احادیث خو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه (۲۵۰) کاله وروسته لیکل شوي، نو څنګه پرې باور وکړو؟
دا نیوکه د ګولډزېهر په نوم یو ختیځپوه کړې، نوموړی وایي چې احادیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات څخه (۹۰) کاله وروسته لیکل شوي، او ځینې نور ختيځپوهان او له حدیثو منکر خلک بیا وایي چې د احادیثو لیکل په درېیمه هجري پېړۍ کې پیل شوي، په دې صورت کې نو احادیث څنګه د باور وړ کېدای شي؟
ځواب: د ختیځپوهانو دا نیوکه په یوې علمي مغالطې ولاړه ده، که لږ ځير شو نو دا به معلومه شي چې یو څیز یواځې په کتابت او لیکلو نه ساتل کېږي بلکې په حافظه کې د یادولو له لارې هم ساتل کېدای شي، هغه وخت د عربو ذهانت او ځيرکتیا یوه مثالي خبره وه، ډېرو خلکو به په سلګونو شعرونه یادول او بیا به ورته تر ډېره وخته په یاد هم وو. او لکه چې ومو ویل صحابه کرامو به د احادیثو په تړاو ځانګړی اهتمام کاوه، له دې سره سره بیا هم د صحابه کرامو او تابعینو په زمانه کې د احادیثو بېلابېل کتابونه او رسائل لیکل شوي وو چې نومونه په لاندې ډول دي: صحیفة عبدالله بن عمرو بن العاص (۷ ق هـ- ۶۵هـ)، صحیفة الصحابي سمرة بن جندب (م ۶۰ هـ)، صحیفة جابر بن عبدالله (۱۶ ق هـ، ۷۸)، صحیفة الصحابي نبیط بن شریط الأشجعي الکوفي، صحیفة الأشج نوموړی تابعي دی او د ابوبکر رضی الله عنه د خلافت پر مهال زېږېدلی، صحیفة التابعي خراش بن عبدالله، صحیفة التابعي همام بن منبه (۴۰- ۱۳۱هـ)، احادیث التابعي أبی الزبري نوموړی هم د احادیثو صحیفه لري چې وروسته ابوالشیخ الأصبهاني جمع او ترتیب کړه، د ابن جریج (السنن) او (التفسري کتاب) (۸۰- ۱۵۰ هـ)، أحادیث املثنی بن عبدالله (۱۵۰ هـ)، سعید بن أبی عروبة (۷۰- ۱۵۶هـ) د (المناسک) کتاب یې له قتادة څخه روایت کړی او (التفسري) هم لري، شعبة بن الحجاج (۸۲-۱۶۰هـ) له لومړنیو کسانو څخه دی چې بصرې ته یې احادیث یوړل او د محدثینو د احوالو په برخه کې یې ځانګړی علم رامنځته کړ، چې محمد بن المظفر بن موسی البزاز له نوموړي څخه د شعبه غریب احادیث هم روایت کړي. په دې هکله شریف محمد جابر په خپله رساله «مفاتیح لفهم السنة» کې خورا په زړه پورې معلومات ځای پرځای کړي.
حضرت همام بن منبه له خپل استاد څخه د جمع کړای شويو روایاتو یوه ټولګه چمتو کړه او د (الصحیفة الصحیحة) په نوم یې ونوموله، امام احمد بن حنبل رحمه الله بیا دا ټوله صحیفه په خپل مسند کې ځای پرځای کړه د یادې صحیفې مخطوطې اصلي نسخې څه وخت وړاندې وموندل شوې چې یوه یې په جرمني کې او بله یې د دمشق په مجمع علمي کې ساتل کېږي، د سیرت او تاریخ مخکښ څېړونکي دوکتور محمد حمیدالله دا دواړه صحیفې خپرې کړي دي، په یوه نسخه کې چې تر ۳۸ پورې احادیث راوړل شوي کله چې له مسند احمد سره پرتله شوه نو د یو توري هومره هم پکې توپیر نه وو.