لیکوال: عبیدالله نیمروزي

امام بخاري رحمه الله څوک وو؟ (لومړی برخه)

پېژندنه

ام بخاري رحمه الله چې نوم یې “محمد بن اسماعیل” دی، د بخارا او سمرقند له بې مثاله او د لومړۍ درجې عالمانو څخه و چي د ځانګړو صفاتو خاوند و. خو د هغه له ټولو ځانګړنو څخه يوه يې له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره د هغه ژور تړاو او مينه وه او بله يې د هغه قوي او ځلانده حافظه وه. له بلې خوا د هغه ډېر ارزښتناک او د قدر وړ خدمت چې د “جامع صحیح البخاري” کتاب تالیف دی چي عام او خاص یې په ارزښت قایل دي او تر قرآن عظیم الشان وروسته تر ټولو صحیح کتاب دی.
په خپلو بندګانو د خداى جل جلاله له نعمتونو څخه يو دا دى چې د انبياوو او د اسماني كتابونو په وسيله يې د خلكو لپاره د تفكر او تحقيق زمينه برابره كړې ده.
اسلام بېلابېل ملتونه راویښ کړل او هغوی ته یې حوصلې او ځوږ ورکړ داسې چي په لنډه موده کې د عامو خلکو له مېنځه ستر محققان او پوهان راپیدا شو چي د دوی نه ستړي کیدونکې هلې ځلې به د تل لپاره پایدار وي.
په مختلفو علمي برخو کې د مسلمانانو هڅې او هاند چې د محمدي رسالت لمر له څرک سره پیل شوې، د هجرت په لومړۍ، دوهمه او دریمه پېړۍ کې اسلامي څېړونکي د تفسير، حديث، فقهې، کلام او نورو برخو کې له ځان څخه ارزښتناکه آثار د یاد ګار په توګه پرېښودې او په دې توګه يې د بشریت د لوړتيا او پرتم لپاره لاره هواره کړه.
حضرت امام محمد بن اسماعیل بخاري رحمه الله د نړۍ په تاریخ کې یو له سترو علمي شخصیتونو څخه دی چې د قرآن او سنتو په رڼا کې یې دغه لوړ علمي مقام خپل کړ. بې له شکه هغه د اسلام یو له معجزو څخه دی چې د ټولنیز او علمي ژوند په صحنه کې راڅرګند شوی دی. هغه «ابو عبدالله محمد بن اسماعیل بن ابراهیم بن المغیره بن بردزبه الجعفي البخاري» دی. علامه تاج الدين سبکي په طبقات کبري کې د امام بخاري په نسب کې د “بردزبه” نوم ياد کړی دی. خو نورو مورخينو د امام نسب تر «بردزبه» پورې ياد کړی دی. د امام بخاري پلرونه له بردزبه څخه پورته په اصل کې مجوس او فارسي الاصله وو. خو له ابراهیم څخه ښکته په اسلام مشرف شوي دي. تاریخ د ده د نیکه (ابراهیم) د حالاتو په اړه څه نه دي ویلې. پخپله امام جعفي نه و؛ د امام او د هغه د پلرونو جعفي ته منسوب کول له دې امله دي چې ابراهیم د “یمان بن اخنس الجعفي” (د بخارا حاکم) په لاس په اسلام مشرف شوي دي.
خو د امام بخاري رحمه الله پلار (اسماعیل) د خپل وخت له محدثینو څخه و چي تالیفات هم لري. علامه بن حبان د “الثقات” په کتاب کې هغه د حماد بن زید او امام مالک رحمهما الله شاګرد ګڼلی دی او له حضرت عبدالله بن مبارک سره یې ملاقات هم کړی دی.
امام بخاري د ښه او پاک خوراک په خوړلو سره دومره ستر عالم شو. معلومه ده چې د امام بخاري رحمه الله پلار شتمن و، کله چې وفات شو، ويې ويل: «ترکت مالاً کثیراً لیس شبهة بدرهم»؛ دا حلال او پاک مال د امام د زده کړې لپاره مصرف شوې او د امام په وجود یې مثبته اغیزه پرېښوده.
امام بخاري ۱۹۴ هجري کال کي د شوال په ۱۳مه د جمعې له لمانځه وروسته وزېږید. د نوموړی زېږون د اشهرالحج او د روژې او ذوالقعدې ترمنځ خپله یوه ځانګړنه ده.
دوی له ۶۲ کالو څخه ۱۳ ورځې کم عمر وکړ او په ۲۵۶ هجري قمري کال د کوچني اختر په شپه وفات شول او د کوچني اختر د ماسپښین له لمانځه وروسته د «خرتنګ» په کلي کې خاورو ته وسپارل شول.
هغه لا ماشوم و چې پلار یې مړ شو او مور یې لوی کړ. امام بخاري رحمه الله په ماشومتوب کې ړوند وو. مور یې خدای جل جلاله ته ډېره دعا وکړه. یوه شپه یې حضرت ابراهیم علیه السلام په خوب کې ولید. هغه ورته ووېل: الله جل جلاله ستا د زوی لپاره ستا دعاګانې قبولې کړې او سترګې یې راوګرځولې. کله چې له خوبه راویښ شو، ویې لیدل چې د امام سترګې رڼې شوې. د امام بخاري رحمه الله مور یوه عابده او پرهیزګاره ښځه وه. امام یو ځل بیا په غټ والې کي د علم حاصلولو لپاره په ګرمۍ کې د ډیرو سفرونو له امله د سترګو دید له لاسه ورکړې تر دې چې یو چا ورته وویل چې په سر باندې ختمي ګل وموښي او مخکې له دې دي خپل ویښتان وخریې. په پایله کي هغه وتوانید خپله بینایي بېرته ترلاسه کړي.

د علم حاصلولو لپاره د امام بخاري رحمه الله سفرونه
د حدیثو د علم عالمانو به د حدیث د ترلاسه کولو لپاره اوږده سفرونه کول. امام بخاري رحمه الله هم ۱۶ کلن و چې له خپلې مور او ورور احمد بن اسماعیل سره حجاز ته ولاړ. مور او ورور يې د حج له مناسکو وروسته بخارا ته راستانه شول. خو دی د حدیثو د علم حاصلولو لپاره په مکه مکرمه کې پاتې شو. هغه دوه کاله په مکه مکرمه کې پاتې شو او په دې موده کې يې په مکه مکرمه کې د مشهورو محدثینو  په محضر کې چي د حدیثو خدمت یې کاوو، لکه: ابو عبدالله، عبدالله بن زبیر، عبدالله بن یزید، ابو الولید احمد بن محمد ارزقي، حسان بن حسان بصري، خالد بن یحیی، ابو عبدالرحمن مقري د حدیثو علم زده کړل.
په اتلس کلنۍ کې يې د مدينې منورې ته هوډ وکړ او له مشهورو محدثينو څخه يې علم ترلاسه کړ او په اتلس کلنۍ کې يې د “قضایا الصحابة و التابعين” کتاب وليکه او له هغه وروسته بصرې ته لاړ او هلته هم له سترو استاذانو یې علم حاصل کړ او شپږ کاله په حجاز کې پاتې شول. کوفې او بغداد ته يې ډېر سفرونه وکړل. په هرات کې یې له ابو الولید حنفي څخه حدیث اوریدلی دی. نوموړي د حدیثو علم له «۱۰۸۰» استادانو څخه حاصل کړی. دی ډېر بې وزله وو، تر دې چي د ونو پاڼې او واښه به یې خوړل او یا به یې کله کله خپلې جامې خرڅولې.
شام ته له سفر وروسته امام بخاري مصر ته ولاړ، هلته په هغه وخت کې د حدیثو له سترو عالمانو لکه: یحیی بن عبدالله، احمد بن شعیب، اصبغ بن فرج، عثمان بن صالح، عبدالله بن یوسف، سعید بن ابي مریم، سعد بن کثي او احمد بن اشکاب (وروستی حدیث چې امام په خپل کتاب کې راوړی دی دغه راوی روایت کړی دی)، څخه فیض ترلاسه کړ چي په خپل کتاب کې له دغو سپین روبو څخه ډیر حدیثونه راوړی.
له مصر نه وروسته امام بخاري “الجزائر” ته لاړ او هلته یې له مشهورو محدثینو او استاذانو لکه: احمد بن الولید الوَرْتَنِیس الحرانی، اسماعیل بن عبدالله بن زراره الرَّقی، عمرو بن خالد، احمد بن عبدالمالک بن واقد الحرّانی څخه فیض او علم زده کړل. دوی بلخ ته هم سفر وکړ او هلته یې له مکي بن ابراهیم، ​​یحیی بن بشر، محمد بن ابان، یحیی بن موسی او قتیبه څخه احادیث واورید او د بخاري په کتاب کې یې په خپلو اسنادو کې د دغو مشایخو و ډېر یادونه کړې ده.
امام بخاري هرات ته هم سفر کړی و، چې په هغه وخت کې هلته لوی لوی محدثین لکه احمد بن ابي الولید موجود وو. نوموړی چي حنفي مسلک وو امام بخاري ورڅخه حدیث زده کړ او نیشاپور ته یې هم سفر وکړ او هلته یې د حدیثو علم له یحیی بن یحیی، بشر بن حکم، اسحاق بن راهویه، محمد بن رافع او محمد بن یحیی الذهلي څخه زده کړ چې د حدیثو له ډېرو لویو عالمانو او استاذانو څخه وو.
امام احمد بن حنبل وايي: خراسان د امام بخاري په شان شخص نه دي ليدلي او روایت دی چې وایي: امام مسلم چې د امام بخاري شاګرد و، د امام تندی یې ور ښکل کړ او ویې ویل: اجازه راکړه چې ستا پښې ښکل کړم، ته د حدیثو طبیب یې!
امام بخاري رحمه الله وايي: له هغه وخته چې زه پوه شوم چې غیبت حرام دی، ما غیبت نه ده کړی. هغوی ډېر احتیاط کاوه چې ګناه ونه کړي. ځکه چې ګناه حافظه کمزورې کوي او پوهه د الله تعالی له نور څخه یو نور ده چي دا نور ګناهګارانو ته نه ورکول کېږي.
امام احمد بن حنبل رحمه الله د امام بخاري رحمه الله استاد و او ډېرو مشرانو ویلي: زمونږ په اند امام بخاري د حدیث په علم کې له نورو استادانو څخه غوره فقیه دی.

د امام بخاري رحمه الله نبوغ او ذکاوت
د ځوانۍ له اوله د هغه په ​تندي د شرافت او هوښيارۍ نښې څرګندې وې. لا بلوغ ته نه و رسېدلی چي د مذهبونو په اړه یې پوره معلومات ترلاسه کړی وو او په همدې وخت کې یې ځینو مشرانو ته د هغوی تېروتنې په ګوته کول او په شپاړس کلنۍ کې یې مشهور کتابونه لوستی وو. هغه پخپله به ویل چې ما په ځوانۍ کې اویا زره احادیث یاد کړل. امام ذهبي د امام د ژوند همدې دورې په اړه وايې: هغه په داسې حال کې د احادیثو په لیکلو او روایت کولو پیل وکړ چې پر مخ یې ویښتان لا شنه نه وو.
امام بخاري رحمه الله د حافظې ځواک له اړخه د خپل وخت یو له سترو نوابغو څخه وو . کله چې به يې يو ځل يو کتاب ولوست، نو هغه کتاب به يې په حافظه کې پاتې شول. امام بخاري لس کلنۍ ته نه وو رسېدلی چې د بخارا په یوه مدرسه کې یې قرآن حفظ کړ او ډېر حدیثونه یې زده کړل.
هغه څه چې د امام بخاري معاصر محدثین یې حیران کړی وو، د امام بخاري د حافظې د ځواک لوړوالی نه یوازې د احادیثو په متن کې؛ بلکې د ټولو احادیثو په متعددو اسنادو او حتی د راویانو د نومونو په تقدم او تأخر کي وو. کله چې د هغه د حافظې ځواک په اسلامي نړۍ کې خپور شو، ځینو خلکو پرې فخر کول او ځینو نورو د حسد له امله دا ډول ځواک د امام بخاري په حافظه کې مبالغه او د منلو وړ نه ګڼله.

د امام بخاري رحمه الله صفات او ځانګړنې
امام بخاري رحمه الله ډېر متواضع، زړور، سخي، پرهېزګار او حیاناک انسان و. هر سهار به یې دیارلس رکعته لمونځ کاوه او د روژې په مبارکه میاشت کې به یې په درېو شپو کې قرآن ختم کاوه او تل به یې غریبانو او مسکینانو ته نفقې ورکول. یو ځل په لمانځه ولاړ و چې یوه مچۍ یې په جامو کې ننوته او پر بدن یې اوولس ځایونه وچیچل، خو لمونځ یې قطع نه کړ. کله چې یې لمونځ پای ته ورساوه ویې ویل: تاسې وګوری په لمانځه کې څه شی تکلیف کړم؟ هغوی چي وکتل نو مچۍ وه او د ​​بدن اوولس ځايونه یې چیچلی وو.
عبدالله بن محمد صارفي وايي: زه له امام بخاري سره د هغه په ​​کور کې وم چي د هغه وينزه راغله او غوښتل یې چې کور ته ننوځي، ناڅاپه یې پښه وښوېده او امام ورته وویل: څنګه روانه یې؟ وېنزه ځواب ورکړ: چې د تګ ځای چي نه وي څنګه لاړ شم؟ امام بخاري دواړه لاسونه پورته کړل او ویې ویل: ځه! ته آزاده يې، امام بخاري ته وويل شول چې هغې خو ته خپه کړې او تا هغه ازاده کړه؟ په ځواب کې يې وويل: ما د هغه په ​​خوشې کولو سره ځان راضي کړ.

د امام بخاري رحمه الله د دعا قبولیت
دوی مستجاب الدعوات وو. امام وايي: ما دوه ځله دعا وکړه او سمدلاسه خدای تعالٰی زما دعا قبوله کړه. له هغه وخته مې ویره پیدا شوه چې خدای تعالٰی به زما د نیکو اعمالو بدله په دنیا کې راکړي، نو د دنیا په چارو کې مې دعا ونه کړه.

د امام بخاري رحمه الله ابتلا
امام بخاري رحمه الله یو ستر شخصیت وو.
قاعده دا ده چې کله انسان پرمختګ کوي، نو ځورول کېږي؛ امام بخاري له ډېرو ستونزو سره مخ شو تر دې چي د وطن پرېښودو ته اړ شو.

د امام بخاري رحمه الله د لومړي اخراج کیسه
کله چې امام له بغداد څخه راستون شو، فتواوې یې ورکولې. خو د بخارا یو مشر هغه د فتوا ورکولو څخه منع کړ خو هغه ونه منله؛ خو څرنګه چي له امام څخه د شيدې ورکولو د مسئلې په اړه وپوښتل شو چي آيا د حيوان د شيدو په څښلو سره د رضاعت حرمت ثابتيږي؟ د امام له فتوا وروسته شور او غوغا جوړه شوه چي د وطن پرېښودلو ته اړ شول. خو د دې کیسې په ریښتیاوالی کې شک دی. ځکه چي امام بخاري ته منسوبه مسئله سمه نه ده. دا لومړی ځل و چې امام بخاري له بخارا څخه اخراج شو.
امام بخاري رحمه الله په ۲۵۰ کال کې د دریم ځل لپاره نیشاپور ته ولاړ. امام محمد بن یحیی ذهلي رحمه الله وایي: موږ د هغه هرکلی وکړ. امام مسلم رحمه الله وايي: هغه په ​​داسې ډول تود هرکلی وشو چې له هېڅ لوی والي څخه نه دی شوی.
او په هغه مسئله کې چې دوی ویلی وو قرآن غیر مخلوق دی او د بندګانو اعمال مخلوق دي؛ ځینو ویلي چې امام ذهلي خلکو ته ویلي چې له هغه څخه حدیث زده کړئ. کله چې خلک امام بخاري ته ورغلل نو امام ذهلي باندې دا کار سخت تمام شو، نو یو پلان یې جوړ کړ او له ټولو خلکو او شاګردانو یې وغوښتل چې بیا د هغه مجلس ته لاړ نشي. په دې وخت کې امام مسلم د امام ذهلي درس پرېښود او ټول هغه احادیث یې وغورځول چې له هغه څخه یې اورېدلی وو او ویې ویل: زه به امام بخاري پرې نږدم. امام احمد بن سلمه ورسره یوځای له مجلس څخه پورته شو.
امام بخاري له نيشاپور څخه ووت او د بخارا خلكو يې ډېر ښه راغلاست ووايه او خلك ورته د درس لپاره تلل او د بخارا امير امر وكړ چې د هغه دربار ته ورشي او اولادونو ته یې د حديثو علم ور زده كړي. خو امام بخاري وویل: زه علم نه خواروم. حاکم ورته له ښاره د وتلو امر وکړ. دا ځل امام دوی ته داسې بد دعا وکړه: ای ربه، دوی ته وښایه! د دوی کورنۍ ته، د دوی اهل ته او د دوی نفسونو ته؛ ډېر وخت نه وو تېر شوی چي د بخارا خلکو د واکمن پر ضد پاڅون وکړ او د ظاهريه دولت له خوا له واکه لرې کړ شو او داسې سپک شو چې په خره يې کېونله او په ټول بخارا کې يې وګرځاوه. امام له هغه ځايه روان شو او “بيکند” ته لاړل. هلته یې هم د يوې مسئلې په سر شخړه وشوه! بيا د سمرقند خلکو ورته بلنه ورکړه او د “خرتنګ” په نامه سيمې ته لاړل، ډېر وخت نه و تېر چې ناروغ شو او هلته وفات شو.

 

ادامه لري…

Leave A Reply

Exit mobile version