوهانو او علماوو په اند لا ادریت له سوچه انکار څخه ډېر مضر دی، ځکه چې د الله له موجودیت څخه انکار د یوې دعوې او دلیل پر مټ کېږي او دلیل ته په دلیل ځواب ورکول آسانه وي، خو په ناپوهۍ یا بې خبرۍ باندې دلیل نه راوړل کېږي، له همدې امله داسې خلکو ته په دلیل قناعت ورکول هم ستونزمن وي، بله دا چې په ټولنه کې اکثره خلک ناپوه وي، له همدې امله په لا ادریت د معتقدینو شمېر هم ډېرېږي.
۲ـ اثباتي الحاد (Theistic Atheism):
اثباتي الحاد ته الهیاتي الحاد هم ویل کېږي، په نوموړي الحاد کې له الله جل جلاله څخه انکار نه کېږي، بلکې الله تعالی ته له منسوبو چارو او امورو څخه انکار کېږي، د بېلګې په ډول، د اسلام له دین څخه انکار، له مابعدالطبیعاتي امورو څخه انکار، د الله جل جلاله له صفاتو څخه انکار، هماغه ډول لکه په اسلامي امت کې چې د جهمیه او معتزله ډلې رامنځته شوې وې او ځينې دا ډول باورونه یې لرل.
خدایي شونتیا یا ډېیزم (Deism): دا داسې یوه نظریه ده چې په دې کې د الله تعالی وجود منل کېږي خو له الله سره د تعلق او ارتباط لپاره له وحې، دین، آسماني کتابونو او انبیاؤ څخه انکار کېږي. د ډېیزم اصلي معنا دا ده چې په الله باندې باید له خپل عقل او فکر سره سم ایمان راوړل شي او په الهي احکاماتو د عمل کولو پر ځای باید الله له دې څخه بې نیازه او مستغني وګڼل شي، یعنې الله داسې و نه منو لکه څنګه چې الله غواړي بلکې داسې یې ومنو په کوم ډول یې چې انسان غواړي، په ډېیزم باور لرونکي شخص ته (Deist) ډېیسټ وایي.
د (world union of deist) پر وېبسایټ چې د همدې نظریې د منونکو وېبسایټ دی د ډېیزم تعریف دا ډول شوی:
Deism is the belief that reason and observation of the natural world are sufficient to determine the existence of god, Accompanied with the rejection of revelation and authority as a source of religious knowledge.
ژباړه: ډېیزم د یوې داسې عقیدې نوم دی چې د خدای د وجود او د دیني علم د تعین او تفهیم لپاره د عقل او فطري دنیا مشاهده کافي او بس ګڼي، وحې او د دین استازي د دیني علم مأخذونه نه ګڼل کېږي.
د ډېیزم له نظریې سره سم دا کائنات د یو مدبر او بانظمه خالق تخلیق دی، لکن د خالق د پېژندلو لپاره دیني تعلیماتو او ښوونو ته اړتیا نشته، ځکه چې ټول مذاهب د پنډتانو، پادریانو یا پاپانو او ملایانو ایجاد او اختراع ده، خدای انسان ته عقل ورکړی او انسان باید خپل عقل داسې وکاروي چې په واسطه یې خپل خدای خوشحاله کړي د بېلګې په ډول: د نورو انسانانو خدمت وکړای شي، چا ته زیان و نه رسول شي او…
ددې ډلې او په ځانګړي ډول د میتهوټنډل او توماس پاین (Thomas Paine) په اند د نړۍ ټول مذاهب له اصلي مذهب یعنې ډېيزم څخه منحرف شوي، په اصل کې انساني مذهب ډېر ساده، معقول، منطقي او د وحې پرځای په انساني عقل ولاړ و، خو پنډتانو، پاپانو او ملایانو یا د مذاهبو استازو ددې لپاره چې په عوامو کې رسوخ و مومي او خپلې موخې تر لاسه کړي په دې خالص او سوچه مذهب کې لاسوهنه کړې او ځانونو ته یې بېلابېل مذهبونه جوړ کړي.
د ډېیزم بنسټیزه نظریه دا ده چې الله شته دی او د کائناتو د وجود علت اولی هم هغه دی، خو په مستقیم ډول د کائناتو په چارو کې مداخله نه کوي، هغه کائنات جوړ کړي، خو د طبیعي قوانینو تر تاثیر لاندې یې جوړ کړي، اوس دا کائنات له طبیعي قوانینو سره سم پر مخ روان دي او له الله سره یې هېڅ ډول اړیکه او ارتباط نشته. همدا راز ډېیسټان له انبیاؤ، وحې، معجزو او خارجي هدایت څخه انکار کوي، ځکه د دوی په اند طبیعي قوانین هېڅ بدلون نه مومي.
له اوولسمې پېړۍ څخه مخکې (تهېیزم) یعنې د یو یا د ډېرو خدایانو منل او ډېیزم تقریبا یو شان ګڼل کېدل، که څه هم ډېیست او تهېیست دواړه په الله باور لري، خو د اوولسمې پېړۍ مفکرینو ددې دواړو تر منځ توپیر اړین وګاڼه او دواړه یې سره بېل کړل چې: ډېیزم له دین څخه انکار کوي او پخپله د تنویري مفکرینو دین ګڼل کېږي، همدا لامل دی چې اکثره عقل پرست تنویري فلسفیان په خدای باندې یقین لرونکي دي، خو نوره تکیه یې د دین پر ځای په خپل عقل باندې کړې ده.
تهېیست په دې عقیده وي چې الله یا خدای هره شېبه له کائناتو سره په اړیکه کې دی او تصرف پکې کوي، خو د ډېیست بیا باور دا وي چې الله تعالی له کائناتو سره د هغو له پیدا کولو وروسته هېڅ راز اړیکه نه لري.
په ډېیزم باور لرونکي د نړۍ په ختیځ او لوېدیځ یا په ټوله نړۍ کې په بېلا بېلو نومونو لاندې کارونه سر ته رسوي: په اسلامي نړۍ کې ځینې ډېیستان د (Social activists) یا مدني فعالانو په نوم کار کوي، خلکو ته د خدمت او چوپړ په بهانه له نورو مذاهبو څخه انکار کوي او یواځې انسانیت ته خدمت د ځان لپاره د نجات او ژغورنې لار ګڼي.
ډېیزم ته هغه وخت ډېر پرمختګ ورکړل شو چې د خلکو له پاپانو څخه کرکه وشوه او انکار یې ترې وکړ په داسې حال کې چې مخکې یې د هغوی په خدایي باور درلود، له همدې امله ډېرو خلکو دا نه احساسوله چې هغوی ملحدان شوي، بلکې سره له دې چې له کلیسا او عیسویت سره یې اړیکې پرې شوې وې او له ژوند څخه یې ټول مذهبي رسومات بهر کړي وو بیا یې هم ځانونه عیسویان ګڼل.
لارډ هربرټ چربري (Lord Herbert of Cher bury) (۱۵۸۳- ۱۶۴۸م) په برتانیه کې د ډېیزم مشر او رهبر ګڼل کېږي، چا چې په خپل کتاب (De veritate) کې ډېیزم په بشپړ ډول بیان کړی، له (۱۶۹۰م) څخه تر (۱۷۴۰م) کال پورې په برتانیه کې ډېیزم ډېر پرمختګ وکړ، په ځانګړي ډول د میتهوټنډل د کتاب (Christianity as old as the creation ) (۱۷۳۰م) له امله چې د ډېیستانو بایبل هم ګڼل کېږي. له برتانیې څخه وروسته په فرانسه کې د والټیر په لاس ډېیزم ډېر پرمختګ وکړ ، وروسته بیا ډېیزم جرمني او امریکا ته هم ورسېد.