الف: د غلطو مفاهیمو شتون او د اسلام په کره او دقیقې پوهې باندې یې اغیزې
په هره ټولنه کې ځانګړي مفاهیم حاکم دي او انسانان د ژوند په کړه- وړه کې د هغوی څخه اغیزمن دي، دا که په معاملاتو کې وي او که د قرآن او سنت څخه د احکامو په استنباط کې؛ فلهذا دغه غلط مفاهیم د اساس په توګه په نظر کې نیسي او د نصوصو څخه د هغه د موافقت مطابق، ناسم تأویل کوي چې اوس مهال دغه عمل د ګمراهۍ لوړې کچې ته رسیدلی ده او که د صحابه کرامو ژوند ته یوه کتنه وکړو، له داسې حالت سره نه مخامخ کیږي چې غلط مفاهیم دې بنسټ او اساس ګرځولی وي او نصوص دې د هغه سره د موافقت مطابق تأویل کړي وي؛ ځکه صحابه د کوم فرهنګ او لیدلوري څخه اغیزمن نه و؛ بلکه د نصوصو د فهم او پوهې لپاره یې یوازې شریعت معیار ګرځولی و؛ اما اوسني ډیر شمیر مسلمانان پرته له دې چې ځان له غلطو مفاهیمو لکه: دیموکراسي، منفعت پالنه او نشنلیزم، د خیر او شر ټاکل او داسې نورو قیدونو څخه خلاص کړي؛ بلکه هغې خواته میل او لیوالتیا لري او د باطل تر چتر لاندې د اسلام د فهم او تطبیق په هڅه کې دي چې له شک پرته د دوی دغه غلط مفهومونه، په اسلام کې د مفهوم څخه په برداشت او اخیستنې، تاثیر لري.
ب: عربي ژبه
د نصوصو ټولګه د جاهلیت دورې په عربي ژبه ده او دغه د جاهلیت دورې عربي ژبه د اوږدې مودې په تیریدلو سره د تغیراتو سره مخ شوې د بیلګې په توګه د «صَبرَ» کلمه چې د جاهلیت دوران په عربۍ کې تړلو ته ویل کیده؛ اما په اوسنۍ عربۍ کې د زغم فعل ته ویل کیږي او په همدې توګه نور لغتونه او اصطلاح ګانې هم د تغیراتو او بدلونونو ښکار شوي؛ نو د اسلام څخه د دقیق فهم لپاره اړینه ده چې همغه د جاهلیت دورې عربي معیار وګڼو؛ څرنګه چې د بودا دین دقیق فهم او پوهې لپاره سانکریت ژبه زده کړو نه فارسۍ.
ج: د صحابه وو فهم او پوهه
له اسلام څخه دقیقې پوهې لپاره اړینه ده چې د قرآن او سنت په اړه د صحابه کرامو پوهه او لیدلوری مطالعه کړو او پرې ځان پوه کړو؛ ځکه چې قرآنکریم د هغوی د ژوند پر واقعیتونو بحث او حکم کړی او هغوی د لید او پوهې له اړخه اسلام ته نږدې دي، څرنګه چې د آیت شریف «وانک لعلی خلق عظیم» ابن عباس (رض) وایي د خلق عظیم څخه عبارت، عظیم دین دې؛ ځکه ټولو خلکو د رسول الله نیک اخلاق پېژندل؛ فلهذا په قرآنکریم کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د اخلاقو بیانولو ته اړتیا نه لیدل کیږي؛ بلکه د خُلق کلمې څخه مراد دین دې او نن دغه آیت شریف د اخلاقو د معیار ګرځولو د توجیه په موخه پرې استناد کیږي.
د: د واقعیت پیژندل او د هغه سره د نص اړیکه
اسلام راغلی ترڅو په واقعیتونو باندې تطبیق شي او دغه واقعیتونه د رسول الله صل الله علیه وسلم او صحابه کرامو ارزښتناکه ژوند کې په ښکاره توګه لیدل کیږي؛ نو د یو نص د تطبیق لپاره، اړینه ده چې ترڅو هغه واقعیتونه چې نص پرې تطبیق کیږي په کره او سمه توګه وپیژندل شي او تر هغه وروسته د نص او واقعیت تر منځ سمه اړیکه ټینګه شي؛ پرته له دې به ځان ته اجازه ورکوو چې کفار د الله د حکم پر خلاف په دوستۍ سره ونیسو او پارلمان په شورا توجیه کړو او ټینګار هم وکړو چې اسلام پلې کوو.
پایله
د پورته بحثونو په پایله کې جوته شوه چې د اسلام هر اړخیز پلې کول؛ د اسلامي احکامو، افکارو او مفاهیمو په بشپړې او دقیقې پوهې پورې تړلی ده؛ اما په قرآنکریم کې ټول آیتونه داسې واضح ندي چې ټول امت د هغوی په اصلي معنی او مقصد پوه شي نو ځکه تأویل ته یې اړتیا لیدل کیږي چې هغه هم په دوه ډوله دې: سم تأویل او ناسم تأویل یا غلط تأویل؛ هغه کسان چې په پوهې او علم کې ټینګ او راسخان دي، د آیتونو په تأویل کې په تکلف او بدو موخو او اغراضو خبرې نکوي؛ بلکه د هغوی نیت حق پالنه او حق وینه ده او د آیتونو د سم تأویل په هڅه کې دي او یوه ډله نور چې په زړونو کې یې کوږوالی او انحراف دې د فتنې اچونې او د مسلمانانو د بېلارې کولو په نیت د ناسم تأویل لوري ته مخه کوي او د هغه څخه پیروي کوي. ومن الله توفیق