لیکوال: ابوجریر
په احکامو کي حکمت پسې ګرځېدل، اسلام ته د بلنې لاره نه ده
سریزه
الحمدلله رب العلمین والعاقبة للمتقین والصلاة والسلام علی سیدنا محمد وعلی آله واصحابه اجمعین وعلی من قام بدعوته الی یوم الدین.
اما بعد: اسلام د هغه دین نوم دی چې د حضرت جبرئیل علیه السلام په واسطه پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ۲۳تو کلونو په موده کي نازل شوی، تر څو د دوو جهانونو د نجات په لور د انسان لارښوونه وکړي.
دا دین د عقایدو او عباداتو له لارې انسان له خپل خالق سره نښلوي. او د اخلاقياتو، مأكولاتو او ملبوساتو له لارې له ځان سره د هغه اړيکې او د نورو خلکو سره د معاملو او عقوباتو له لارې د هغه اړیکه ټینګوي. اسلام د دغو ارتباطاتو د پلي کولو، ساتنې او پرمختګ لپاره یوه ځانګړې طریقه په پام کې نیولې ده. لکه څنګه چې د خپلو احکامو په جوړښت کې د اړیکو ټینګولو لپاره له خلکو اختیار سلب کړۍ او دوی ته اجازه نه ورکوي چې د دوی د خوښې سره سم د اسلامي شریعت څخه پرته بله لاره غوره کړي.
له کفارو سره خواخوږي او یا په اسلام باندې د هغوی تورونه نباید د الله تعالی د فرمان، یعنې د هغه د ځانګړي طریقې د بدلون لامل شي. خو له بده مرغه کله چې مسلمانانو له زوال نه وروسته د فکري او عملي ستونزو له ډېرېدو سره مخ شول او ډېر اسلامي ارشادات يې په تېره بيا د خپل ژوند او نورو په چارو کې د اسلام د پلې کېدا برخه بېګانه شول؛ ځکه چې کله اسلام خپل واقعي مقام له لاسه ورکړ، د مسلمانانو په ژوند باندې یې حاکمیت او نورو ته یې تبلیغ کمزوری او تت شول. له همدې امله ځینو د اسلام حاکمیت د جمهوریت، ډیموکراسي، اشتراکیت (کمونیزم)، سرمایه دارۍ او داسې نورو نظامونو په منلو کې ولیدل. خو یو شمېر نورو بیا د شرعي احکامو د حاکمیت لپاره په غیر شرعي دلیلونو لکه د شرعي احکامو لپاره عقلي او منطقي دلایل وړاندې کول وګڼل. حتی په دې وروستیو کې یې نه یوازې دا چې په شرعي احکامو کې حکمت د شریعت له دلایلو څخه ګڼلی، بلکې دا یې د اسلام د بلنې یوه طریقه هم ګڼلې ده. له همدې امله مي پریکړه وکړه چې په دې مسئله کې له خپل توان سره سم، توضیحات وړاندې کړم.
په احکامو کې حکمت
د حکمت په لغت کې داسې معناوې شته لکه: لنډه وینا، نصیحت او وعظ، عقل او پوهه. او په اصطلاح کې د اعمالو پایله ده چې د شارع هدف، د شریعت تشریع دی. او شارع د شریعت حکمت په دوه ډوله بیان کړي دي: ۱- د شريعت عمومي حکمت؛ شارع، شریعت، عمومي حکمت د ټول عالم لپاره د رحمت په توګه ياد کړی دی. الله تعالی د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بعثت په اړه فرمايي: وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ [أنبياء: 107]
[اې محمده (ص)!] موږ چي ته لېږلی یې، دا په اصل کښي د ټول عالم په باب زموږ رحمت دى. (موږ د ټولو مخلوقاتو لپاره ته رحمت لېږلى یې.) همدارنګه د قرآن کریم په اړه فرمايي: وَنُنَزِّلُ مِنَ الْقُرْآنِ مَا هُوَ شِفَاءٌ وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ» [إسراء: 82]
موږ ددغه قُرآن د نازلولو په لړ کښي هغه څه نازلوو چي د مؤمنانو لپاره شفا او رحمت دى.
نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم رحمت والی او د قرآن شفاء او رحمت والی ښيي چې شریعت د نړۍ لپاره د رحمت او شفا په توګه راغلی دی.
۲- د شرعي احکامو حکمت؛ لکه څنګه چې شريعت خپل هدف د عمومي شرعي احکامو په اړه څرګند کړی دی، په همدې ډول يې د ډېرو احکامو د وضع کولو موخه هم په ځانګړې توګه څرګنده کړې ده. د بېلګې په توګه: د حج په اړه ویلي یې دی چې: له حج څخه موخه دا ده چې خلک د خپلې ګټې وګوري. نو ځکه يې وويل: لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ [حج: ۲۸]
تر څو هغه ګټي وويني چي دلته د هغو لپاره موجودي دي.
همدارنګه د پېریان او انسان په پيدايښت کې د خدای موخه د هغه عبادت کول دي؛ وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ [ذاریات: ۵۶] ما پيريان او انسانان له دې پرته چي زما بندګي وکړي د بل څه كار لپاره ندي پيدا کړي.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: «صُومُوا تَصِحُّوا» [تخريج الإحياء” (3/87) . “تذكرة الموضوعات” (70) . “الموضوعات” للصغاني (72) دا حدیث ډېر ضعیف او موضوع ګڼل شوی دی] (روژه ونیسی روغ به شی.)
البته دا باید له پامه ونه غورځول شي چې که خدای تعالی د یو عمل حکمت څرګندوي، د دې معنی دا نه ده چې هغه حکمت باید ترلاسه شي. بلکې دا د الله تعالی له لوري خبر دی او د هغه د قطعي پوره کېدو خبر نه دی، بلکې کله کله پوره کېږي او کله نه کېږي. د بېلګې په توګه: الله تعالی د حج په اړه فرمايي: لِيَشْهَدُوا مَنَافِعَ لَهُمْ [حج: ۲۸]
تر څو هغه ګټي وويني چي دلته د هغو لپاره موجودي دي. حال دا چې په میلیونونو خلکو په حج کې ګډون کوي خو ظاهرا ګټه یې نه ویني! او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: صُومُوا تَصِحُّوا (روژه ونیسی روغ به شی.) خو سره له دې چې ډېرو خلکو روژې ونیولې، خو روغ نه شوې! برعکس، د روژې نیولو په وخت کې ډیری خلک زیانمن شوي. دا دلایل دا په ګوته کوي چې د حکمت تحقق، اړین ندي.
له پورتني وضاحت څخه د دريو ټکو بطلان څرګنديږي:
-
د حکمت شتون د عقایدو، احکامو او د احکامو د حاکمیت ته د بللو ثبوت نه دی.
-
دا ممکنه نه ده چې د عقل په وسيله د حکمونو لپاره حکمت رامنځته شي.
-
د احکامو د حکمت څرګندونه، د اسلام دبللو لاره نه ده.
د دې دریو مواردو تشریح
-
د حکمت شتون د عقایدو، احکامو او د احکامو حاکمیت ته د بللو ثبوت نه دی؛