د علامه خاندان د سپیڅلي ټبر او نېکې سلالې او د «حسني» له ساداتو څخه دې، هغه روح پالونکې او علم دوسته خاندان چې د ډیرو ارزښتمنو ځانګړتیاوو څخه برخمنه ده او دغه خاندان د دې لپاره چې د نسب له اړخه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته منسوب کیږي، په هره دوره او زمانه کې د اصلاح او تزکیې او ځان جوړونې د بیرغ لیږدوونکي او د جهاد، سرښندنې، مبارزې، مېړانې او شجاعت سرلاري پاتې شوي.
حضرت سید ندوي د حضرت حسن رضی الله عنه له سپیڅلي او مبارک ځوځات څخه دې او په همدې دلیل ځانته «حسني» لقب ورکوي. د نوموړي د نسب لړۍ د عبدالله الاشتر بن محمد ذوالنفس الزکیه په واسطه حضرت حسن (رض) ته او بیا رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ته رسیږي.
د دې خاندان څخه دوه کسه په ځانګړي ډول په هند او پاکستان کې شهیدان شول، یو همدغه عبدالله الاشتر و چې د عبدالله المحض بن حسن مثنی (رض) لمسی دې، نوموړی په سیرت او صورت، تقوا او پرهیزګارۍ، سخاوت او بښنې کې د خپل قدرمن پلار په څـیر و او داچې د خپل خاندان مشر و، د شیخ العتره په لقب یادیده، عبدالله المحض لوی عالم او محدث و؛ له تابعینو څخه یې حدیثونه رانقلول او د لوی شأن او کمال او مشرۍ له وجې د راشده خلیفې عمر بن عبدالعزیز په وړاندې د قدر او عزت وړ و د عباسیانو دورې په لومړیو کې د منصور خلیفه پر وړاندې پورته شو چې بلآخره ونیول شو او زندان ته ولیږدول شو او هملته وفات شو.
هغه په ۱۴۵ هجري کال کې د عباسي خلیفه ابوجعفر منصور د ظالمې تورې له ویرې سند ته راغی چې په همدې کال، پلار یې محمد ذوالنفس الزکیه کنیه یې ابوالقاسم د وخت امام او مقتدا و؛ د خپل پلار تر مړینې وروسته د منصور پر ضد پاڅون وکړ او د حجاز عامو او خاصو وګړو د ده امامت او مشري ومنله، امام مالک او امام ابوحنیفه رحمهماالله هم د ده ملاتړ او مرسته وکړه او مدینه منوره یې تر حکم لاندې راغله.
خلیفه منصور د نوموړي د محبوبیت او ګرانښت په لیدو سره، د ده پر ضد یو لښکر ولیږه، چې مدینې منورې ته څیرمه سره ونښتل چې په پایله کې محمد د شهادت لوړ مقام ته ورسید؛ نوموړی د شهادت پر مهال ۳۵ کلن و او په مدینه منوره کې د منصور د لښکریانو له لوري د شهادت جام نوش کړ او وروسته د عبدالله الاشتر پسې شول، تر دې چې عبدالله د «سند» حاکم سره په جګړه کې شهید شو او ملګرو یې د هغه د جنازې د سپکاوي له ویرې څخه د نوموړي جسد د سند رود ته وغورځاوه. د دې خاندان یو بل هم حضرت مولانا سید احمد شهید دې چې کیسه یې مشهوره ده.
د مولانا دولسم نیکه، جید عالم او ستر مجاهد «امیر سید قطب الدین» دې چې د شیخ عبدالقادر ګیلاني وراره و، او په (۶۰۷) هجري کال د فتنو څخه ډک دوران کې د عراق، ایران او ماوراء نهر مسلمانانو ستر پناهګاه و؛ شیخ قطب الدین اله آباد، کره کلی او مانک یې فتح کړل.
په یوولسمې هجري پیړۍ کې، د دې خاندان یو مشر له «کره او مانک پور» څخه سفر وکړ او د رای بریلي ښار نه دباندې د سند رود په غاړه کې میشت شو، د ده مخور نوم شاه علم الله و چې د لوی مرشد حضرت سید آدم بنوري له مریدانو څخه و؛ که څه هم ده غوښتل چې مکه مکرمې ته سفر وکړي اما د خپل شیخ په اشاره دغه ځای یې غوره کړ؛ او نوموړي د خپلوانو سره یوځای، یو باب جومات یې په خپلو لاسونو جوړ کړ چې نقشه یې د مکې مکرمې په څېر وایستله او د بنسټ په ډبره کې یې د زم زم اوبه وشیندلې، هغه ځای د تیکه (خانقاه) په نوم مشهور شو، د شاه علم الله په لاس جوړ شوی جومات تر اوسه هم په خپل ځای پاتې دې؛ او څو کاله وړاندې د خلکو د ډیروالي له امله یو څه پراخ کړل شو؛ شاه علم الله د سنتو په اتباع کې هم بېساری و.
د دې خاندان یو بل مبارز، هڅاند، زړور او نوموتی شخصیت، حضرت سید احمد بن عرفان دې چې د حق کلمې په اوچتولو کې یوه شیبه هم له هڅې او هاند څخه لاس په سر نشو او په بېساري شهامت او مېړانې سره د وخت ظالمانو او سرکښو پاچاهانو پر وړاندې ودرید تردې چې د (۸۳) کالو په عمر د شهادت جام نوش کړ؛ د ده په شهادت سره په هند کې تر یو حده ایماني غیرت او د حق مینې جوش او ولولې په خوځیدو راغلې او اسلامي ویښتیا را ژوندۍ شوه.
په همدې خاندان کې په (۱۹۱۴) زیږدیز کال کې یو ماشوم نړۍ ته سترګې را وغړولې چې په (۹) کلنۍ کې د پلار د عطوفت له سیوري څخه بې برخې او یتیم شو؛ دغه ماشوم چې نوم یې «علي» او کنیه یې ابوالحسن و، په نړۍ کې په مولانا سید ابوالحسن علي ندوي مشهور شو او نوې کارنامې او نوښتونه یې رامنځته کړل؛ د نوموړي نیکه حضرت مولانا فخرالدین خیالي دې چې په خپل وخت کې نوموتی مصنف او لوی شاعر تېر شوی دې او پلار یې مولانا سید عبدالحی حسني هم تکړه ادیب او جید عالم و چې ارزښتمن کتاب یې «نزهة الخواطر» د هند رجالو په پیژندنه کې له لوړ شهرت څخه برخمن دې او څه موده مخکې په بیروت کې د «اعلام بما فی تاریخ الهند من الاعلام» په نوم چاپ او خپور کړل شو.
د مولانا سید ابوالحسن قدرمنه مور، خیرالنساء د قرآن حافظه او شاعره وه، ډیر کتابونه یې تألیف کړل، له هغې جملې څخه د ښځو لپاره د «حسن معاشرت» په نوم کتاب یې ولیکه؛ د مولانا یوه لویه خور د بي بي امة الله تسنیم په نوم د «ریاض الصالحین» کتاب ژباړه یې په اردو ژبه کړې.