لیکوال: محمداسماعیل علیزهی

ژباړن: عبد الجلال ابوعمر

د سود غندنه (لومړۍ برخه)

الله جل جلاله اسلامي شريعت يو بشپړ قانون ګرځولی او د هر هغه خير او ښېګڼې امر يې کړی دی چې د انسان د عزت او کمال لامل ګرځي او له هر هغه بدۍ او شر څخه يې منع کړی دی چې د انسان د دنيا او آخرت د ذلت، وروسته پاتط والې او تاوان سبب ګرځي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمایلی دی: زه په هیڅ هغه شی نه پوهیږم چې تاسې جنت ته نږدې کړي او د جهنم له اوره مو لرې وساتي مګر دا چې تاسو ته مي د هغه د کولو امر کړی دی او زه په هیڅ هغه شی نه پوهیږم چې تاسو د دوزخ اور ته نږدې کړي او له جنت څخه لرې وساتي مګر دا چې تاسې له هغه څخه منع کړی دی.
[مصنف‌ ابي شیبه: ح ۳۴۳۲۲ او بیهقي: ح ۱۰۳۷۶]
الله تعالی د انسان په خټه کي د مال او شتمنۍ مينه ځای پر ځای کړې ده، لکه څنګه چې فرمايي: وَإِنَّهُۥ لِحُبِّ الْخَيْرِ لَشَدِيدٌ [عادیات:۸]
(او هغه د مال او شتمنۍ په مينه کښي په ناوړه توګه اخته دی.)
د اسلام له نظره مال او شتمني یو امانت دی چې د خپل مالک په لاس کې وي چي د ټولنې د ګټې او مصلحت لپاره مصرفوي او اجازه نه لري خپل ځان د هغه حقیقي مالک وګڼي او د هغه څخه ناوړه ګټه پورته کړي او له بېوزلو وګړو څخه دګټې اخیستنې په لټه کې وي. که مال او دولت د انسان د امیدونو په کعبه بدله شي او د هغې د ترلاسه کولو په لاره کې انسان د خدای تعالی حدود تر پښو لاندې کړي. د شرعي احکامو او اخلاقي ارزښتونو څخه سترګې پټي کړي او د آخرت ابدي ژوند هېر کړي، نو همدغه مال په دنيا او آخرت کې د فساد او بدبختۍ لامل ګرځي او د انسان د هلاکت او بربادۍ باعث ګرځي، دا ډول مال او شتمني د اسلام په ښوونو کې غندل شوې ده او مالک یې لعنت شوی دی: تَعِسَ عَبدُالدِّینار وعَبدُالدِّرهم [بخاري: ۲۸۸۶] (هلاک دي وي د دینار او درهم بنده.)
اسلام د حلال مال ګټلو او ترلاسه کولو امر کړې او سودي راکړه ورکړه یې منع کړې؛ ځکه چې دا د خلکو په منځ کې د ايمان، عاطفه، میني، رحم او زړه سواندي د له منځه تللو لامل ګرځي او دا ډول راکړه ورکړه ظالم، سخت زړي او بې عاطفې خلک پالي چې د نورو وګړو وينه زبېښي.

د معاملې (راکړې ورکړې) تعریف

معامله د دوو اړخونو تر مینځ د شیانو تبادله ده چې یوې موافقې ته رسیدلي او د دواړو خواو رضایت اړین دی. د اسلامي شريعت له نظره راکړه ورکړه په عمومي ډول په دوو برخو وېشل شوې ده چې حلال او حرام دي.

حلالې راکړې ورکړې (معاملې)

د حلال رزق په لټه کې هڅه کول د یو متعهد مسلمان یو له مهمو او دوامداره اندیښنو څخه دی. ځکه چې خدای تعالی د انسان سالم ژوند په دې پورې تړلی دی، د حلال روزي پای پاکوالی، نیکي او ګټه ده او د حرام روزی پای ناپاکي، زیان او ضرر دی.
اسلام د یوې فعالې، متحرکې، ژوندۍ، سوکاله او پرمختللې ټولنې غوښتونکی دی او ټول هغه ناروا کاروبارونه یې په کلکه منع کړي دي چې بې کاري، ځان پالنه او… ور سره تړلي دي او د همکارۍ او توازن د رامنځته کولو په موخه يې خلک إنفاق او صدقاتو ته هڅولی دی.
کرنه، تجارت او صنعت د اسلام له نظره د مال او شتمنۍ تر ټولو غوره، پاک، پر برکت، لوړ او سپېڅلي منابع دي، په یوه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د کرنې په اړه فرمایلي دي: «افضل الکسب الزراعه، فإنها صنعة أبیکم آدم»
(تر ټولو ښه کسب او عاید کرنه ده، ځکه چې دا ستاسو د پلار آدم (علیه السلام) مسلک دی.)
قرآن کريم د اوسپنې د صنعت او توليد اهميت ته اشاره کړې او فرمايې: «وَأَنْزَلْنَا الْحَدِیدَ فِیهِ بَأْسٌ شَدِیدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ» [حدید: ۲۵]
او اوسپنه مو راكوزه کړه چي په هغې کښي ډېر زور دى او د خلكو لپاره ګټي دي.
همدارنګه خدای تعالٰی په قرآن کریم کې سوداګر او کسب ګر د خدای تعالٰی په لاره کي د جهاد کونکو په لړ کي یاد کړی دی او ستاینه یې کړی دی چې د مال د لاسته راوړلو لپاره په سفر کې زحمت او کړاوونه زغمي: «وَءَاخَرُونَ يَضْرِبُونَ فِى الْأَرْضِ يَبْتَغُونَ مِن فَضْلِ اللَّهِ ۙ وَءَاخَرُونَ يُقٰتِلُونَ فِى سَبِيلِ اللَّهِ ۖ» [مزمل: ۲۰]
(ځيني نور خلك د الله د فضل په لټه کښي سفر كوي او ځني نور خلك د الله په لاره کښي جنګيږي.)
همدارنګه حضرت رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: «التاجر الصدوق الأمین مع النبیین و الصدیقین» (دا حدیث ترمذي او دارمي «فی التاجر الصدوق» په باب کي روایت کړي دي.)
ژباړه: (ریښتونۍ او امین سوداګر، د پیغمبرانو او ریښتنو ملګری دی [د خدای جل جلاله خاص بندګان دي]).

حرامې معاملې

حرامه معامله هغه معامله ده چې شريعت يې حرمت یې مشخص کړی دی چي د مختلفو ډولونو لرونکی دی او دې ته په پام سره چې دا ليکنه په عمده توګه د سود پر محور متمرکزه ده، موږ به يې تعريف او تشریح وکړو.
خو نن سبا مسلمان سوداګر له ګټې پرته په بل څه فکر نه کوي او د حلال او حرام مسايلو ته هم چندان پام نه کوي، په داسې حال کې چې د حلال غوښتنه د هر مسلمان نارينه او مسلمانه ښځينه یوه اسلامي فریضه ده او پام نه ور اړول، اسلامي ټولنې لپاره یو ناورین دی. یو له بدو حرامو څخه چې زیاتره مسلمان تاجران او سوداګر ترې اغیزمن کیږي، د سود معامله ده چي د دې بدرنګي پدیدې د حرمت او بدو پایلو په اړه د قرآن او حدیث په رڼا کي به بحث وکړو.

د ربا (سود) تعریف

د سود لغوی معنی:

سود په لغت کي د ډیر (ګټې) معنی لری. ربا په پښتو ژبه کې د “ګټې” معادله کلمه لري او د زیاتې برخې، زیات شوی، اضافي، ډېر، اضافه شوي او… معمی لري او په انګلیسي ژبه کې ورته usury ویل کیږي. (ويکيپېډيا)
ربا (سود) یعنی یو چا ته یو څه ورکول او د هغه څه څخه ډیر څه بیرته اخیستل چې موږ هغه ته ورکړی او هغه ډېره برخه “ربا” بلل کیږي. سود د پیسو او مال په لحاظ هم کیدای شي.
«والاصل فيه الزيادة من ربا المال اذا زاده و ارتفع و نما»
د حقوقي تعریف له مخې، ربا (سود) د پور څخه مخکې ټاکل شوی سود څخه عبارت دی. (ويکيپېډيا)
د لسان العرب په قاموس کې داسي تعریف شوی: “والصل فیه الزیادة، من ربا المال، اذا زاد و ارتفع ونما”
خو د سود لغوي معنی د هغې له شرعي اصطلاح سره برابره نه ده. ځکه چې د ربا په لغت کې په قاطعانه توګه زیات مقدار ته اشاره کوي، په داسې حال کې چې په شریعت کې په راکړه ورکړه او تبادله کې هر زیات مقدار ته ربا نه ویل کیږي او نه حرام دی، کیدای شي وویل شي چې د سود لغوي معنی د شرعي معنی څخه ډیر عام دی.
سود له مخکې ټاکل شوی سود دی، که چا ته مال يا پيسې په قرض ورکړل شي او دا شرط وي چې پور ورکوونکی به د اصل سربېره يوه ټاکلې اندازه يا معینه فيصدي ورکوي، ربوي (سود) استقراض ترسره شوی او د قرآن کریم صريح متن له مخې ربا (سود) اخيستل حرام او باطله ده.
په بل عبارت، هغه څه چې پرته له تجارت او زحمت څخه په اصلي پانګه کې اضافه شي هغه سود دي. د ذکر شوي تعريف له مخې سود په شريعت کې دوه مثالونه لري: يو يې د دوو همجنسه مالونو معامله ده چې له يوې خوا په ډيره برخه او بله يې په شرايطو سره قرض ورکوي. د قرآن کریم د متن له مخې سود حرام دی او سود د خدای او د هغه له رسول سره د جګړې اعلان دی.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version