اسلام او د ژوند نوښت

انسان یوازینی مخلوق نه دی چې ټولنیز ژوند کوي؛ ډیری حیوانات په ځانګړې توګه حشرات ټولنیز ژوند لري او د یو لړ مقرراتو پیروي کوي؛ د همکارۍ اصول، د کار ویش، تولید او توزیع، امر او اطاعت د دوی په ټولنه حاکم دي. د شاتو مچۍ او ځینې میږیان له داسې تمدن، نظام او تشکیلاتو څخه برخمن دی چې هغه پوړۍ ته د رسیدو لپاره انسان چې ځان تر ټولو غوره مخلوق ګڼي باید کلونه او پېړۍ تېر کړي.
د دوی تمدن، د انساني تمدن پر خلاف، د ځنګل دوره، د تیږو دوره، د اوسپنې دوره او د اټوم دوره نه ده تیر کړي. له پیله چې دوی دې نړۍ ته ننوتل، هماغه تمدن او تنظیم یې درلود او نن هم هغه تمدن او تنظیم لري او د دوی په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. دا انسان دی چې د خُلِقَ الْإِنْسَانُ ضَعِيفًا» [نساء: 28] په مصداق، ژوند یې له صفر څخه پیل شوی او د لامحدودیت په لور مخته ځي.
د حیواناتو لپاره، د وخت اړتیا تل یو شان وي؛ د وخت غوښتنې د دوی ژوند نه بدلوي. ماډرنیزم د دوی لپاره هیڅ معنی نلري. دوی ته نوۍ او پخوانۍ نړۍ نشته. علم هره ورځ د دوی لپاره نوي کشفونه نه کوي او د دوی وضعیت نه بدلوي، سپک او درانه صنعتونه هره ورځ په نوي او بشپړونکي شکل د دوی بازار ته نه راځي. ولې؟ ځکه چې دوی د غریزې له مخې ژوند کوي نه د عقل له مخې.
خو انسان؛ د انسان ټولنیز ژوند په دوامداره توګه بدلیږي. په هره پیړۍ کې نړۍ د انسانانو لپاره بدلیږي. دا د انسان د اشرف المخلوقات بودن راز دی. انسان د طبیعت یو بالغ او رشید بچی دی؛ داسې مرحلې ته رسیدلی چې نور د طبیعت مستقیمې واکمنۍ او سرپرستۍ ته اړتیا نلري، په دې عنوان چې د غریزې په نوم مرموز ځواک لخوا نه لارښود کیږي. هغه د عقل له مخې ژوند کوي، نه د غریزې له مخې.
طبیعت، انسان بالغ ګڼلی او د هغه سرپرستي یې پرېښی ده. هغه څه چې حیوان په غریزه او طبیعي قانون سره کوي چې نافرماني یې نشي کولی، انسان باید د عقل او علم په ځواک او د وضعي او تشریعي قوانینو په رڼا کي تر سره کړي چې سرغړونه یې کیدای شي.
د فسادونو او انحرافاتو راز چې انسان د پرمختګ او تکامل له لارې لټوي، د زوال او توقف راز او د سقوط او هلاکت راز هم په همدې کې دی. د انسان لپاره لکه څرنګه چې د پرمختګ لاره خلاصه ده، د فساد، انحراف او زوال لاره هم نه دي تړل شوي.
انسان هغې مرحلې ته رسېدلی دی (د قرآن کریم د تفسیر له مخې) چی د امانت هغه بار چې اسمانونه، ځمکې او غرونه یې ونشوای کولی په ذمه واخلي، پورته کړي. دا د آزاد ژوند منلو او د وظیفې او قانون مسؤلیت منلو معنی لري؛ له همدې امله هغه د ظلم او ناپوهۍ، خود غرضۍ او خطا څخه خوندي نه دی. قرآن کريم چيرته چي د انسان د دغه عجيبه استعداد او د مسؤليت او وظيفې د تحقق څرګندونه کوي، سمدلاسه يې د «ظَلُوم» او «جَهُول» په صفتونو سره توصیفوي.
په انسان کې دا دوه استعدادونه، یعني: د تکامل استعداد او د انحراف استعداد له یو بل څخه نه جلا کېدونکي دي. انسان د حیوان په څیر نه دی چې په ټولنیز ژوند کې نه مخکې ځي نه شاته، نه چپ طرف ته او نه ښي طرف ته. انسان په خپل ژوند کې کله مخکې زي او کله شاته. که د انسان په ژوند کې حرکات او چټکتیا شته ، هماغسې جمود او انحطاط هم شته. که پرمختګ او تکامل وي، فساد او انحراف هم وي. که عدالت او نېکي وي، ظلم او وحشت هم وي. که د علم او عقل مظاهر وي، نو د جهل او هوا پرستی مظاهر هم شته.
بدلونونه او نوې پیښې چې د وخت په تیریدو سره موندل کیدای شي د دویمې کټګورۍ څخه وي. د انسان یوه ځانګړتیا افرا او تفریط دی. که یو څوک په اعتدال ولاړ وي، هڅه کوي د لومړي ډول او دویم ډول بدلونونو ترمنځ توپیر وکړي. هڅه کوي چې د علم، هڅې او نوښت پر مټ مخته ولاړ شي. هڅه کوي چې ځان د وخت د پرمختګ او ترقۍ مظاهرو سره تطابق ورکړي او هم د وخت د انحرافاتو په وړاندې د مقاومت هڅه کوي او له هغو سره د یو رنګ کیدو څخه ځان لرې ساتي.
مګر له بده مرغه تل داسې نه وي. په دې برخه کې دوه خطرناکه ناروغۍ تل انسان تهدیدوي: د جمود ناروغي او د ناپوهۍ ناروغي. د لومړۍ ناروغۍ پایله دا ده چي د پرمختګ او پراختیا مخه نیسي او د دویمې ناروغۍ پایله زوال او انحراف دی.
جامد له هر نوي کرکه کوي او له زړو پرته بل څه نه مني او جاهل د زمانې د غوښتنو او پرمختګ په نوم هره راڅرګندېدونکې پديده توجې کوي. جامد هر نوي شي ته فساد او انحراف وایی او جاهل هر څه په عین وخت کې د تمدن او د علم او پوهې د پراختیا په مانا بولی.
جامد د پوستکي او مغز، وسیله او هدف ترمنځ توپیر نه کوي. د ده په اند، دین د لرغونو اثارو د ساتنې مسووليت په غاړه لري. د ده په وينا، قرآن د دې لپاره نازل شوى چې د زمانې د جریان مخه ونيسي او نړۍ په هماغه حالت کې چي دی، مېخکوب (دبېلی) کړي. د ده په اند، د عم پاره لوستل، د ني په قلم لیکل، د مقوایي قلمدان کارول، د تشناب په کابینه کې مینځل را مینځل، په لاسونو ډوډۍ خوړل، د تېلو څراغ سوځول، جاهل او بې سواده اوسېدل؛ باید د دیني شعائرو په توګه وساتل شي. جاهل بالعکس غربي نړۍ ته سترګي نیولې چې کوم نوی موډ او رواج را باسي تر څو سمدستي يې تقليد وکړي او ورته د عصريت او د زمانې جبر او غوښتنې نوم ورکړي. لنډه دا چې جاهل او جامد په ګډ فکر سره دا ګڼي؛ هرڅه چې لرغونی وي، هغه د دیني شعائرو او مسايلو برخه ده. په دومره تفاوت چي جامد دې نتيجې ته رسيږي چې باید د دې شعایرو ساتنه وشي. په داسې حال کې چې جاهل بیا دې پايلې ته رسيږي چې دين په اصل کې د لرغونتوب او سکون سره مينه لري.
په وروستیو پیړیو کې د علم او ​​دین تر منځ د تناقض مسئله د لویدیځوالو په منځ کې ډیره مطرح شوې ده. دا فکر دوه ریښې لري: یوه دا چې کلیسا ځینې لرغوني علمي او فلسفي مسایل د دیني مسلو په توګه منلي وو، چې باید له مذهبي اړخه هم پرې باور وشي، خو د علم پرمختګ برعکس ثابت کړ. دوهم؛ علم د ژوند شکل او لاره بدله کړه.
جامد متدین پالو لکه څنګه چې يې ځينو فلسفي مسايلو ته پرته له توجې مذهبي رنګ ورکړ، همداسې يې غوښتل چې د ژوند ظاهري بڼه هم د دين په برخه کې شامله کړي. جاهل او ناخبره خلکو هم فکر کاوه چې رښتيا هم همدا خبره ده او دين د خلکو مادي ژوند ته ځانګړې بڼه په نظر کي نیولی ده او دا چې د علم د فتوا له مخې د ژوند مادي بڼه بايد بدله شي، نو علم هم د دین د منسوخیت حکم صادر کړ. د لومړۍ کټګورۍ جمود او د دویمې کټګورۍ جهل او ناپوهۍ د علم او ​​​​مذهب ترمنځ د موهوم تضاد فکر رامېنځته کړ.
اسلام یو پرمختللی دین دی. د دې لپاره چې مسلمانان پوه شي چې دوی باید د اسلام په رڼا کې وده او پرمختګ وکړي، قرآن کریم یو مثال وړاندې کوي او وايي:
د محمد صلی الله علیه وسلم د پیروانو مثال د هغه تخم په څیر دی چې په ځمکه کې وکرل شي، دا تخم لومړی له ځمکې څخه د یوې پتلې پاڼې په بڼه راوزي، بیا ځان پیاوړی کوي، بیا په خپل ډډ باندې ودرېږي. دا لړی په دومره سرعت او ځواک سره تیریږي چې بزګران په حیرانتیا اچوي. دا د هغې ټولنې یوه بیلګه ده چې د قرآن مقصد دی، او دا د هغه څه انځور دی چې قرآن یې تمه لري. قرآن د یوې داسې ټولنې بنسټ ږدي چې په دوامداره توګه د ودې او پراختیا په حال کی وي. ویل ډورانټ وايي: هیڅ دین خپل پیروان د اسلام په څیر ځواکمند کېدو ته نه دی را بللی.
د اسلام لومړیو تاریخونو وښودله چې اسلام څومره د یوې ټولنې د بیارغونې او پرمختګ توان لري.
اسلام د جمود او جهالت دواړو خلاف دی. اسلام ته خطر هم له دې ډلې او هم له هغې ډلې څخه متوجې دی. جامد او وچ مغزه خلک له هر زوړ شعار سره په لېوالتيا، سره له دې چې د اسلام له سپېڅلي دين سره هيڅ تړاو نه لري، ناپوهو ته دا بهانه په لاس ورکوي چې اسلام په واقعي معنا د تجدد او نوښت مخالف وګڼي.
او له بلې خوا تقليد، موډ پرستي او لويديځوالۍ او دا عقيده چې د خلکو سعادت او خوښي په دې کې ده چې په جسمي، معنوي، ظاهري او باطني ډول لويديځوال شي، د هغوی ټول عادتونه او عنعنات ومني، خپل مدني او ټولنيز قوانينو ته په ړانده ډول د هغوی له قوانينو سره تطابق وکړي. سخت دریځو ته یې بهانه په لاس ورکړی چې هر نوی حالت ته د بدبینۍ په سترګه وګوري او د خپل ملت، دین، خپلواکۍ او ټولنیز شخصیت ته یې خطر وګڼي.
په عین حال کې هغه چي باید د دواړو ډلو غلطیو تاوان پرېکړي، اسلام دی. د جامدو جامدتوب جاهلانو ته د لوټو پوټ (تاخت و تاز) میدان ورکوي او د جاهلانو جهالت، جامد خلک په خپلو وچو نظریو نور هم قوي کوي.
عجبه ده! دا متمدن نما ناپوهان فکر کوي چې وخت او زمان بې ګناه دی. ایا د وخت بدلونونه د انسان له لاسه پرته د بل چا له لاسه دي؟ له کله او له کوم تاریخه انسان له تېروتنو عصمت او سپېڅلتوب موندلی تر څو د زمانې بدلونونه هم له خطا څخه معصوم او سپېڅلۍ پاتې شي؟ انسان لکه څنګه چې د علمي، اخلاقي، ذوقي او دیني تمایلاتو تر اغیز لاندې راځي او هر وخت د بشریت د نیکمرغۍ په لاره کي نوښتونه تر سره کوي، هماغومره د خود پرستۍ، هوا پرستۍ، ځانځانۍ، له پیسو سره د میني او استحصال تر اغیز لاندې راځي.
لکه څنګه چې انسانان د نویو کشفونو او غوره لارو او وسایلو په موندلو کې بریالي کیږي، کله کله په خطا هم اخته کېږي. خو ځان بایللی جاهل په دې خبرو نه پوهيږي او همېشنی خبره یې دا دی چې نننۍ نړۍ همداسې ده. ننۍ نړۍ همداسې ده. عجبه دا ده چې د ژوند اصول له بوټانو، خولۍ او جامو سره پرتله کوي. څرنګه چي بوټان او خولۍ نوي او زاړه لري، او کله چې نوي او تازه وي طبعا ښه قیمت لري چي باید واخیستل شي او واغوستل شي او کله چې زاړه شي، نو باید وغورځول شي. نو د نړۍ ټول حقایق همداسې دي. د دغو جاهلانو په اند، ښه او بد له نوي او زاړه پرته بل مفهوم نه لري. د دوی په اند، فیوډالیزم (یعنی دا چې یو زورواکی په ناحقه د “مالک” نوم په ځان کېږدي او په خپل ځای ناست وی او په سلګونو لاسونه او مټې کار وکړي چې هغه یوه خوله وچلېږي)، په دې بد دی چې پخوانی دی او نننۍ نړۍ یې نه خوښوي؛ دهغې موده تیره شوې او له موډ او فیشن څخه لوېدلې ده.
خو په لومړۍ ورځ چې پیدا شوه او تازه له چڼاسکه (قالب) راوتلې وه او د نړۍ بازار ته وړاندې شوه، ښه وه. د دوی په وینا د ښځو استحصال ځکه بد کار دی چې نننۍ نړۍ یې نه خوښوي او نه یې زغمي. خو پرون چې ښځې ته يې ميراث نه ورکول، د مالکیت حق يې ورنه اخیستي و، د هغې اراده او عقیده یې محترم نه ګڼل، ښه خبره وه. ځکه چي نوی و او تازه بازار ته راوتلی و. د داسې خلکو په اند اوس د فضا زمانه ده او نور دا نشې کېدلی چې الوتکې پرېښودل شي او په خرو سوارلي وشي، بریښنا پرېښودل شي او د تېلو څراغونه ولګول شي، د نساجیو لویې فابریکې پرېښودل شي او د لاسي څرخ په واسطه دکالیو ووبدنه ترسره شي، د چاپ کولو لوی لوی ماشینونه پرېښودل شي او لاسي لیکنه وشي، همدازنګه نشي کېدای چې د نڅا په پارټیو کې برخه وانخیستل شي، د مایو “لمانځلو” پارټیو او “پخلنځي” پارټیو ته ورتګ ونشي، بد غوني او بې مخي (عربدۀ مستانه) ونه شي، د پوکر لوبه ونه شي، د زنګون پورته فیشن ونه اغوستل شي؛ ځکه چې دا ټول د قرن او پېړۍ پدیده دي او که دا کار ونه کړي نو د خره د سوارلي دور ته ورګرځېدلي دي.
د “پیړۍ پدیده” کلمه ډیری خلک بدبخته او بې شمیره کورنۍ یې سره وپاشل. دوی وايي: دا د علم عصر او زمانه دی، دا د اټوم پیړۍ ده، دا د مصنوعي سپوږمکۍ وخت دی، دا د فضا پیما راکټ دور دی.
ډیر ښه، موږ هم د خدای شکر کوو چې موږ په دې عصر او زمانه او په دې پیړۍ او عهد کې ژوند کوو او غواړو چې د علم او ​​​​صنعت څخه د امکان تر حده ګټه پورته کړو. خو په دې زمانه کې د علم له سرچينو پرته نورې ټولې سرچينې وچې شوې؟ ایا د دې پیړۍ ټولې پیښې د علمي پرمختګونو محصول دي؟ ایا علم دا ادعا کوي چې د پوه شخص طبیعت 100٪ تابع، فرمانبردار او انسان جوړ کړي؟ علم د پوه شخص په اړه دا ډول ادعا نه لري، دا خو پرېږده چې د پوهانو يوه ډله په پوره اخلاص او د نيت پاکوالي سره، کشف او پلټنه وکړي، او جاه طلبه هوس بازه پیسه پرستو ډلو د خپلو ناوړه موخو لپاره د دوی علمي هڅې  استخداموي. د علم واویلا تل له دې چي د بشر سرکشه طبیعت له لورې سوء استفاده ورڅخه کېږي، پورته دی. دا زموږ د پیړۍ مصیبت او ګرفتاري ده. علم د فزیک په برخه کې پرمختګ کوي او د نور قوانین کشفوي. د ګټه اخیستونکو یوه ډله له دې څخه د ورانونکو فلمونو تولید لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي. کیمیا پرمختګ کوي او د شیانو د خاصیتونو ترکیب لاسته راوړي. بیا خلک د هغې د کارولو فکر کوي او د “هیروین” په نوم د انساني ژوند لپاره یو ناورین رامینځته کوي. علم د اټوم دننې ته رسیږي او د اټوم حیرانونکۍ ځواک مهاروي؛ خو مخکې له دې چې د انسانیت په ګټه ترې کار واخیستل شي، د نړۍ جاه طلبه خلک ترې اټوم بم جوړوي او پر بې ګناه خلکو یې غورځوي.
کله چې دوی د شلمې پیړۍ د لوی ساینس پوه اینشټاین په ویاړ غونډه جوړه کړه، هغه پخپله د تریبون شاته لاړ او ویې ویل: “تاسو د هغه چا لمانځنه کوئ چې پوهه یې د اټومي بم د جوړولو لامل شوې؟!” اینشټاین خپل د پوهې ځواک د بم لپاره ونه کاروله؛ د بلې ډلې جاه طلبي خلک د هغه له پوهې څخه دا ډول استفاده وکړه.
هیروین او اټوم بم او داسې او هغسي فلمونه یوازې په دې دلیل د توجیه وړ نه دي چې دا د “پیړۍ پدیده” ده. که تر ټولو غوره بمونه د وروستي ډوله بم غورزونکو په واسطه د خورا تعلیم یافته خلکو لخوا په بې ګناه خلکو وغورځول شي، دا د دې کار له وحشت څخه نه کموي.
له لوی خدای (جل جلاله) څخه غواړو چې موږ ته د نیکو اعمالو توفیق راکړي. په اخر کې وايم: پر هغه چا درود وواياست چې د حرا په غار کې يې عبادت کړى و، د ښکلى شريعت، اسانه او پاک دين څښتن او د عظمٰی شفاعت او د معراج خاوند دی.
Leave A Reply

Exit mobile version