د امام اعظم ابو حنیفه ـ رحمه الله ـ ژوند او کړو وړو ته که سړی وګوري؛ نو انسان حیرانیږي او دې پایلې ته سړی رسیږي، چې بالکل د انبیاوو وارث او په ریښتوني مانا عالم، مجتهد او په هره برخه کې د امت یو لوی رهبر پاتې شوی دی.
په دې لنډو څو کرښو کې یې د سیاسي ژوند مهم اړخ ته، چې “له حق او حقیقت ویلو سره د هغه مینه” ده ځغلنده کتنه کوم او په اړه یې د تاریخ ثبت کړې ځینې واقعې رانقلوم.
امام ابو حنیفه ـ رحمه الله ـ د حق او حقیقت ویلو سره مینه دومره زیاته وه، چې په دې باب کې یې هیڅ ډول ویره، ملامتي، لالچ او د ځاني ګټو پروا نه درلوده او د هیچا او هیڅ ځای کې یې د ویلو ډډه نه کوله.
هغه څه چې امام صاحب مبارک ته به حق ښکاره شول؛ نو د خلکو او واکمنانو په وړاندې یې ویل او په دې کې یې د چا پروا نه ساتله، په دې اړه ډېرې پېښې د تاريخ برخه دي، خو دلته به یې د ځينو يادونه وکړو.
د اموي خلافت واکمني وه او په کوفه (د عراق هغه ښار، چې امام صاحب په کې اوسیده) کې یې والي خالد و، د تاريخي رواياتو له مخې يوه ورځ همدا والي د جمعې د خطبې لپاره د جامع جومات منبر ته وخوت؛ خو د خطبې پرځای د رسمي اسنادو په مطالعه او کار بوخت شو. والي د اسنادو په کتلو هماغسې مصروف و، چې نږدې وه د ماسپښین وخت پای ته ورسېږي، دغه وخت یو ځوان د منبر پر لور حرکت وکړ او په لوړ غږ یې د والي پام ځان ته را واړوه، د دې تیز غږ او لهجې په ليدو والي د دغه ځوان د نيولو امر وکړ او هغه ونيول شو.
والي امامت وکړ او لمونځ یې ادا کړ، بیا یې ځوان راوغوښت او پوښتنې يې ځینې وکړې:
ـ ولې دې داسې وکړل؟
ـ ځکه چې لمونځ زمونږ تر ټولو مهم فرض دی او وخت یې نور په تیریدو و؛ نو ما دا کار په ځان لازمه وګاڼه.
ـ ایا تا په رښتيا، له دې پرته بله موخه نه لرله؟
ـ حقیقت دا دی، چې ما له دې پرته بله موخه نه درلوده. له دې تحقیق نه وروسته والي د هغه مبارك د خلاصون امر وکړ او هغه یې خلاص کړ.
هوکې! دا ځوان امام ابوحنيفه و.
دلته به د امام ابو حنیفه رحمه الله بله واقعه هم راوړو، چې تاریخونو ثبت کړې ده، وایې، چې کله خوارجو کوفه ونیوله او د ضحاک خارجي په نوم د خوارجو قومندان د کوفې والي عبدالله بن عمر بن عبدالعزیز ته ماتې ورکړه او خپله واکمني یې جوړه کړه، نو د کوفې د جامع جومات انګړ ته د خپلو سلګونو وسله والو سره ننوت او اعلان يې وکړ: دا چې د کوفې خلک مرتد شوي دي؛ نو ټول دې راشي او د ده په وړاندې د توبه وباسي، که نه نو وبه يې وژني.
دا چې تر دې مخکې د بصرې د اشغال په وخت کې د خوارجو لخوا کم او زیات شپږ زره خلک سرونه غوڅ شول؛ نو دغه اعلان په ټول ښار کې ګډوډي خپره کړه او په دې لړ کې امام ابوحنيفه تر ټولو لومړی نفر و، چې د خوارجو لخوا ونيول شو او د هغوی د قوماندان ضحاک مخته وړاندې کړای شو.
ضحاک ورته وويل: ای شيخه! له کفر څخه توبه وباسه!
ـ زه له هر کفر نه توبه کوم. په دې سره یې د امام صاحب مبارك د خوشې کولو امر وکړ؛ خو امام صاحب مبارك لا دروازې ته رسېدلی نه و، چې يو چا ضحاک ته وويل: هغه ستا له کفر څخه توبه کړې ده. ضحاک بيا را وغوښت او ورته يې وويل: زموږ فکر دا دی، چې تا د دې ګول مول جملې په ويلو سره زموږ دين کفر وباله او له هغه څخه مو توبه کړه.
امام صاحب پوښتنه ور څخه وکړه: ته دا خبره په یقین سره کوې که محض ګمان کوې؟
هغه وویل: دا زموږ ګمان دی.
امام صاحب ورته وویل: ګوره ته د خپل دین له نظره کافر شوې، ځکه ستاسو له نظره په لویه ګناه سړی کافر کیږي، نو لومړی ته له خپل کفر څخه توبه وباسه او بیا به یې زه وباسم.
هغه وویل: زه له دې کفره توبه کوم.
امام صاحب بیا هماغه جمله تکرار کړه، چې زه له هر کفر څخه توبه کوم، په دې سره امام صاحب خلاص شو.
کله چې امام صاحب مبارك خپل کور ته ورسېد، نو د کوفې د علماوو يو پلاوی ورپسې ورغئ او ورته ويې ويل، چې تا خپل ژوند وژغوره، خو ایا د کوفې د پاتې خلکو په اړه دې څه فکر کړی دی؟
بیرته امام ابوحنيفه د دې خبرې په اورېدو سره ضحاک ته ورغى او ورته ويې ويل: زه یوه خبره باندې د ځان پوهاوي لپاره راغلم او هغه دا، چې تا دې کوفې عام مسلمانان مرتد اعلان کړي دي، که دوی توبه ونه باسي او نوی ایمان را نه وړي؛ نو ته به یې ووژني؟ هغه وویل: هو! ما دا اعلان کړی دی؛ ځکه چې دا ټول مرتد شوي دي او په اسلامي شریعت کې د مرتد سزا مرګ دی.
امام صاحب ورته وویل: دا خلک کله مرتد شول؟ مرتد خو هغه څوک دی، چې خپل دين پريږدي او بل دين اختيار کړي، دې خلکو خو خپل دين ندی بدل کړی، بلکې په هغه دين دي، چې پرې پيدا شوي دي، نو څنګه به مرتد شي؟
په دې توګه د کوفې د خلکو ژوند د امام اعظم ابو حنیفه د تدبر، فراست، حکمت، حوصلې، فکر، هوښیارۍ، زړورتيا او حق ویلو له امله وژغورل شو، چې په اړه يې ابو مطیع بلخي وایي: “اهل الکوفة کلهم موالي ابي حنیفة” د کوفې ټول خلک د امام ابو حنیفه ازاد کړي غلامان دي؛ ځکه د ده په وجه د کوفې د خلکو ژوند ژغورل شوی دی.
د امام صاحب له دې چلند څخه موږ دا درس اخلو، چې د حق ویلو او له حق سره د مینې تر څنګ باید د ملت د ژغورلو او د ظالمانو د ظلم د مخنیوي لپاره هم هڅې وکړو او له خپلو وسائلو څخه د ملي ګټو لپاره کار واخلو.