لیکوال: ابو ریان عزیزي

فیمینیزم (لومړۍ برخه)

لنډيز

کله چې په نولسمې زیږدیزې پیړۍ کې د «فیمینیسم» نظریه رامنځته شوه؛ ډيرې غونډې او ناستې یې په اړه ترسره شوې او د نظرخاوندانو مجلسونه او ناستې پرې ګرمې وې، او هغو هیوادونو چې په اصطلاح ځانونه یې د ښځو د حقونو مدعیان بلل دغې مسئلې ته نوره هم هوا ورکړه، او سیاستمدارانو د ښځو د پام جلبولو په موخه د  دغې نوې پدیدې اورته لمن وهله او ځیني مسلمانې ښځې د دغې نظریې ترشا، پټو لاسونو ته په نه پام کولو سره، په بشپړه توګه د نوموړې نظریې ملاتړ وکړ او ځانونه یې د فیمینیسم کندې ته ورټېل وهل؛ دوی غواړي چې فیمینیستي قوانین په اسلامي هیوادونو کې هم پلې شي او د ښځو او نارینه و د برابرۍ ارمان یې په زړونو کې وه.
فیمینیستي ټولنه، تر ډيره کورنۍ تر خپل شوم هدف لاندي نیسي او هڅه کوي چې ښځه او او خاوند سره مساوي کړي او ښځې ته اجازه ورکوي چې له کور څخه بهر، د نارینه و سره اوږه په اوږه کار وکړي؛ دغه راز د فیمینیسم نظریې له مخې ښځه کولای شي د څو نارینه و سره اړیکه ټینګه کړي او څوک حق نلري چې هغې ته سره کرښه وټاکي.
همدارنګه د فیمینیسم نظریې له مخې د ښځې دنده دا نده چې د ماشومانو روزنه او پالنه وکړي او د کور چارې ترسره کړي؛ په داسې حال کې چې د اسلام له نظره د کورنۍ ډيرې کړنی، په خپله مطلوبیت لري او قرآنکریم هم د کورنۍ د سمون او خوندیتوب لپاره غوره لارښونې لري او مسلمانانو ته یې ور زده کوي.
په دې لیکنه کې هڅه کوو لوستونکو ته د فیمینیسم واقعي څیره ورښکاره کړو.

سریزه

کورنۍ د ټولنې له اړینو برخو څخه دې یا په بل عبارت، کورنۍ د ټولنې ستن او بنسټ ګڼل کیږي چې په رغونه او اصلاح سره یې، ټولنه د خیر او نیکمرغۍ لوري ته بیایي، د ټولنې د ښیرازۍ او ابادۍ ستر لامل، سالمه کورنۍ ده او کورنۍ د ژوند هیلو، عواطفو، مینې او امنیت تر ټولو غوره او مناسب بستر دې او د ټولنې د ټولو اقشارو د برخلیک سره نه بیلیدونکې اړیکه لري، که د کورنۍ نظم او ترتیب سره برابر وي او خپل طبیعي تګ سره مخته لاړه شي، دا ډول ټولنې سل په سلو کې د پرمختګ په لوري ګام پورته کوي او د هوساینې په رنګ کې ځان ویني او د امنیت او خوندیتوب څکه کوي؛ او که وغواړو چې په ټولنه کې کورنۍ حذف کړو او د کورنۍ نقش د راتلونکو نسلونو په روزنه کې له پامه وغورځوو، نو د منحرفې او کوږلارې ټولنې سره به مخ شو کوم چې هیڅ شي ته ارزښت نه ورکوي او په دا ډول ټولنې کې د ارامتیا او هوساینې ساه اخیستل ناشونې ده.
د ټولنې دغه اړینه او حیاتي برخه د فیمینیسم او د هغه لارویانو له لوري تر برید لاندې راغلې او د ټول ځواک او زور په کارولو سره د کورنۍ پر ضد فعالیت کوي او خپلې ټولې هلې ځلې په دې لاره کې ترسره کوي ترڅو وکولای شي د کورنۍ رګ او ریښه وچه کړي او د هغې حیاتي شاه رګ ور پرې کړي.
فیمینیستان، نه یوازې داچې کورنۍ اړینه او حیاتي نه بولي؛ بلکه کورنۍ د ښځې لپاره د تاوتریخوالي او ظلم مرکز او د هغې د وروسته والي مرکز په توګه معرفي کوي او په دې معتقد دي چې تر هغه دمه چې د کورنۍ نظام په ټولنه او هیوادونو کې ټینګ وي، ښځه اسیره ده او د ظلم لاندې واقع کیږي، په دې توګه، ښځه چې د کورنۍ بنسټ جوړوي، دوی غواړي چې له لارې څخه یې بې لارې کړي او د کورنۍ له تودې غیږې څخه یې جلا کړي او د آزادۍ او ژوند، غولونکو ژمنو تر عنوان لاندې د هغوی ژوند تباه کړي او دهغوی له عواطفو او احساساتو څخه یې ناوړه ګټه واخلي او هغوی د آزادۍ خیالي سمندر کې ډوبې کړي.

د فیمینیسم لغوي او اصطلاحي مفهوم

 دغه کلمه د femine  له ریښې څخه اخیستل شوې چې د«ښځینه» په معنی ده، او معادل یې په پښتو کې
د «ښځو آزادۍ» ده.
د دې کلمې په تعریف کې دوه لاندې معناګانې ذکر شوي:
۱.د لومړۍ نظریې خاوندان او پیروان په دې باور دي چې ښځې دې له هغو فرصتونو او امکاناتو څخه برخمنې شي کوم چې د نارینه و په واک کې دي او دا انډول د ژوند په ټولو ‌ډګرونو لکه سیاسي، اقتصادي او ټولنیز او نورو… کې رعایت کړل شي.
۲.ټولنیز خوځښتونه هڅه کوي چې پورته باور او اعتقاد په بنسټیزه توګه پلې شي؛ د دې معنی پښتو معادل، د ښځو آزادۍ خوځښت، د ښځو خوځښت دې.
ټول فیمینیسټان دوه مشترک ټکي لري:
الف: ښځې د ظلم او تبعیض لاندې نیول شوې دي او دغه ظلم او تبعیض د هغوی په جنسیت کې ریښه لري.
ب: دغه ظلم او تبعیض اصالت نلري او باید له منځه یووړل شي.
د فیمینیسم اصلي غوښتنې د دریو پیړیو په بهیر کې چې دغه نظریه رامنځته شوې، په لاندې توګه خلاصه کیږي:
– په ټولنیزو او سیاسي مسائلو کې د ښځینه او نارینه د رأی ورکولو حق مساوي دې.
– د نارینه و په څیر، د محدودیت پرته ښځې هم د زده کړو حق لري.
– ښځې حق لري چې د کار او کسب له لارې ګټه او عاید ترلاسه کړي او د هر ډول ټولنیزو مشاغلو حق لري.
– ښځې دې ته اړې ندي چې له خپل خاوند څخه اطاعت وکړي.
– ښځې د جنین د سقط کولو حق لري.
– د ښځو اخلاقي فساد پر وړاندې د سخت دریځه قوانینو له منځه وړل.
– په خصوصي او مدني ژوند کې د نارینه له واک څخه د ښځو خلاصون، که څه هم د مور یا میرمن په نقش کې وي.
– د نارینه له واک څخه د ښځو جنسي آزادي، او د سنتي کورنۍ د جوړولو پر ځای د همجنسبازۍ څخه د ښځو ګټه اخیستل.
– دولت دې د ماشومانو پالنې او روزنې لپاره ځانګړي مرکزونه جوړ کړي او د مور له اوږو څخه د ماشوم د روزنې بار، لیرې کړل شي.
– د ښځو اړوند، په دیني قوانینو کې دې بیاکتنه ترسره شي.
– له حقونو څخه د مشروع او غیر مشروع ماشوم یوشان برخمن کیدل.
– د ځینو روحي ځانګړنو پر بنسټ د نارینه په پرتله د ښځو د جنسیت غوره والی، لکه د جګړې څخه کرکه کول.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version